Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری – ۲۹ لړم ۱۳۹۱

بِسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلوة والسلام علي من لانبي بعده:

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې د ۱۳۹۱ هـ ش کال د لړم د میاشتې له ۲۹ مې نیټې څخه د لیندۍ تردویمې نېټې پورې پرلپسې غونډې وکړې او د رایو په اتفاق یې لاندې مصوبه صادره کړه:

۱- د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری د خپل تأسیس له نېټې څخه په وار، وار پخپلو مصوبو او اعلامیو کې د انتحاري حملاتو او بې ګناه انسانانو د وژلو د حراموالي په هکله مصوبې صادرې کړي دي او خپل غږ یې خپل مسلمان ولس او نړېوالو ته رسولی دی، لکه چې د۱۴۳۳ هـ ق کال د ذوالحجې دمیاشتې په )۹( مه نېټه د عرفې په مبارکه ورځ د نمرې په مسجد کې د ملیونونو حج کوونکو په وړاندې د سعودي عربستان لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل شیخ دعرفې په خطبه کې انتحاري حملات حرام وګڼل.

دا دی یو ځل بیا د دغو حملاتو د حرمت په هکله د قرآني تصریحاتو او متفق علیها او مستندو نبوي احادیثو د احکامو په رڼا کې په لاندې ډول مصوبه صادروي.

څنګه چې انساني نفس د انسان خپل ملکیت نه دی او نشي کولی هرډول ناروا تصرف په کې وکړي، بلکې دا یو ستر الهي امانت دی، دخپل نفس وژل د بل نفس د وژلو د ګناه څخه زیات او حرام عمل دی، ځکه انتحار کوونکی هم خپل ځان وژني او هم د خپل ځان د وژلو په واسطه نور انسانان له منځه وړي، چې ددغه ناروا عمل په حرمت دا لاندې مبارک آیت په صراحت سره دلالت کوي.

{وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} {وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا} ﴿النساء: ۲۹-٣٠﴾

ژباړه: او خپل ځانونه مه وژنئ، بېشکه الله پر تاسې مهربان دی. او څوک چې په ظلم او تیري کولو سره دا کار)ځان وژنه( ترسره کړي، نو مونږ به ډېر ژر هغه د دوزخ په اور کې وغورځوو او دا الله ته ډېره اسانه ده.

امام فخرالدین رازی د {وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ} په تفسیر کې لیکلي دي، چې دا هم د ځان له وژلو نه منع ده او هم په ناحقه د بل له وژلو نه.  )تفسیر کبیر(سربېره په دې امام بغوي په معالم ا لتنزیل، حافظ ابن کثیر په تفسیر القرآن العظیم او ثعالبي په الجواهر االحسان فی تفسیرالقرآن کې د سوره النساء د پورتني آیت په تفسیر کې د ځان وژنې د حراموالي په باب ډېر نبوي حدیثونه هم ذکر کړي دي، چې له دې نه په ډاګه څرګندیږي، چې د تفسیر د امامانو په نزد هم دغه مبارک آیت د ځان وژنې پر ممانعت او حرمت څرګند دلیل دی.

په نبوي مبارکو احادیثو کې هم ځان وژنه ناروا او حرام عمل ښودل شوی دی.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: {فإن لجسدک عليک حقاً و إنّ لعينک عليک حقّا} (بخاری، کتاب الصوم)

ژباړه: ستا بدن پر تاحق لري او ستا سترګې هم پرتا حق لري.

دغه نبوي حکم په صراحت سره د خپل بدن او ټولوغړیو د ساتنې او د هغو د حقوقو اداکولو ښودنه کوي.

نو دا څنګه کیدای شي، چې هغه ته دې په ځان وژلو او بمي بریدونو سره د خپل ځان ترڅنګ د نورو وګړو د قیمتي ژوند د لمنځه وړلو اجازه ورکړي.

نبی اکرم صلی الله علیه وسلم د ځان وژنې د حرام عمل مرتکب په دوزخ کې د دردناک عذاب مستحق ګڼلی دی؛ فرمايي:

{عَن اَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: مَنْ تَرَدَّى مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ في نَارِ جَهَنَّمَ يَتَرَدَّى فِيهِ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيها أَبَدًا، وَمَنْ تَحَسَّى سُمًّا فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَسُمُّهُ في يَدِهِ يَتَحَسَّاهُ في نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فيها أَبَدًا، وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَديدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ في يَدِهِ يَجَأُ بِها في بَطْنِهِ في نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيها أَبَدًا}  (بخاری کتاب الطب)

ژباړه: د حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چا چې ځان له غره نه په راغورځولو سره وواژه نو هغه به دوزخ ته ځی، د تل لپاره به هلته په بره خیږي او بیرته به راغورځیږي او دا کار به د تل لپاره پرله پسې سرته رسوي.

او څوک چې دزهرو په خوړلو سره خپل ځان ووژني، نو هغه به په دوزخ کې هم د زهرو په خوړلو سره په پرله پسې ډول ځان وژني او د تل لپاره به هلته استوګن وي او چاچې خپل ځان د اوسپنې په وسلې سره وواژه، نو همغه وسله به یې په لاس کې وي او د دوزخ په اور کې به یې په پرله پسې ډول په خپله خېټه منډي او ځان به وژني او د تل لپاره به هلته استوګن وي. (بخاری کتاب الطب)

{عن ثابت بن ضحاک رضی الله عنه عن النبی صلی الله عليه وسلم قال: وَ مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَئٍ  عُذّبَ بِهِ فِیْ نَارِ جَهَنّمَ} (مسند احمد بن حنبل)

ژباړه: له حضرت ثابت ابن ضحاک رضی الله عنه څخه روایت دی، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چا چې په کوم شي سره ځان وواژه، نو ددوزخ په اور کې به په همغه شي سره عذاب ورکول کیږي. (مسند احمد بن حنبل)

 

د ځان وژنې عمل ته د هڅوونکو غندنه:

په پورتنیو مبارکو حدیثونو کې د ځان وژنې حراموالی په عمومي ډول ښودل شوی دی، دلته په خصوصي ډول د ځینو داسې حدیثونو یادونه اړینه ده، چې د ځان وژنې په باب د هڅوونکو له دغه غیر شرعي اطاعت نه منع راغلې ده.

{عن علی رضی الله عنه أن النبی صلی الله عليه وسلم بعث جيشاً و أمّر عليهم رجلاً، فأوقد نارًا، و قال: اُدخلوها. فأرادوا أن يدخلوها، و قال آخرون: إنما فررنا منها فذکروا لنبی صلی الله عليه وسلم، فقال للذين آرادوا أن يّدخلوها: لودخلوها لم يزالوا فيها إلی يوم القيامة وقال للآخرين: لاطاعة فی معصية، إنما الطاعة فی المعروف}  (بخاری، کتاب الأحکام)

ژباړه: له حضرت علی رضی الله عنه څخه روایت دی، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم یو عسکري ټولی ولیږه او یو سړی یې ورباندې امیر وټاکه نو هغه اور بل کړ او خپل لاس لاندې کسانو ته یې وویل، چې په هغه کې ننوز، ځینو خلکو په هغه کې د ننوتلو اراده وکړه خو ځینو نورو وویل: مونږ خو )په اسلام منلو سره( له همدې اور نه تښتېدلي یو. کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ددې پیښې یادوونه وکړای شوه، نو کومو خلکو چې په اور کې د ننوتلو اراده کړې وه، دهغو په باب یې وفرمایل، چې که هغوی په هغه اور کې ننوتي وای، نو ترقیامته به هیڅکله ورڅخه راوتلي نه وای، بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغې بلې ډلې ته وویل: د ګناه په چارو کې د هیچا امر د منلو نه دی، اطاعت او  منښته یواځې په ښو کارونو کې ده. (بخاری، کتاب الأحکام)

د حضرت جندب ابن عبدالله رضی الله عنه څخه په یو متفق علیه حدیث کې روایت دی، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: {کان فيمن کان قبلکم رجل به جرح، فجزع فأخذ سِکّيناً فحزّ بها يده فما رقّأالدم حتی مات. قال الله تعالی: بادَرنی عبدی بنفسه حرّمتُ عليه الجنة} (بخاری، کتاب الأنبياء)

ژباړه: له تاسې نه مخکې خلکو له جملې څخه یو سړی ټپي شو، هغه له درده ناکراره شو، چاړه یې راواخیسته او خپل ټپي لاس یې غوڅ کړ، چې په نتیجه کې د ډېرې وینې په ضایع کولو سره مړ شو، الله تعالی وفرمایل: زما بنده ځما له حکم نه مخکې په ورخطایې سره پخپله پرېکړه وکړه، له همدې امله ما پر هغه باندې جنت حرام کړ. (بخاری، کتاب الأنبياء)

حضرت حسن بصري رحمه الله له حضرت جندب رضی الله عنه نه روایت کړی دی، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: {إنّ رجلا ممن کان قبلکم، خرجت به قرحةٌ، فلمّا آذتهُ انتزَعَ سهماً من کنانته، فنکأها، فلم يرقا الدّم حتی مات. قال ربکم: قد حرّمتُ عليه الجنةَ} (مسلم، کتاب الإیمان، باب غلظ تحریم قتل الإنسان نفسه)

ژباړه: له پخوانیو امتونو نه د یو چا پر بدن یوه دانه راوختله، کله چې یې زیات تکلیف محسوس کړ نو هغه له خپلې کڅوړې نه یو غشی راوویست، هغه دانه یې څیري کړه، چې په نتیجه کې له هغې نه د وینې بهېدلو له امله مړشو. نو ستاسې پروردګار وفرمایل: ما پر هغه جنت حرام کړی دی.  (مسلم، کتاب الإیمان، باب غلظ تحریم قتل الإنسان نفسه)

په جهاد کې هم ځان وژونکی د دوزخ مستحق دی

یو متفق علیه مبارک حدیث دی، حضرت سهل بن سعد رضی الله عنه روایت کړی دی: {إلْتقی  النبی صلی الله عليه وسلم والمشرکون فی بعض مغازيهِ، فاقتتلوا، فمال کلّ قوم إلی عسکرِهم و فی المسلمين رجلٌ لا يدع من المشرکين شاذة ولا فاذة إلا اتبعها، فضربها بسيفه، فقيل: يارسول الله، ما أجزأَ أحدَّ، ما أجزأ فلان. فقال صلی الله عليه وسلم: إنه من أهل النار. فقالوا: أيُّنا من أهل الجنةِ إن کان هذا من أهل النار. فقال رجل من القوم: لأتَّبعنَّه، فإذا أسرع، وأبطأ، کنت معه حتی جُرحَ، فاستعجل الموت، فوضع نصاب  سيفه بالأرض و ذبابه بين ثد يَيهِ، ثم تحامل عليه، فقتل نفسه، فجاء الرجل إلی النبی صلی الله عليه وسلم فقال: أشهد أنّک رسول الله صلی الله عليه وسلم، فقال: و ماذاک فأخبرهُ. فقال: إن الرّجل ليعمل بعمل أهل الجنةِ فيما يبدو للناس، و إنه لمن أهل النار و يعمل بعمل أهل النار فيما يبدو للناس و هو من أهل الجنة}. (بخاری، کتاب المغازی(

ژباړه: په یوه غزا )دخیبر غزا( کې چې کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم او مشرکان له یو بل سره مخامخ شول، نو ددواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه وشوه، بیا )ماښام مهال( هره ډله د خپل لښکر لورې ته ستنه شوه نو په مسلمانانو کې یو داسې څوک هم ؤ، چې که یواځې یا له ډلې سره مشرک به په لاس ورته، نو هغه به یې تعقیباوه او د خپلې تورې په وسیله به یې له منځه وړلو، خلکو عرض وکړ یارسول الله صلی الله علیه وسلم! نن چې فلاني څومره فعالیت وکړ؛ بل چا نه دی کړی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه خو دوزخي دی، صحابه وو عرض وکړ، چې که هغه دوزخي وي، نو په مونږ کې به جنتي څوک وي؟ له مسلمانانو نه یو سړي وویل: زه به د حالاتو څارلو په غرض له هغه سره ملګری واوسم، که چټک ځي او که ورو، تردې پورې چې هغه سړی ټپي شو، بیا یې په وژل کېدو کې تلوار وکړ، یعنې د خپلې تورې موټی یې پر ځمکه کېښود او د هغې څوکه یې خپلې سینې ته برابره کړه، ځان یې پرې وغورځاوه او په دې توګه یې ځان وواژه.

څارګر د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په حضور کې عرض وکړ، زه شاهدي وایم، چې ته په رښتیا سره د الله رسول یې، نبی کریم صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه، څه پیښ شوي دي؟ هغه ټوله کیسه ورته واوروله، بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقیناً یو سړی د جنتیانو غوندې پرله پسې عملونه سرته رسوي، په داسې شان چې خلک یې ویني، خو په حقیقت کې هغه دوزخي وي او ډېر کرته داسې کیږي، چې دخلکو په نظر کې یوسړی پرله پسې د دوزخیانو غوندې عملونه سرته رسوي، خو په حقیقت کې هغه جنتي وي. )بخاری، کتاب المغازی(

{عن ابی هريرة رضی الله تعالی عنه قال: شهدنا مع رسول الله صلی الله عليه وسلم حنيناً، فقال لرجل ممن يدعی بالإسلام: هذا من أهل النار. فلمّا حضرنا القتال، قاتل الرجل قتالا شديدًا، فأصابته جراحة. فقيل: يا رسول الله! ألرجل الذی قلت له آنفاً إنه من أهل النار، فإنه قاتل اليوم قتالاً شديدًا، و قد مات. فقال النبی صل الله عليه إلی النار. فکاد بعض المسلمين أن يرتاب فبَينماهم علی ذلک إذ قيل إنه لم يمت ولکن به جراح شديدٌ فلما کان من الليل لم يصبر علی الجراح، فقتل نفسه، فأخبر النبی صلی الله عليه وسلم بذلک، فقال: الله اکبر، أشهد أنی عبدالله ورسوله، ثم أمر بلالاً، فنادی فی الناس أنه لايدخل الجنة إلا نفس مسلمة و أن الله يؤيد هذا الدين بالرجل الفاجر}. (مسلم، باب غلظ تحريم قتل الإنسان نفسه)

ژباړه: حضرت ابوهریره رضی  الله عنه وایي: مونږ د حنین په غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګري وو، په مونږ کې یوڅوک داسې ؤ، چې په مسلمانانو کې شمیرل کیده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په هکله وفرمایل: دا دوزخي دی، کله چې جګړه پیل شوه، نو هغه سړی په ډېره مېړانه وجنګېده او ټپي شو، یو چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ، یارسول الله! د چا په هکله چې تا فرمایلي وو؛ چې هغه دوزخي دی؛ هغه نن ډېر په مېړانه وجنګېده او په نتیجه کې اوس مړشوی دی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه دوزخ ته لاړ، ځینې صحابه نږدې وو، چې په شک او شبهه کې پرېوزي، په دې ترڅ کې یو سړی راغی، عرض یې وکړ، یارسول الله! هغه سړی لا مړ نه ؤ، خو ډېر زیات ټپي ؤ، دشپې په روستۍ برخه کې یې د ټپونو تکلیف و نه زغملی شو، نو ځان یې وواژه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبر په اورېدلو سره وفرمایل: الله اکبر، زه شاهدي وایم، چې زه د الله بنده او د هغه رسول یم، بیا یې حضرت بلال رضی الله عنه راوغوښت او ورته یې وویل، چې په خلکو کې دا اعلان وکړ، چې جنت ته به یوازې مسلمانان ورځي او الله تعالی دا دین د فاسقانو په وسیله هم تقویه کوي. )مسلم، باب غلظ تحريم قتل الإنسان نفسه(

پيغمبرصلی الله عليه وسلم د ځان وژونکي د جنازې لمونځ نه دی ادا کړی

{عن جابر ابن سمرة رضی الله عنه قال: أُتی النبیُّ صلی الله عليه وسلم برجل قتل نفسه بمشاقص، فلم يصل عليه}. )مسلم، کتاب الجنائز باب ترک الصلوة علی القاتل نفسه(

ژباړه: له حضرت جابر ابن سمره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په وړاندې د یو داسې چا جنازه راوړی شوه؛ چې خپل ځان یې د نېزې په وسیله وژلی ؤ، نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هغه د جنازې لمونځ ادا نه کړ. )مسلم، کتاب الجنائز باب ترک الصلوة علی القاتل نفسه(.

 د اوو د ځان وژنې د حراموالي په هکله د قرآنی آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې دلایل. البته اسلامي فقهاوو هم په اتفاق سره د ځان وژنې عمل ته حرام ویلي دي، چې دلته د هغو د اقوالو ذکر کولو اړتیا نشته.  

۲- د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د سولې دعالي شوری د لوړپوړي پلاوي سفر مثبت ارزوي او د پاکستاني مقاماتو او د سولې دعالي شوری ګډه اعلامیه یوه ښه لاسته راوړنه بولي، خصوصاً د نوموړې اعلامیې )۷( مه ماده چې په هغې کې د افغانستان او پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو د کنفرانس جوړېدو په هکله یادوونه شوې ده، یو ښه او مناسب قدم بولي او د اړوندو مقاماتو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د نوموړي کنفرانس د جوړېدو په هکله عملي اقدام وکړي، ترڅو ددې مظلوم ملت روانو ستونزو ته د اسلامي شریعت د احکامو په رڼآ کې دپای ټکی کېښودل شي.

۳- شوری د صهیونیستی اشغالګر رژیم لخوا په بې ګناه او مظلومو فلسطیني مسلمانانو باندې وحشیانه حملې په کلکه غندي او له اسلامي امت څخه غوښتنه کوي، ترڅو خپل فلسطینی مسلمان ورونه په دې غمیزه کې یواځې پرېنږدي او د متجاوزو یهودانو په مقابل کې جدي عکس العمل وښيي.

والسلام

د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری

د ۱۳۹۶ کلیز

1