Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شوری مصوبه – ۲۸-۳۱ زمری ۱۳۹۲

بِسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلوة والسلام علي من لانبي بعده:

دافغانستان د علماوو سرتاسري شورا د۱۳۹۲ هـ ش کال د زمری میاشتې له ۲۸ مې څخه ۳۱ مې  نېټې پورې  د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې د هېواد او اسلامي نړۍ د موجوده حالاتو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته دا لاندې موضوعات د رایو په اتفاق تصویب کړل:

۱- څرنګه چې د پاکستان په اسلامي او ګاونډي هېواد کې نوی حکومت رامنځته شوی او د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو او مناسباتو دښه کولو لیوالتیا یې ښودلې ده.

دپاکستان هېواد ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ښاغلي جمهور رئیس سفر یو ښه او ګټور ګام ګڼو اولکه څنګه چې پخپله جمهور رئیس د سفر نه ترمخه دا شرط ایښی دی چې دا سفر به د ټاکلې اجندا او ګټورو پایلو لرونکی وي، چې دهمدې مطلب لپاره د پاکستان د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز افغانستان ته سفر هم وکړ، نو مونږ ددې هیله لرو چې د افغانستان د جلالت مآب جمهور رئیس او پاکستاني مقاماتو ترمنځ په لیدنو کتنو کې به په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستاني مقاماتو په سیاسي اراده کې ژور مثبت بدلون رامنځ ته شي او پاکستان ته د افغانستان دجمهور رئیس د تېرو نولسو سفرونو او په تېرو وختونو کې دسیمې د امن د جرګې او په بېلابېلو  هېوادونو کې د درې اړخیزو ناستو برعکس به ښې پایلې ولري.

۲- له څو اونیو را په دېخوا د مصر په لرغوني اسلامي هېواد کې د کودتايي نظامي رژیم لخوا د هغه هېواد د قانوني حکومت پرضد چې د دموکراسۍ د اصولو په غوښتنه دملت په رایه د مسلمانانو د قوي ګوند (اخوان المسلمین) حکومت رامنځ ته شوی ؤ، د ناروا او کرغېړنې کودتا په کولو سره وحشیانه ظلمونه سرته رسیږي، چې تراوسه یې په زرګونو کسان وژلي او په زرګونو نور یې ټپیان کړي، حتی د الفتح په مسجد کې لمونځ کوونکي،  اود کانتینر په دننه کې بندیان یې هم ووژل چې لا اوس هم دا لړۍ دوام لري.

 د افغانستان د علماوو شوری غوښتنه داده چې اسلامي نړۍ دې د مصر پر اوسني مؤقت نظامي حکومت باندې فشار راوړي چې روانې غمېزې ته د پای ټکی کېږدي.

۳- له بده مرغه په ټوله اسلامي نړۍ او مسلمانو هېوادونو کې ولسونه له راز، راز ستونزو، جګړو او خپلمنځي شخړو سره لاس او ګریوان دي، بناء د علماوو شوری په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان، مصر ، سوریه او داسې نورو  هېوادونوکې دښکیلو مسلمانو اړخونو نه په کلکه غوښتنه کوي، چې دجګړې پرځای د خبرو اترو او تفاهم   اصل ته مراجعه وکړي او داسلام ددښمنانو د توطیو په جال کې رانشي.

۴- په ننګرهار، فراه او ځینې نورو سیمو کې د روژې په مبارکه میاشت او د کوچني اختر په مبارکو ورځو او شپو کې یو شمېر چاودنې او ځانمرګي بریدونه، چې د لسګونو بیګناه او مظلومو هېوادوالو، ښځو او ماشومانو ژوند یې واخیست، په کلکه غندو  او د دولت وسلوالو مخالفینو  ته توصیه کوو، چې نور د انتحار او مسلمان وژنې د ناروا او حرامو عملونو لړۍ بنده کړي او پرځای یې دسولې لاره غوره کړي.

۵- د سولې د خبرو په لوري د یوې کړکۍ د پرانستل کېدو او هيلو راولاړېدو په وخت کې له بده مرغه یو ځل بیا د پاکستان له لوري د افغانستان د کونړ ولایت د دانګام او ناړۍ په سیمو باندې له سلو نه زیات توغندي وورول شول او ددغه تجاوز پیل له دوو کالو پخوا نه شوی دی، مونږ دغه عمل په کلکه غندو او یو ځل بیا په پاکستاني مقاماتو غږ کوو، چې زمونږ په خاوره باندې د تجاوز لړۍ بنده کړي، ترڅو په عمل کې دا ثابته کړي، چې له افغانستان سره د ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب او په دواړو هېوادونو کې د سولې او امن د ټینګښت صادقانه اراده لري.

والسلام

د افغانستان دعلماوو سرتاسري شوری

د ۱۳۹۶ کلیز