Language Switcher

RJ Social Icons

دسولې په ټینګښت کې دځوانانو رول

ليکوال:  سيدالرحمن عابد

‍         داچې دهرې ټولنې نږدې ډيره برخه ځوانان جوړوي او همدا ځوانان دي چې په ټولنيزو چارو مصروف دي ،ستاسو په اند آيا دټولو ټولنيزو چارو اجراء به بې  له  سوله ييزې فضاءامکان ولري؟ ضرور به ستاسو ځواب(نه) وي ، دسولې په ارزښت، اهميت او نورو برخو باندې په تيرو څولېکنو کې بحث شوی،  غواړو دلته په دې خبرې وشي چې، سوله که دځوانانو لپاره دومره اړينه وي، نو بيا ولي زموږ دټولنې دغه ډيره برخه  دسولې لپاره کار نه کوي، که يې کوي نو بيا ولي نتيجه نه ورکوي ؟ زما په فکر ددې لامل به زموږ دټولنې په دې ډيره لويه برخه اوسيدونکو يعنې ځوانانو کې  دپوهې کموالی وي، ځکه که چېرې زموږ دټولنې ځوانان تريوه بريده په دې پوهيدای چې سوله ورته څومره اړينه ده،نو ضرور يې دسولې دتامين لپاره هڅه کوله  او که چېرې دوی په خپله دا هڅه کړې وای، نو ضرور به يې بريا په برخه وه،  خو له دې ټولو مسايلو تيريږ و ، راځو  يوازې دې ته چې زموږ ځوانان  له کومو وسايلو او مسايلو څخه په استفادې کولی شي سوله تبليغ کړي .                            

         وويل شول چې ځوانان دټولنې ډيره برخه جوړوي، نو دټولنې د ټولو چارو پرمخ بيولو کې لوی لاس لري او ددوی هڅې  په هره برخه کې خورا ارزښتمنې دي،کله چې دا ومنل شي نو څه فکر کوئ دسولې په اړه  تبليغات به دځوانانو له اړخه څومره مهم رول ولري، زما  په فکر  دځوانانو رول په دې برخه کې ډير  ارزښت  لري،  ځکه همدا ځوانان دي چې دپوهنې په برخه کې  دهېواد په  ګوټ ګوټ کې دښوونځيو استادان، مديران، دښوونځيو دشورا ګانو غړي  او ياهم زده کوونکي دي، چې  په هېواد کې دسولې د تامين   په لاره کې تر ټولو مهم رول پوهنه لوبوي، ځکه همدا نسل دی چې  دهېواد د راتلونکې ورځې مسووليت ورپه غاړه دی.

         ځوانان دي چې دلوړو زده کړو په برخه کې  د هېواد له هرګوټه راغلو هم صنفيانو، ملګرو او هم مسلکانو سره ناستې لري،په هېواد کې په روانو  حالاتو خبرې کوي، د هېواد له هرې سيمې، ولسوالۍ او کلي څخه ځان خبروي، دژوندانه په ټولو چارو کې  له هغوی مشورې اخلي او مشورې ورکوي، نظرونه سره تبادله کوي، بالاخره په يوه همغږي فکر کولی شي دسولې د تامين لپاره مدني بنسټونه، د ځوانانو حرکتونه اوبېلا بېل نور خوځښتونه پيل او د هېواد هر ګوټ او لرو پرتو سيمو ته ورسوي، چې دا به دسولې دتامين په برخه کې  تر بل هرڅه ډير ارزښتمن تمام شي.

       ځوانان کولی شي چې مدارسو کې دخپلو نورو طالب العلمانو  ترڅنګ په غونډو، مجلسونواودناستې په نورو ځايونوکې  د سولې په ارزښت، ګټو او اړتياوو خبرې وکړي، همدا ځوان علماء دي چې  د هېواد د نورو مشرانو علماوو ځای ناستي دي، دوی بايد په خپلو خبرو کې سوله داسلام له نظره او دسولې څرنګوالی په اسلامي احکامو کې خلکو ته په مستندو ديني  دلايلو سره وړاندې کړي .                           

          ځوانان دي چې په مدني او فرهنګي بنسټونو کې د خپلو شعارونو، لېکنو، ويناوو او شعرونو له لارې په لويو  لويو مجلسو ياغونډو کې  سوله  په ډير ښه ډول تبليغ کولی شي،  ځوان شاعر که چېرې  دجنګ اوسنيو بدبختيو ته دحقيقت په سترګه وګوري تر بل هر چا دا ښه درک کولی شي چې هېواد يې سولې ته څومره اړتيا لري او دی  دسولې لپاره څه کولی شي، که چېرې د مشاعرې لپاره په راټول شوي تالار کې  سل ګونه  کسان دڅو شاعرانو نه خپل کلي ته له ځان سره دسولې پيغام يوسي  او  همدا سل ګونه کسان يې له خپلو کورنيو،کليوالو او دو ستانو سره شريک کړي، څه فکر کوئ چې دا د سولې د تامين لپاره  تر بل هرڅه ګټور تبليغ نه دی؟ چې داسې ده نو د هېواد له ځوانانو، شاعرانو او ليکوالانو مې غوښتنه ده چې په هېواد کې  دسولې دتامين لپاره خپلې نه ستړې کيدونکې هڅې پيل  او جاري  وساتي .       

           ترټولو زيات  بيا هغه ځوانان چې همدا اوس په رسنيو کې په کار بوخت دي، کولی شي د خپلو رسنيزو وسايلو څخه په استفادې  سوله په پراخ ډول  تبليغ کړي، ځکه  په اوسنۍ نړۍ کې د رسنيو غږ  تر بل هر چا ډېرو خلکو او لرې ځايونو ته رسيږي  نو که چېرې سوله  د رسنيو له لارې تبليغ شي  اهميت او ارزښت به يې ځکه زيات وي چې ډېر خلک ددوی دا پيغام اوري، نو د رسنيو  مسوولين  بايد خپلو ځوانو خبريالانو ته  په بېلابېلو برخو کې دسولې په اړه وظايف ورکړي لکه:

د علماوو سره د سولې په اړه خبرې، د ځوانانوسره د سولې په اړه پروګرامونه جوړول، د نورې نړۍدځوانانو سوله ييزحرکتونه خلکو ته وړاندې کول، دځوانانو د رول په اړه بېلابېل پروګرامونه جوړول، قومي مشرانو او سپين ږيرو سره  له کلتوري او عنعنوي اړخه په سوله کې دځوانانو په رول   او ځوانا نو ته په دې برخه کې دروحيې ورکولو لپاره  پروګرامونه جوړول او داسې نو ر هغه څه دي  چې د سولې په اړه ديوې رسنۍ مسووليت کيدلی شي. دا وظايف به نه يوازې دا چې زموږ هېواد له روانو بد مرغيو وژغوري بلکې دنورې نړۍ ځوانو  اوسيدونکوته به هم دا درس ورکړي  چې  ځوانان ديو هېواد   دراتلونکي لپاره څه کولی شي .

           څرنګه چې ځوانان  د هېواد او په هېواد کې دسولې د تامين لپاره دومره مهم رول لوبولی شي، نو  بايد زموږ د هېواد ځوانان  پورته  مسايلو ته په کتو هريو يې  په خپله برخه کې  په هېواد کې دسولې دتامين لپاره  نه ستړې کېدونکې هڅې وکړئ،  ځکه زموږ هېواد  د تېرو څو لسيزو جګړو له امله پرته له ورانۍ  بل څه په لاس نه دي راوړي او هېواد وال مو  نو ر له ورانيو،  وژنو، لوټلو  اونورو ګڼ شمېر ستونزو  څخه ستړي شوي دي .

 

سیدالرحمن عابد

دخوست ولایت دسولې ولایتي کمېټې ددارالانشاء دعامه پوهاوي مسؤل

د ۱۳۹۵ کلیز

1