Language Switcher

RJ Social Icons

خدایه دا به څه کېږي؟

کور مې لر او بر ورانېږي خدایه دا به څه کېږي؟

بیا مې پېښور ورانېږي دا به څه کېږي؟

بیا مې د ګلونو ښارته اور چالګولی دی

الوزي بمونو کې لوی زور چا لګولی دی

بیا مې په چمن کې سره ګلان نظر اخیستي دي

بیا پرې د سپرلي موسم کې لور چا لګولی دی

ځکه مې ځیګرورانېږي خدایه دا به څه کېږي؟

بیا مې د بابا د کور درشلې نړولی شي

بیا مې د بابا بچي خپل کور کې جنګولی شي

خدایه! هیڅوک نسته چې جرګه مو کړي یوه خوله مو کړي

ورک شو پېښور مې له کابله بېلولی شي

زړه د خړ خیبر ورانېږي خدایه دا به څه کېږي؟

بیا د محبت قاتلان ژوند د مازیګر سېځي

بیا له غړه رنګ تروړي چینار سیځي نښتر سیځي

بیا مو شور له بیایي په لوګو مو ړندوي سترګې

بیا د څو پېسو ټکو لپاره پېښور سیځي

کلي کې ګودر ورانېږي خدایه دا به څه کېږي؟

بیا قصه خواني ژاړي، خیبر او تا تره وایي

څوک راپورې خاندي خدایه څوک مو مرثیه وایي

لږ چې د نیکه د ننګ ناموس تاریخ وروښیي

ربه! ملالۍ پیدا کړې څوک به دا ټپه وایي؟

هر ځای مې دوتر ورانېږي خدایه دا به څه کېږي؟

بیا مې پېښور ورانېږي خدایه دا به څه کېږي؟

              اسرار اتل

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info