Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شوری اعلامیه ۱۸/۲/۱۳۹۱

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې۱۳۹۱ هـ ش کال د غوايي د میاشتې له ۱۸ مې نیټې څخه تر یوویشتمې نېټې پورې پرلپسې غونډې وکړې او پر بېلابېلو موضوعاتو باندې له بحث کولو وروسته یې   لاندې مواد د رایو په اتفاق تصویب کړل:

۱- الله تعالی فرمايي: انما يخشی الله من عباده العلماء. ژباړه: یقینا د بنده ګانو له جملې نه چې له الله تعالی څخه ویریږي هغه علماء دي.

 په بل ځای کې فرمایي: قل هل يستوی الذين يعلمون والذين لايعلمون. ژباړه: ووایه ای پیغمبره ! آیا هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي )عالمان او بې علمه خلک( سره برابر دي؟ په بل ځای کې فرمايي: يرفع الله الذين امنوا منکم والذين اوتوالعلم درجات. ژباړه: الله تعالی به له تاسې څخه د هغو کسانو درجې لوړې کړي چې مؤمنان دي او کومو کسانو ته چې علم ورکړ شوی دی.

په بل ځای کې فرمايي: ولتکن منکم امة يدعون الی الخير ويأمرون بالمعروف وينهون عن المنکر. ژباړه: هرو مرو دې له تاسې نه یوه ډله داسې وي چې دخېر په لوري بلنه وکړي او په ښو کارونو امر او له بدو چارو نه منع وکړي.  په دغو او نورو داسې ډیرو آیتونو کې د علماوو فضیلت، په انساني ټولنه کې د هغو مقام او دخدای او خلکو په وړاندې د هغو مسئولیت بیان شوی دی، په همدې اساس لکه چې تاریخ شاهد دی علماوو تل خلک د ښو کارونو ورورولۍ، اتفاق او یووالي، خپلمنځي مینې، اصلاح او سمون خواته دعوت کړي دي او د ځانځانۍ او کرکې څخه یې منع کړي دي.

 علماوو هیڅکله د ملي ګټو او د مسلمانانو دعامه ښېګڼو او مصالحو،  سوکالۍ او پرمختګ پرخلاف لارو ته څوک نه دي هڅولي او په لنډو ټکو کې باید ووایو چې خلکو ته یې ددنیا او آخرت د سعادت اوبریالیتوب لارې ورښودلې دي نو هیڅوک ددوی پردعوت او ویناوو باندې د بېځایه سانسور لګولو حق نه لري مګر په هغه صورت کې چې ددین دغوښتنو او ملي ګټو پرخلاف داسې څه ووايي چې دعامه امن او نظم د ګډوډۍ سبب ګرځي چې اسلام هم ددې اجازه نه ورکوي او دا ځکه چې دین او سیاست سره بېل نه دي.  

۲- د اسلام مبارک دين چې د انسانانو ددین او دنیا د سعادت او ښېګڼې غوښتونکی دی خپل پیروان دعلم زده کړې ته هڅوي بلکې دعلم زده کړه یې ورباندې فرض کړې ده، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: طلب العلم فريضة علی کل مسلم.

ژباړه: دعلم زده کړه په هر مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې باندې فرض ده. الله تعالی پرانسان باندې د خپلو لورینو بیانولو په لړکې د قلم په وسیله انسان ته دعلم ورښودل داسې بیانوي: الذی علم بالقلم، علم الانسان مالم يعلم. ژباړه: هغه ذات چې دقلم په وسیله یې علم وښوده ، انسان ته يې هغه څه ورزده کړل چې ورباندې نه پوهیده.

ښکاره خبره ده چې د علم د زده کړې ځایونه مدرسې او ښوونځي دي چې هلته د مسلمانانو اولادونه یوازې د لیک لوست او  عصري مضامینو زده کړه نه کوي بلکې مهمه داده ، چې قرآنکریم، احادیث، دفقهی احکام، عقاید او داسلامي اخلاقو مضمونونه زده کوي.

ډیر خیر او ثواب د هغه چا په برخه کیږي چې یا په خپله د مسلمانانو اولادونو ته علم ورزده کړي او یا ورته زمینه برابره کړي او دعلم زده کړې ته يې وهڅوي او بدمرغه خلک هغه دي چې د مسلمانانو د اولادونو پرمخ د علم د زده کړې دروازې وتړي او د جهالت تیارو ته يې وغورځوي. دعلماوو شوری د دولت له وسلوالو مخالفینوڅخه غواړي چې دافغانستان د مجاهداو مسلمان ملت د اولادونو پرمخ د ښوونځیو دروازې ونه تړي او پریږدي چې د علم په ګاڼه سمبال شي. د علماوو شورا همدا راز د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت ملیونونو د نصاب کتابونو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته راشي او زمونږ اولادونه ورڅخه ګټه واخلي.  

۳- د علماوو سرتاسري شوری له بهرنیو ځواکونوڅخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک لیږدول نه یواځې تائیدوي بلکې ددې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه کوي، اوس په افغان امنیتي ځواکونو کې دا توان او صلاحیت شته چې له خپلې خاورې نه دفاع وکړي لکه دکابل په ځینو برخو او ځینو ولایاتو کې وروستي بریدونه چې پولیسو   په پوره مېړانه دفاع وکړه خو ضرورت ددې دی چې زمونږ ملی اُردو، ملي پولیس او ملي امنیت په مدرنو وسلو سمبال شي.

۴- په دې وختونو کې دا خبرونه خپریږي چې دافغانستان تر یو ملیون زیات نارینه او ښځینه وګړي پر نیشه یي تو کو معتاد او دنیشه یي توکو په کښت او تولید کې هم د کمېدو پرځای زیاتوالی راغلی دی دا زمونږ د مسلمان ملت لپاره د خواشینۍ خبره ده چې په دې ناروا چارو يې په نړۍ کې شهرت موندلی دی.

د علماوو سرتاسري شوری مخکې هم په څو څو ځله مصوبې او فتوی صادرې او خپرې کړي دي چې د نیشه یي توکو کښت، تولید، تورید، قاچاق، پېرودل او پلورل او استعمال د اسلام له نظره لکه د شرابو په څېر حرام دي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کل مسکر خمر. ژباړه: هر نیشه کوونکی شی شراب دي.  په یو بل روایت کې داسې راغلي دي چې کل مسکر حرام. ژباړه : هر نیشه کوونکی شی حرام دی.

نو توصیه مو داده چې زمونږ مسلمان خلک باید له دې حرام کار بار نه لاس واخلي او دخپلې ټولنې د بربادۍ باعث ونه ګرځي.  د عامې روغتیا وزارت څخه مو هم دا غوښتنه ده چې د نیشه يي توکو د معتادینو د علاج لورې ته خپله کلکه پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې دغه یو ملیون خلک زمونږ د بې وزلې ټولنې د اوږو بار اوسي او امنیتي ارګانونه هم مسئولیت لري چې د مخدره توکو د استعمال او قاچاق مخه په ټینګه ونیسي.

۵- د علماوو سرتاسري شوری یو ځل بیا د اداري فساد د ټولو انواعو لکه رشوت، اختلاس، غصب او چوروچپاول پرضد د کلکې مبارزې سپارښتنه کوي په تېره بیا ددولتي ځمکو دغصب پرخلاف مبارزه چې په سوونو، زرونو جریبه ځمکه په ناروا ډول څو کسانو غصب کړې ده  په داسې حال کې چې اوس هم زمونږ په ملیونونو هېوادوال په دې خاطر خپل هیواد ته نشي راستنېدلی چې د سرپټولو لپاره یوه نمره ځمکه نه شي پیداکولی نو د اداري فساد دا ټول ډولونه داسلام له نظره حرام اوظلم دی.

الله تعالی فرمایلي دي: ولاتأکلوا  اموالکم بينکم بالباطل و تدلوا بها الی الحکام لتأکلوا فريقا من اموال الناس بالاثم وانتم تعلمون.

ژباړه: او تاسې پخپلو منځو کې یو دبل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه  یې حاکمانو ته په دې خاطر وړاندې کوئ چې تاسې ته په ظلم سره د نورو خلکو د یو څه شتمنۍ دخوړلو فرصت په لاس درشي په داسې حال کې چې تاسې په دې پوهیږئ هم.

۶-  لکه څنګه چې د افغانستان مسلمان او پرازادۍ مین ملت د امریکا برلاسي او حاکمیت نه مني د ګاونډیو هیوادونو مداخلې هم په کلکه غندي. هیڅوک دا حق نه لري چې زمونږ برخلیک وټاکي او زمونږ خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته په سپکه وګوري. الله تعالی انسانانو ته د دفاع حق ورکړی دی فرمايي:

ولو لا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الأرض.

ژباړه: که الله تعالی د ځینو خلکو مخنیوی په ځینو نورو سره نه وای کړی نو دځمکې )نړۍ( نظام  به فاسد یعنې دړې وړې شوی وای.

۷- د علماوو شوری په دې باور ده چې د افغانستان مسلمان ملت په اوسنیو شرایطو کې له بل هروخت نه زیات یووالي، تفاهم، سولییزې استوګنې او یو بل منلو او زغملو ته اړ دی نو ځکه هر ډول غیر مسئولانه څرګندونې د افغانستان د مسلمانو خلکو د حق جهاد او د افغانستان له لوړو ګټو سره په ټکر کې دي چې د مسلمان ملت د نیکو احساساتو د زخمي کېدو لامل ګرځي. بناء له ټولو سیاسي حزبونو څخه چې د افغانستان د مسلمانو او رشیدو بچیو د قربانیو په نتیجه کې د مدني اوحقوقي مبارزو ښه فرصت ترلاسه کړی دی؛ غوښتنه کوي چې د مسلمانانو مقدساتو او معتقداتو ته د بیان د ازادۍ په نامه توهین، تحقیر او سپکاوی ونه کړي.

۸- شوری دپسرلنیو سیلابونو او طبیعي پېښو په اړه چې په ځینې ولایتونو کې د ځاني او مالي تاوانونو لامل ګرځیدلي دي د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اړوندو مراجعو څخه غوښتنه کوي چې آفت ځپلو سیمو او وړ اشخاصو ته د مرستې په رسونه کې له هیڅ نوعه  هلو ځلو څخه دریغ ونه کړي.

۹- شوری یو ځل بیا په هیواد کې د ملي سوداګرو ، د ښوونځیو شاګردانو او د متنفذینو د تښتونې له پیښو څخه اندیښمنه ده او له بد عاقبت څخه يې د وېرې څرګندونه کوي چې خدای مکړه له هیواد څخه به د شتمنو خلکو د تېښتې سبب وګرځي له مسئولینو څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې عدلي او قضائي ادارو ته د سړي تښتوونکو د مجازاتو په اړه جدي لارښوونه وکړي.

۱۰-  شوری د فاریاب په ولایت کې د بهرنیو قواوو شپني عملیات چې د حضرت عمرفاروق د دارالعلوم او دارالحفاظ د آمر مرحوم مولوی حافظ قیام الدین د شهادت باعث شو په جدي توګه تقبیح او محکوموي او د شهیدانو پاتې وارثانو ته د رب العزت له دربار څخه د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي او له دولت څخه غواړي چې د موضوع په هکله اړین اقدامات وکړي او ددغه عمل مرتکبین د قانون منګولو ته وسپاري ترڅو ددغسې بې اسنادو او بې مورده کړنو چې دخلکو او دولت ترمنځ د فاصلې سبب ګرځي مخنیوی وشي او د مظنونینو په اړه د جلالت مآب جمهور رئیس د فرمان او قانون له حکمونو سره سم اجراآت  وشي.

د ۱۳۹۶ کلیز