Language Switcher

RJ Social Icons

ښکلی مضمون


څومره رنګین دی جهان دې سولې

ډېر مقدس دی ارمان دې سولې

هم مقدس دی هم تقدس دی

له عفت ډک دی بیان دې سولې

جنګ نه بیزار یو جنګ تباهې ده

تل دې مدام وي دوران دې سولې

ښکلی سبق دی ښکلی مکتب دی

ښکلی مضمون دی عنوان دې سولې

واورئ اې خلکو ابرار نه واورئ

ښایسته سندره داستان دې سولې

ابرار مهرګن څارنپال

د ۱۳۹۶ کلیز