Language Switcher

RJ Social Icons

سوله

سوله

سوله ژوند سوله بقا ده

جنګ جګره لویه بلاده  

دریــــــــچه دتمــد ن ده

سوله ښکلې شان هواده  

په وجود کې يي مستي ده  

دطبعیت درنګ ښکلا ده

ګنجینه دښه معیشت ده

دبشــــــر دژوند دوا ده

داپه پــــــوهه حاصلیږي

سولــــــــه علم ته ړڼاده  

عدالت دســــولې راز دی  

بي له عدله نیمه خوا ده  

په جـــــــهان چي چامنلی

نن په شونډویي مسکا ده  

محبت دســـــولې نوم دی  

ژوند دمینې ښه اعطا ده  

سوله لیار دانسانیت ده  

پـــــــرې ورتګ درب رضا ده  

بي لـــــــه سولې ( یتیمیاره )

دادنیــــــــــــــــا واړه تباه ده  

محمد داود یتیم یار

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info