Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې هیله

بد حال زموږ په کلي جنګ جـــــــــــدال زموږ په کلي
خالــــــــــقه امان راولې سږکال زمـــــــــــــوږ په کلي
له هر خوا چې را درومي وي دښمن زموږ د ټاټوبي
بل ځای وي خالي لاس ســـم شي سمبال زموږ په کلي
یــــــــــــــو کلی ده د خــــــټو څو وګړي پـــکې اوسي
هـــــــــــریوه ځان ته اخیستی استقلال زموږ په کـــلي
خنــدکونه دي کیښلي هم یې سیم تر مـــــوږ را تاو ده
کیـدای شي چې را جوړ کاندي دیـــوال زموږ په کلي
داسې څــوک به نن پیداشي چې پیغام تر هغه یوسي
عیسی ته ضــرورت شــــــته د دجــــال زموږ په کلي
واحــــــــــــده لاس اوچـت کړه مخ قبله باندې ودریږه
کـــــــه د ســـــولې یو آذان وکړي بلال زموږ په کلي  

شاعر: واحدالله جمعه زاده

د ۱۳۹۶ کلیز

1