Language Switcher

RJ Social Icons

افغانان دي

نه پوهېږم خدایه کومه لار اختیار کړم
هره خواچې وژل کېږي افغانان دي

نن په هرکورکې ژړا او چیغې اورم
داچې وینو کې لمبېږي افغانان دي

بیا په دوی باندې نړۍ شوه خدایه ډکه
له خپل ملکه چې کوچېږي افغانان دي

آه دخولې چې یې شو پورته ترجهانه
چې ترزړو یې خون بهېږي افغانان دي

احمدزی ولاړ یم هرې مقبرې ته
داچې خاورو کې اوسېږي افغانان دي

د ۱۳۹۵ کلیز