Language Switcher

RJ Social Icons

ناخوالې

لکه په زړه دیو مین چې بېلتون لوبې وکړې
ملګرو داسې مې جګړې په ژوندون لوبې وکړې

نن یې کورونو ته ټوټې دوجود ورسېدې
دلته دکلي ماشومانو پرون لوبې وکړې

دپرمختګ ارمان مې زړه کې په سلګو ووژل
په ګران وطن کې مې رشوت په قانون لوبې وکړې

څوک راته وایي په دنیاکې دژوند حق نه لرې
چا کړله ختم چا په نوم دپښتون لوبې وکړې

دپردېس غم دوطن غم دخلکو غم کومه
ډېرو غمونو مې دزړه په سکون لوبې وکړې

د ۱۳۹۶ کلیز