Language Switcher

RJ Social Icons

دافغانستان د علماوو سرتاسري شورا – د تلې۲ – د لړم۲۹-۱۳۹۲

بِسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده:

دافغانستان د علماوو سرتاسري شورا دخپلو نوبتي غونډو په لړ کې د۱۳۹۲ هـ ش کال د تلې میاشتې له )۲۹( مې نېټې څخه د لړم تر)۲( مې  نېټې پورې  غونډې وکړې، د هېواد د موجوده حالاتو او مختلفو موضوعاتو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته یې دا لاندې مصوبه صادره کړه:

۱- د افغانستان دجمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه بشپړه شوېده، د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری په خپل مسلمان او مجاهد ولس غږ کوي، ترڅو د الهي ارشاد مطابق عمل وکړي، چې فرمایلي یې دي: ) إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا(﴿النساء: ٥٨﴾

د پورتني آیت په تفسیر کې علماوو لیکلي چې دلته دامانت لفظ د جمعې په صیغې سره ذکر شوی او یواځې هغه امانت نه دی، چې یو څوک خپل مال د بل چا سره په ودیعت کېږدي؛ بلکې مراد ورڅخه دولتي مناصب هم دي.

همدارنګه امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې یو حدیث رانقل کړی دی، چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: " إِذَا وُسِّدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ ؛ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ" [کتاب العلم- صحیح البخاری]

ژباړه: هر کله چې د کارونو مسئولیت داسې کسانو ته وسپارل شي، چې هغوی د هغه کار لپاره مناسب او اهل نه وي؛ نو د قیامت منتظر واوسئ. یعنې لکه څنګه چې د قیامت په راتلو سره د کائناتو نظام دړې وړې کیږي؛ همداسې به ستاسې ټولنیز او سیاسي نظام هم خراب او برباد شي.

د پورتنیو ارشاداتو په نظر کې نیولو سره داسې چا ته رایه ورکړئ؛ چې مسلمان، متقي، پر هېواد مین، د ملت خواخوږی، پرخپلو ژمنو وفاکوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، ددیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره چي او داهلیت او لیاقت خاوند وي او هغه چا ته له رایه ورکولو څخه ډډه وکړئ، چې ظالم، غاصب، قاتل، خاین او د غیر اسلامي سابقې لرونکی وي. د ولایتي شوراګانو د استازو په ټاکلو کې هم باید همدغه مواصفات په پام کې ونیول شي.

۲- په کابل کې د یو زیات شمېر اسلامي هېوادونو د جیدو او مشهورو علماوو نړېوال کنفرانس د پریکړه لیک په تائیدولو سره چې په هغه کې راغلي:

د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس اوس مهال له ډېر خطرناک او مهم پړاو څخه تیریږي او په پرله پسې توګه له ستونزو سره مخامخ دی چې د خلکو ورځنی ژوند یې تریخ کړی دی، په داسې حال کې چې دافغانستان ولس د جهاد په دوران کې ډېرې سترې قربانۍ ورکړې دي، ترهګرو او ورانکارو ډلو د بې ګناه مسلمانانو، ښځو، سپین ږیرو او ماشومانو په وژلو لاس پورې کړی دی، چې تراوسه یې زرګونه کسان وژلي او دا لړۍ لا روانه ده.

دغه راز روانو جګړو او تاوتریخوالي په افغانستان کې زیربناوې او عامه بنسټونه او شخصي او عامه ملکیتونه ړنګ کړي او بې له دې چې دیني او بشري ارزښتونو ته په کې پاملرنه وشي؛ په زمکه کې فساد او ظلم ته یې لاره هواره کړې ده، له بده مرغه چې دغه جرمونه او تاوتریخوالی د اسلام د دین ترنامه لاندې ترسره کیږي، په داسې حال کې چې د اسلام له نظره دغه ډول کړنې ناروا، او د مسلمانانو د وینو تویولو د مخنیوي او عزت ساتلو لپاره یې حرامې ګڼلي دي.

مونږ د ټولې اسلامي نړۍ پر دیني علماوواو پوهانو غږ کوو چې د اسلام حقیقي بڼه نړېوالو ته وروپيژني او په ټولو برخو کې د یو اسلامي متحد صف رامنځته کولو لپاره کار وکړي، خلکو ته د اسلامي ارزښتونو، احکامو او اصولو په پوهاوي کې خپل رول اداکړي، چې بې له شکه سوله، ورورګلوي او اسلامي نږدیوالی او اړیکې له هغه جملې څخه دي، ترڅو خلک پوه شي او د بې ګناه مسلمانانو له وژلو او وینو تویولو او ویرې اچونې څخه مخنیوی وشي او هغه مراجع چې په بې خبرۍ او یا د سیاسي ملحوظاتو پخاطر د تاوتریخوالي بیانونه خپروي او یا په ناروا توګه د مسلمانانو د قتل حکمونه صادروي او بغیر له دې چې له قرآن او سنت څخه دلیل ولري؛ د ورونو ترمنځ د اختلاف لامل ګرځي، ددغه کار له دنیوي او اخروي عواقبو څخه خبر کړي.

افغانستان یو خپلواک، اسلامي هیواد او د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، دیني شعایر په کې جاري دي، نظام یې جمهوري دی او درې ګونې قواوې په کې فعالې او په محاکمو کې یې فیصلې د اسلامي شریعت سره سمې ترسره کیږي، قانوني او مشروع حکومت لري، نو شرعاً دداسې یو نظام پروړاندې جنګېدل او قیام کول جواز نلري.

مونږ له طالبانو او د افغانستان حکومت څخه غواړو چې د رغنده او مستقیمو خبرو له لارې د خپل کور ستونزه د پردیو له مداخلې پرته هواره کړي، ترڅو له کړاوونو څخه د وتلو او افغان ولس ته د سوله ییز ژوند لاره هواره شي، مونږ داسلامي نړۍ علماء د ښکېلو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب، روغې جوړې او هر راز مرستې لپاره خپل تیاری په پوره ډول اعلانوو.

د اسلامي همکاریو د سازمان له مشرتابه څخه  غواړو چې د سولې بهیر د چټکتیا لپاره یو پراخ نړېوال کنفرانس جوړ کړي، چې په هغه کې د ټولو اسلامي هېوادونو علما او پوهان برخه واخلي او رغنده ګامونه پورته کړي او د اسلامي امت د مشکلاتو د حل لپاره د علماوو یوه کاري ډله رامنځته کړي، ترڅو وکولی شو چې د اسلامي امت ترمنځ یو واحد دریځ رامنځته کړو.

د افغانانو ترمنځ د روان جنګ او وژلو لاملونه مادي او سیاسي بڼې لري او پر کوم دیني اساس او اصل نه دي ولاړې. بناء د علماوو کار دی چې روانو شخړو ته سوله ییز حل پیدا کړي او د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو سره کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

د علماوو شوری د مخالفینو او د جنګ د ټولو طرفونو هغه اعمال چې د بې ګناه مسلمانانو د وژلو او ټپي کېدلو باعث ګرځي،په کلکه محکوموي، همدارنګه د لوی اختر په مبارکه ورځ د لوګر ولایت د مرکز د لوی جومات په لمونځ کوونکو هغه نامردانه حمله چې د لوګر د والي ارسلا جمال د شهادت او یو شمېر نورو مسلمانانو د ټپي کېدلو لامل وګرځيده او ددې جنایت د ترسره کولو لپاره د یوه بل دردوونکي او بوږنوونکي جنایت مرتکب شول، چې د قرآنکریم سپکاوی او بې حرمتي یې وکړه او دالله جل شانه د عظیم او مبارک کتاب څخه یې د خپلو شومو اهدافو د ترسره کولو لپاره سوء استفاده وکړه، دا عمل چې د هرچاله خوا ترسره شوی وي، غیر اسلامي او غیر انساني عمل ګڼي او له مسئولو مراجعو څخه د پېښې دهر اړخېزې پلټنې غوښتنه کوي، ترڅو یې عاملینو ته سخته جزا ورکړل شي. دا یو  واضح حقیقت دی چې په جوماتونو، هدیرو، جنازو، جرګو او نورو د عامو خلکو د ټولېدلو په مراکزو باندې حمله د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل دی او موخه یې د اسلام بدنامول دي.

۳- شوری یو ځل بیا په وسله والو مخالفینو غږ کوي، ترڅو له داسې کړنو څخه ډډه وکړي او زمونږ په مسلمان او کړیدلي هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګېدلو په خاطر د افغانستان د اسلامي دولت او د سولې عالي شوری سره خبرواترو ته کښيني.

۴- لویه جرګه چې راتلونکې میاشت په کابل کې جوړیږي، په دې خاطر د تائید وړ ده چې شوری په اسلام کې یو اصل دی، لکه چې الله تعالی فرمايي: )وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ( ﴿الشورى: ٣٨﴾  یعنې د مسلمانانو خپلمنځي چارې د مشورې په اساس سرته رسیږي او په بل ځای کې فرمايي: )وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ(﴿آل‌عمران: ١٥٩﴾ ای پیغمبره! له خپلو ملګرو سره په چارو کې مشوره کوه،  بیا چې کله دې تصمیم ونیو، نو په الله توکل وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې په دې مفهوم فرمايلي دي، چې زما امت په ګمراهۍ باندې نه راټولیږي.

ددغو دلایلو په اساس ویلی شو چې د جرګو جوړول بې ګټې نه دي، خدای جل جلاله دې وکړي په نتیجه کې هغه څه ورڅخه راووځي چې د اسلام او زمونږ د مسلمان ملت په خیر او ښیګڼه تمام شي.

 

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info