Language Switcher

RJ Social Icons

ژیړ مازدیګر

پیغلي ګودر ته ځي ښېرا به وکړي
ژیړ مازدیګرپه وینو مه رنګوئ
دا سرتور سر او دا لمن ومنئ
زموږ شلګرپه وینو مه رنګوﺉ

راکټ د کلي منځ ته مه راولئ
دلته تنکي ماشومان لوبې کوي
د کلي مخې ته تکل په غاړه
څو ګلالي ماشومان لوبې کوي

ددیوال بیخ ته څو کمکۍ جنکۍ
ناستې دي ځان سره سندرې کوي
زما وړوکې دوه کلنه خورکۍ
نوې وړې وړې خبرې کوي

راکټ د کلي منځ ته مه راولئ
دجومات مخته مو مشران ناست دي
پورته جومات خواته دکان له مخې
زموږ د کلي ټول ځوانان ناست دي

نجونې سپرلي ته په نکریزو باندې
بیاسره کوي خپل ګلورین لاسونه
دخدای لپاره په سرو وینو باندې
مه سره کوﺉ حسین حسین لاسونـه

شاعر: رحمت الله مبین /غزنی

د ۱۳۹۶ کلیز

1