Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مصوبه۱۶-۱۹سلواغې ۱۳۹۱

بسم الله الرحمن الر حیم

دافغانستان د علماوو سرتاسري شورا د۱۳۹۱ هـ ش کال دسلواغې میاشتتې له ۱۶ نېټې نه تر ۱۹مې نېټې پورې خپلې نوبتي غونډې دایرې کړې، د مختلفو موضوعاتو او د هېواد د موجوده حالاتو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته یې دا لاندې موضوعات د قرآن او سنت په رڼا کې د رایو په اتفاق تصویب کړل:

الله جل جلاله فرمایي:

{إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ} ﴿الحجرات: ١٠﴾

ژباړه: یقیناً مؤمنان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو تر منځ سوله وکړئ او له الله نه وویریږئ ترڅو پرتاسې رحم وکړای شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو مبارکو لارښوونو کې تر بل هرڅه زیات خپلو پیروانو ته پخپلو کې د ورورولۍ، دوستۍ، خواخوږۍ او یو له بل سره د مرستې توصیه او سپارښتنه کړې ده، چې دلته د بېلګې په توګه څو مبارک احادیث را نقلوو:

۱- په بخاري او مسلم کې د حضرت جریر بن عبدالله رضی الله عنه په روایت حدیث را نقل شوی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: {لَايَرْحَمُ اللهُ مَنْ لا یَرْحَمُ النَّاسْ}

ژباړه: الله پر هغه چا رحم نه کوي، چې هغه پر انسانانو رحم نه کوي.

۲- ابوداؤد او ترمذی د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص په روایت حدیث راوړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{اَلرَّاحِمُوْنَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمنُ إِرْحَمُوْا مَنْ فِی الْاَرْضِ يَرْحَمُکُمْ مَّنْ فِی السَّمَاءِ}

ژباړه: په رحم کوونکو باندې رحمان ذات رحم کوي، د ځمکې پر اوسېدونکو رحم وکړئ، ترڅو د اسمانونو څښتن پر تاسې رحم وکړي.

۳- په مسند احمد او ترمذی کې د حضرت ابوهریره رضی الله عنه په روایت حدیث را نقل شوی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{لَاتُنْزَعُ الرَّحْمَةُ إِلَّا مِنْ شَقِیٍّ}

ژباړه: یوازې د بدبخته انسان زړه له رحم نه خالی وي.

۴- د حضرت عیاض بن حماد روایت امام مسلم را نقل کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي درې ډوله انسانان جنتیان دي، یو له هغو نه: {رَجُلٌ رَحِيْمٌ رَقِيْقُ الْقَلْبِ لِکُلِّ ذِی قُرْبی وَالْمُسْلِم} یعني هغه څوک چې د هر خپلوان او مسلمان لپاره زړه سواندی او د نرم زړه خاوند وي.

۵- د حضرت نعمان بن بشیر رضی الله عنه وینا ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{تَرَی الْمُؤْمِنِيْنَ فِیْ تَرَاحُمِهِمْ و َتَوادِّهِمْ وَ تَعَاطُفِهِمْ کَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَکی مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَی لُهُ سَایِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمی}

ژباړه: ته به مؤمنان یو تر بله د زړه سوي، مینې او خواخوږۍ په چارو کې د یو بدن په څېر ووینې، چې که یو اندام په درد اخته شي، نو ټول بدن د هغه د درد له امله په تبه او کړاو اخته کیږي.

۶- بخاری او مسلم د حضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه په روایت حدیث را نقل کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{اَلْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ کَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا}

ژباړه: یو مؤمن د بل مؤمن لپاره د هغه دیوال غوندې دی، چې ځینې برخې یې ځينې نورې ټینګوي.

۷- بخاري او مسلم د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما په روایت حدیث را نقل کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{اَلْمُسْلِمُ اَخُوْالْمُسْلِمِ لَا يَظْلمُهُ وَ لَا يُسْلِمُهُ وَ مَنْ کَانَ فِیْ حَاجَةِ اَخِيْهِ کَانَ اللهُ فِیْ حَاجَتِهِ وَ مَنْ فَرَجَ عَنْ مُسْلمٍ کُرْبَةً فَرَجَ اللهُ عَنْهُ کُرْبَةً مِنْ کُرَبَاتِ یَوْمِ الْقِيَامَةِ وَ مَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامةِ}

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوي، نه دهغه له  مرستې نه لاس اخلي، څوک چې د خپل ورور د کومې اړتیا پوره کولو هڅه کوي، الله تعالی به د ده اړتیا پوره او ایسته کړي او څوک چې له کوم مسلمان څخه غم ایسته کړي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له غمونو څخه کوم غم سپک کړي او څوک چې د یو مسلمان په عیبونو لمن واچوي، پرده یې وکړي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه عیبونه پټ کړي.

۸- په همدې اساس د مسلمانانو ترمنځ دښمني، جګړې او د مسلمان وژل او مسلمانانو ته ضرر رسول د اسلام له نظره ناروا او کبيره ګناه ده، چې سزا يې د دوزخ اور دی.

الله تعالی فرمایي:

 {وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا} ﴿النساء: ٩٣﴾

ژباړه: څوک چې یو مؤمن په قصد سره ووژني نو دهغه سزا دوزخ دی چې په هغه کې به تل اوسیږي، الله پر هغه غضب او پر هغه لعنت کړی دی او د هغه لپاره یې لوی عذاب تیار کړی دی.

۹- {مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا} ﴿المائدة: ٣٢﴾

ژباړه: چا چې یو انسان د وینې له بدلې یا په ځمکه کې له فساد خپرولو پرته وواژه، داسې ده لکه چې هغه ټول انسانان وژلي وي.

۱۰- د يو مسلمان حرمت د کعبې له حرمت نه هم ډېر زيات دی.

ابن ماجه- طبرانی او منذري د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما په روایت حدیث را نقل کړی دی، وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ولیده چې د کعبې طواف یې کاوه او ویل یي:

{مَا اَطْيَبْکِ وَ اَطْيَبَ رِيْحَکِ، مَا اَعْظَمَکِ وَ اَعْظَمَ حُرْمَتَکِ، وَالَّذِیْ نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ اعظم عِنْدَاللهِ حُرْمَةً مِنْکِ مَالِهِ و َدَمِهِ و َ اَن نَظُنَّ بِهِ الآخَیْرًا}

ژباړه: حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وايي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم له کعبې نه د طواف کولو په  حالت کې ولیده ویل یې: ای کعبې! ته څومره سوتره، سپیڅلې او څومره خوشبویه یې، ته څومره د لوړې مرتبې او ستر حرمت لرونکې یې، په هغه ذات قسم چې د محمد د روح واکمن دی، د مؤمن د وینې او مال حرمت د الله په وړاندې ستا له حرمت نه زیات دی او مونږ به د مؤمن په هکله تل یوازې نېک ګمان کوو.

۱۱- په وسلې سره د مسلمان تهديدول او ګواښل هم حرام دي:

امام مسلم- حاکم او بیهقي د حضرت ابوهریره رضی الله عنه په روایت حدیث را نقل کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{لَا يُشِيْرُ اَحَدُکُمْ إِلی اَخِيْهِ بالسَّلاحِ فإِنَّهُ لَایَدْرِیْ اَحَدُکُمْ لَعَلَّ الشَّيْطن يَنْزِعُ فِیْ يَدِهِ فَيَقَعُ فِیْ حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ}

ژباړه: له تاسې نه دې هیڅ یو دخپل ورور  خوا ته په وسلې سره اشاره او ګواښ نه کوي، له تاسې نه هیڅ یو په دې نه پوهیږي، چې ښايي شیطان د هغه لاس وکاروي او هغه د ناروا وژنې په نتیجه کې د دوزخ د اور په یوه کنده کې وغورځيږي.

۱۲- څوک چې د توحيد کلمه (لا اله الا الله) وايي د هغه وژلو ته هره پلمه جوړول د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا غندل شوي دي.

په یو حدیث کې چې امام بخاري او ابن حبان د حضرت اسامه بن زید رضی الله عنهما په روایت را نقل کړی دی، په دې خبره صراحت شوی دی.

حضرت اسامه بن زید رضی الله عنهما وايي:

{بَعَثَنَا رَسُوْلُ الله صلی الله علیه وسلم إلَی الْحُرْقَةِ مِنْ جُهَيْنَةَ فَصَبَّحْنا الْقَوْمَ فَهَزَمْنَاهُمْ فَلَحِقْتُ اَنَا وَ رَجُلٌ مِنَ الْاَنْصَار رَجُلاً مِنْهُمْ فَلَمَّا غَشِيْنَا قَالَ لَا اِلهَ إلا اللهُ فَکَفَّ عَنْهُ الْاَنْصَارِیُّ وَ طَعَنْتُهُ بِرُمْحِیْ حَتّی قَتَلْتُهُ، قَالَ فَلَمَّا قَدِمْنَا بَلَغَ ذَلِکَ النَّبِیَّ صلی الله علیه وسلم فَقَالَ لِیْ یَااُسَامَةُ  اَقَتَلْتَهُ بَعْدَ مَا قَالَ لَاإله إلا الله؟ قَالَ قُلْتُ يَارسُوْلَ الله إنَّمَا کَانَ مُتَعَوِّذًا قَالَ فَقَالَ اَقَتَلْتَهُ بَعَدَ مَا قَالَ لَا إله اِلا الله؟ قَالَ فَمَازَال یُکَرِّرُهَا عَلَيَّ حَتّی تَمَنَّيْتُ اَنِّیْ لَمْ اَکُنْ اَسْلَمْتُ قَبْل ذَالِکَ الْیَوْمْ}

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ د جهاد لپاره حرقه ته چې د جهینه قبیلې یوه څانګه ده ولېږلو، مونږ سهار مهال هلته ورسېدو او په جګړه کې مو هغوی ته ماتې ورکړه، ما او یو انصاری صحابي  د هغې قبیلې یو سړی ونیوه، کله چې ورباندې برلاسي شوو نو هغه وویل: لا اله الا الله انصاري ورڅخه لاس واخیست خو ما هغه په نېزه وواهه، ومې واژه، کله چې بېرته راغلو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دا خبر رسېدلی ؤ ماته یې وفرمایل: ای اسامه! تا هغه سړی د لا اله الا الله ویلو سره، سره بیا هم وواژه؟ ما عرض وکړ یا رسول الله! هغه د ځان ژغورلو په خاطر کلمه وویله. پیغمبر صلی الله علیه وسلم بیا وفرمایل: تا هغه د کلمې ویلو باوجود وواژه؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مکرر ډول همدا خبره را ته وکړه او ما افسوس وکړ، چې کاشکې له نن نه مخکښې مې اسلام نه وای راوړی.

امام مسلم دغه حدیث په نورو الفاظو کې را نقل کړی دی، په هغه کې راغلي دي چې حضرت اسامه رضی الله عنه ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مکرر ډول ویل چې: {فکیف تصنع بلا اله الا الله اذا جاءت یوم القیمة} یعنی کله چې د قیامت په روځ د لا اله الا الله کلمه راشي نو ته به یې څه ځواب ووایې؟

۱۳- د مسلمانانو د قاتلانو سره هر ډول مرسته ناروا ده:-

ابن ماجه او بیهقی د حضرت ابوهریره رضی الله عنه په روایت حدیث را نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{مَنْ اَعَانَ عَلی قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِشَطْرِ کَلِمَةٍ لَقِیَ اللهَ عَزَّ وَ جَلَّ مَکْتُوْبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ اَيْسٌ مِنْ رَحْمَةالله}

ژباړه: چا چې په څو خبرو سره هم دکوم مسلمان په وژلو کې د چا سره مرسته وکړه نو هغه به په داسې حال کې د الله سره ملاقي شي، چې د هغه پر وچولي به د هغه د سترګو ترمنځ لیکل شوي وي، چې دا د الله له رحمت نه مایوس او ناهیلی شخص دی.

۱۴- امام ترمذی، نسایي او ابن ماجه د حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما په روایت یو حدیث راوړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

{لَزَوَالُ  الدُّنْيَا اَهْوَنُ عَلی اللهِ مِنْ قَتَلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ}

ژباړه: د الله تعالی په نزد د ټولې دنیا تباه کېدل او ړنګېدل د یو مسلمان له وژلو نه اسانه دي.

د قرآن کریم او نبوي ارشاداتو د صراحت پرخلاف د مخالفینو لخوا زمونږ د مسلمان او متدین ملت د علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو، نارینه و، ښځو، د اردو او پولیسو او امنیتي منسوبینو، د ښوونکو او استاذانو او نورو عامو بیګناه وګړو وژنه کوم شرعي مجوز لري؟ له بده بدتره لا دا چې د مسلمان وژنې سترې ګناه ته د ثواب کار وايي.

۱۵-  د علماوو شورا مخالفینو ته په وار، وار د سولې د پروسې سره د يوځای کېدو بلنه ورکړې ده، دا دی یو ځل بیا بلنه ورکوي، چې د جنګ او مسلمان وژنې پر ځای د سولې لاره  چې د خدای جل جلاله امر دی، خپله کړي.

۱۶- په هرات ولایت کې د اختطاف نه وروسته د نهه کلن ماشوم د وژلو د سخت مجازات په هکله د افغانستان د جمهور رئیس د حکم تائید او قدر کوو او هیله من یو چې په ټول افغانستان کې د غې پېښې ته د ټولو نورو ورته پېښو په هکله هم د خواخوږۍ او عدالت همدغسې دریځ ونیسي. وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغْ.

 

د ۱۳۹۶ کلیز

1