Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د علماوو سرتاسری شورا اعلامیه- د غوايي د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې

الحمد لله وکفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی..... قال الله تعالی:

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم: )وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ( ﴿الذاريات: ٥٥﴾

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د روان کال د غوايي د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې خپلې نوبتي غونډې د دغې شورا  په مقر کې دایرې کړې، د هېواد د موجوده حالاتو په ځانګړې توګه د جمهوري ریاست د ورې د میاشتې د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته یې دا لاندې اعلامیه صادره کړه:

کله چې په ۱۳۸۰ کال کې د بن د غونډې په پایله کې د افغانستان موقته اداره رامنځته شوه؛ په افغانستان کې سیاسي، نظامي، اقتصادي او ټولنیز حالالت بیخي خراب او ټول هېواد وران ویجاړ وو، خو د موجوده زعامت او حاکمیت له راتګ نه وروسته په هره برخه کې مثبت تحولات رامنځته شول، چې مونږ د بېلګې په توګه په لنډ ډول ورته اشاره کوو:

۱- د موقتې ادارې د رامنځ ته کېدلو پر مهال د هېواد لارې او سرکونه ټول خراب وو چې اوس په ټول افغانستان کې )۴۰۰۰۰( کیلومتره سرکونه په پاخه او خام ډول ترمیم شوي دي.

۲-  صحي مراکز او کلینکونه په ټولو ولسوالیو او حتی د کلیو په سطح موجود دي.

۳-  دمعارف د زده کوونکو شمېر له څلورو لکو څخه یوولس نیمو ملیونو هلکانو او نجونو ته رسیدلی دی چې په زرګونو مکتبونو کې په زده کړو بوخت دي، ددیني مدارسو شمیر )۵۰۰( ته رسیدلی دی، چې د هغو د ښو زده کړو په خاطر د عصر له غوښتنو سره سم د یو شمېر پوهو مسلکي او باتجربه متخصصینو او استادانو لخوا له لومړي ټولګي څخه ترڅوارلسم ټولګي پورې د ښوونځیو او دیني مدارسو لپاره نوی نصاب جوړ شوی، کتابونه یې چاپ او زده کوونکو ته ورکړل شویدی. همدا راز د مکاتبو په زرګونو ودانۍ هم جوړې شوې دي.

۴- د لوړو زده کړو په برخه کې د پوهنتونونو شمېر له څلورو یا پنځو څخه )۴۰( دولتي او د لوړو زده کړو خصوصي موسسات او پوهنتونونه )۸۶( ته لوړ شوي دي. همدا راز په پوهنتونونو کې د نورو مضامینو ترڅنګ د اسلامي ثقافت د مضمون تدریس د یادونې وړ لاسته راوړنه ده او په بې ساري ډول په زرګونو ځوانان د لوړو زده کړو په خاطر بهرنیو هېوادونو ته استول شویدي.

۵- د رسنیو تعداد ډېر شوی چې تقریبا )۴۰( تلویزیونې چینلونه، په لسګونو راډیوګانې او په سلهاوو چاپی رسنۍ په فعالیت بوختې دي، چې د ځینو خپروونې په زړه پورې او ځینو نورو ته توصیه کیږي، چې خپلې خپروونې د اسلام د مبارک دین له اصولو سره برابرې کړي.

۶- د مخابراتي خدماتو په برخه کې بې ساری پرمختګ شوی، تقریبا شل ملیونه افغانان له موبایل تلیفون څخه کار اخلي او د انترنت اسانتیاوې د سیمې د هېوادونو په کچه بې سارې دي.

۷- د کلیو، پراختیا او د ملی پيوستون د پروګرامونو له لارې د هېواد په کلیو او بانډو کې ډېر کار شوی، خلکو ته د څښلو صحي اوبه، د لارو جوړول، پلونه، پلچکونه او ویالې پخول د کاریزونو بیارغول، لمریزه انرژي د یادولو وړ دي.

۸- د تعمیراتو او ودانیو په برخه کې د پاملرنې وړ کار شوی، دمثال په توګه د کابل ښار بڼه بیخي بدله شوې ده، هغه کابل چې دیارلس کاله د مخه ؤ؛ له اوسني کابل سره قطعًا د مقایسې وړندی، همدا راز په ولایتونو او ولسوالیو کې ډېرې آبادۍ شوې دي.

۹- د پنځو  لویو جرګو دایریدل، خصوصا د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه چې په پایله کې یې افغانستان د یو ښه اساسي قانون خاوند شو او بیا د همدې قانون په رڼا کې د جمهوري ریاست درې ټاکنې، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو دوه ټاکنې هغه ارزښتناک او مهم کارونه دي چې سرته رسیدلې دي، همدا راز د امن د سیمیزی جرګې او خصوصًا د سولې د ملي مشورتي جرګې جوړیدل چې په پایله کې یې د سولې عالي شورا تشکیل او په هېواد کې یې د سولې او ثبات ټینګښت په لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او کوي یې.

۱۰- افغانستان )۱۳( کاله مخکې یو منزوي او له نړۍ څخه تجرید شوی هېواد ؤ بې له دوه دریو ملکونو څخه نه چا په رسمیت پيژانده او نه یې هم له چا سره سیاسي او سفارتي اړیکې درلودلې، خو اوس زمونږ ویاړلی بیرغ چې د سمبول په سر کې یې د الله اکبر او لا اله الا الله  محمد رسول الله سپیڅلې کلمه لیکل شوې ده؛  د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رپیږي او سفارتونه مو په کې پرانیستي دي او هم زمونږ په هېواد کې د نوموړو هېوادونو سفارتونه کارکوي.

۱۱- په امنیتي برخه کې هم کار د صفر څخه شروع او اوس مو د ملي پولیسو او ملي اردو شمېر درې نیم لکو ته رسېدلی، د ملي امنیت اداره مو ښه فعاله شویده چې زمونږ د امنیتي قوتونو ښه پیاوړتیا د وري میاشتې د شپاړسمې نیټې د انتخاباتو د امنیت ټینګولو په برخه کې جوته شوه.

۱۲- د هېواد د اداري تشکیلاتو په برخه کې هم لاس ته راوړنې شته، ځینې ولایتونه نوي تشکیل او د ځینو درجې لوړې شوې او یو شمېر ولسوالۍ هم منځ ته راغلي دي.

۱۳- په اقتصادي برخه کې هم رغنده کارونه شوي د هېواد د وګړو سرنی عاید لوړ شوی او تر ټولو مهمه  د افغانۍ ارزښت د سیمې او خصوصا د ګاونډیو هېوادونو د پیسو په مقابل کې ډېر لوړ شوی، په داسې حال کې له موقتې ادارې څخه مخکې زمونږ د پيسو ارزښت په بې ساري ډول ټیټ او څو ډوله پیسې چې د مختلفو ډلو لخوا چاپیدې، په چلند کې وې.

۱۴- د افغانستان د خلکو له مقدس جهاد څخه وروسته بدبختانه په ملت کې ځینې بې اتفاقۍ او تعصبات د ژبې، قوم، ګوند او سمت په بنیاد رامنځ ته شول چې دغه د ځانځانۍ بلا  زمونږ ملت او هېوادته تر ټولو خطرناک مصیبت ؤ، خو ددې دورې یوه ستره لاسته راوړنه داوه چې افغانستان بیا یو ملت شو او ټولو اقشارو، قومونو، ګوندونو، سمتونو او ژبو بې له کوم توپیر څخه خپل ځان په کې وموند، د هرچا عزت او درناوی وشو، خصوصا دیني علماوو، مخورو، متنفذینو او مشرانو ته په درنښت وکتل شو، د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د امکان تر حده پاملرنه وشوه، د بشري حقونو او ښځو د حقونو د درناوي په برخه کې هم تریوه حده کار وشو.

۱۵- د افغانستان د معاصر تاریخ یوه ستره لاس ته راوړنه او د جلالت مآب په ځانګړې پاملرنه او سپارښتنه د جمهوري ریاست هغه ټولټاکنې دي، چې د روان کال د وري د میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شوې. دغه له ویاړه ډکې ټولټاکنې ځکه د خاص ارزښت او اهمیت وړ دي، چې په لومړي ځل به سیاسي واک د یو منتخب جمهور رئیس څخه بل منتخب جمهور رئیس ته سپارل کیږي، په دې ټاکنو کې زمونږ ځوریدلي، کړیدلي او قهرمان ملت په ډېره مېړانه د امنیتي جدي ګواښونو او اقلیمي ناوړه حالاتو سره، سره په ډېر ګڼ شمېر ګډون وکړ او خپل د خوښې وړ کاندید ته یې رایه ورکړه. همدا رنګه ټولټاکنو ته د وطن د دښمنانو د ګواښونو سره، سره زمونږ امنیتي قوتونو ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت په ډېره مېړانه او سرښندنې  سره یې یوه  ډاډمنه امنيتي فضاء برابره کړه، چې دغه بې ساري امنيتي ترتیبات د ستاینې وړ دي، زمونږ امنيتي ځواکونو دا په ډاګه وښوده چې د بهرنیانو د مرستې پرته هم دا ځواک لري، ترڅو په خپل ګران هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

۱۶- اوس چې نوی زعامت او حاکمیت رامنځته کیږي؛ هغه به په موجوده بنسټونو باندې د ګران هېواد د پرمختګ لپاره په سیاسي، نظامي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې په کلک هوډ او تصمیم سره هاند او هڅه کوي او دخپلو چارو په ترسره کولو کې به دا لاندې موضوعات په نظر کې نیسي:

۱- په هېواد کې د سراسري سولې او امنیت ټینګښت، ملي وحدت، ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا.

۲- زراعت ته وده ورکول.

۳-  صنعت ته خاصه پاملرنه کول.

۴- د کانونو په قانوني او فني توګه راویستل.

۵- د وارداتي انرژۍ پر ځای د بريښنا د بندونو جوړول.

۶- تجارت ته وده ورکول.

۷-  معارف او لوړو زده کړو او روغتیايي چارو ته لازیاته پاملرنه.

۸-  د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو په کار اچولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابرول.

۹-  په عصري وسایلو د امنیتي ځواکونو تجهیزول.

۱۰-  د دولتي او غیر دولتي د غصب شویو جایدادونو استرداد.

۱۱- د اخلاقي فساد پر ضد جدي مبارزه.

۱۲-  د پردیو د تپل شوي فرهنګ چې د اسلام او افغاني سوچه فرهنګ سره په تضاد کې دی مخنیوی.

۱۳-  د مخدرو موادو د کښت، تورید، قاچاق او استعمال پر ضد مبارزه.

۱۴-  خپل هېواد ته په عزت سره د مهاجرینو د راستنیدو لپاره د مناسبو حالاتو او شرایطو برابرول او له راتلونکي حکومت څخه هیله لرو،  کوم مهاجرین چې په خارجي دولتو کې زندګي کوي؛ په ډېر عزت او وقار سره پخپل وطن کې ځای پرځای کړي او دتعذیب او پراګنده اعدامونو څخه دغو مهاجرینو ته نجات ورکړي .

 او نورې داسې چارې د راتلونکي مشروع حاکمیت له واجباتو څخه شمیرل کیږي.

د یاددونې وړ ده چې د ټولټاکنو مشروعې پایلې به  چې د با صلاحیته او قانوني مراجعو یعنې د ټولټاکنو دخپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدلو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلانیږي؛ ټولو ته باید د منلو وړ وي. ځکه دا ښکاره خبره ده چې په ټولټاکنو کې به یواځې یو تن ګټونکی وي نو، نورو  کاندیدانو ته په کار ده چې د ملت رایو ته په درنښت له اختلاف څخه په کلکه ډډه وکړي او دغه ویاړلې پروسه د بحران خواته بونه ځي.

۱۷- په پای کې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د راتلونکي زعامت او مشروع حاکمیت څخه چې د اسلام، هېواد او ملت خدمتګار وي؛ خپل ملاتړ او تائید به په خپل وخت کې اعلانوي او په دې ډاډه یو چې هغه به هیڅکله د هېواد د اساسي قانون د دویمې او دریمې مادې پرخلاف قدم پورته نکړای شي. الله تعالی فرمايي: )وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ(﴿التوبة: ١٠٥﴾

ژباړه: »او ای پيغمبره! دوی ته ووایه چې تاسې عمل کوئ، الله او د هغه پيغمبر او مؤمنان ټول به وګوري
چې ستاسې کړه وړه اوس څه دي«.

والسلام

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا

د ۱۳۹۵ کلیز

1