Language Switcher

RJ Social Icons

سوله


د تور ټوپک هالو غړنه ها ککړه شپېلۍ

چې د اور په ها بد مرغه لوګي

له ډېره وخته وه زما او د ورور

د وینو تږې وه او موږ یې خوړو

ما او زما ورور بس دا دومره عمر

د یواو بل ها ډبرینې سینې

د دې شپېلۍ په مټ سورۍ سورۍ کړې

خاورې مو کړل

د پاک قرآن د ایاتونو توري

رانه زخمي زخمي شول

د الفباءنه ترانې جوړې مو

د خپل ماشوم په خوله کې وچې کړلې

خو اوس پښېمانه بو موږ

د تورټوپک هالوغړنه ها ککړه شپېلۍ

اوس موږ را اخستې ده سوري پکې کړو

دالفباء په قرآني تورویې

دمنځ لوګي او وینې څنګه مینځو

د تور ټوپک شپېلۍ به اوس یوه ملي شپېلۍ وي

پښتون، تاجک،ازبک، ترکمن او هزاره،پشیي

اوس به را غونډ شي او په یو ځای به شي

د دې ملي شپیلۍ په سوریو به ټول ګوتې ګېږدي

او په یوه آوز دا سندره وغږوي

وینې په خپل هېواد کې نشو زغمی

نور د جګړې لمن ورټوله غواړو

موږ سره یویو دا شعار دی زموږ

موږ سره مینه کوو سوله غواړو

احسان الله مجهور

د ۱۳۹۶ کلیز

1