Language Switcher

RJ Social Icons

مونږ سوله غواړو

شاعر کلیم الله علمیار

زموږ نیمګړي ارمانونه نوره سوله غواړي
 زموږه درد، زموږ ټپونه نوره سوله غواړي
نورې دې هیڅوک هم د جنګ خبرې نکړي له ما
زموږ محراب، زموږ منبرونه نوره سوله غواړي
شول امامان یې شهیدان اوس پکې لمونځ نه کیږي
 شهیدان شوي مسجدونه نوره سوله غواړي
نور مو اغزي هم لا له جنګه ستړي شوي ښکاري
 زموږ باغچه کې ګلابونه نوره سوله غواړي
اوس مازدیګر کې پیغلې نه ورځي منګي نه وروړي
 زموږ وران شوي ګودرونه نوره سوله غواړي
 د خوار بزګر فصل مو سوځي په بمونو باندې
زموږ په بمونو وران کورونه نوره سوله غواړي
ګل نه تنکی ماشوم ښونځي ته وه روان شهید شو
 ور نه یې پاتې کتابونه نوره سوله غواړي
د مور د سترګو خوب مو هم جنګ تښتولی ورنه
 ژاړي مو خویندې او هم ورونه نوره سوله غواړي
هغه پرون یې چې واده کړله نن کونډه شوله
 لا په نیکریزو سره لاسونه نوره سوله غواړي
 ولې یې وژنې راته ووایه ګناه یې څه ده؟
چیغې وهي زموږ پلرونه نوره سوله غواړي
زموږ قلم هم اوس د جنګ نوم په کاغذ نه ليکي
 زموږه شعر، زموږ غزلونه نوره سوله غواړي
 علم یار هم سلګۍ وهي خپل ځوانیمرګ ورور پسې
 جوړ یې له اوښکو سیلابونه نوره سوله غواړي

د ۱۳۹۵ کلیز