Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا د افغانانو د ارادې ممثله شورا ده

د دغه شورا په ۷۰ کسیزه جوړښت کې جهادي، سیاسي، قومي،  دیني عالمان او د ښځو او نارینه و په ګډون د مدني ټولنې د ادارو استازي ګډون لري.
د ایوڅرګند حقیقت دی چې دهېواد په دېرش کلنو جګړو کې د ماشومانو تر څنګ ښځو د جګړې ترټولو ډېرزیانونه ګاللي دي؛ سره له دې چې نه یې خپله په جګړو کې برخه لرله او نه د جګړې غوښتونکې وې. خو ښځو په جګړو کې  د خپلو عزیزانو لکه  میړه، زوی، پلار، موراو خپلو خپلوانو په له لاسه ورکولو  او د خپلو کورنیو دغړو سره په پردیو هېوادونو کې د کډوالۍ  د سختو ستونزو په ګاللو سره یې د جګړې منفي او ترخې اغیزې زغملې دي. 
افغان ښځې سره له دې چې  ډیرې ځوریدلې دي ، خوتل يې یوه هیله درلوده او لري يې چې هغه سولې ، امنیت ، هوساینې ته رسېدل او له مهاجرت څخه بېرته خپل پلارني ټاټوبي ته راستنېدل دي. 
داهم یو څرګند حقیقت دی چې ښځې د هېواد دوګړو نیمه برخه جوړوي، له بل لوري  د جګړې تر ټولو ډېر زیانونه دوی ګاللي دي. نو له دې امله د سولې ټینګښت  آن د افغانستان په لرې پرتو کلیو او بانډو کې د خپلو وروڼو ترڅنګ دښځو له فعالې مرستې پرته امکان نلري. 
له همدې امله د سولې عالي شورا په خپل ۷۰ کسیزه جوړښت کې د هېواد ۹ تنه پوهې ښځینه غړې لري، چې دوی د خپلو همکارو وروڼو سره یو ځای د سولې عالي شورا د پروګرامونو په پلي کولو کې فعاله برخه اخلي، په ټینګه زیار باسي ترڅو دهمدغه ۹ کسیزه کمیت له لارې د هېواد د پنځوس سلنې وګړو شتون په غوره توګه وښیي. . 
د سولې عالي شورا ښځینه غړې د یو کلن کاري پلانونو  په جوړولو سره زیار باسي ترڅو په شورا کې د خپلو وروڼو سره، د هېواد دننه  اوله هېواد څخه بهرد سولې عالي شورا د پروګرامونو د پلي کولو او یاهم د مذاکرو د پرمخ وړلو لپاره د شورا د پلاویو په جوړښت کې برخه واخلي او خپل رول په ښه توګه ولوبوي ، لکه څنګه چې د شورا ښځينه غړو په یوازې سراو د دوی دهمکارو وروڼوله ملتیا پرته دهېواد دننه سفرونه ترسره کړي دي.
په دې کار سره د سولې عالي شورا ښځینه غړو وښودله چې ددې شوراښځینه غړې سمبولیک رول نلري، بلکې په رېښتینولۍ او مسؤلیت سره د خپلو وروڼو ترڅنګ کار کوي.
  د یا دونې وړ ده چې د سولې عالي شورا ښځینه غړو د شورا د پروګرامونو د ښه پلي کولو په موخه ګټور او ارزښتناک نوښتونه رامنځته کړي  چې له هغې ډلې کولای شو د ټولو دولتي، غیردولتي،  د ښوونځیو د نجونو، د پوهنتون داستادانو او د ملي شورا د دواړو جرګو د ښځینه غړو سره د اړېکو نیولو او نظرونو راټولولو څخه یادونه وکړو. دغه راز غونډې هره اونۍ دوه ځله ترسره کېږي. په دغه غونډو کې وروسته له هغې چې د سولې عالي شورا او په مرکز او ولایتونو کې د سولې ولایتي کمېټو د جوړښت په اړه معلومات وړاندې شي، په غونډه کې دمیلمنو ښځو څخه غوښتل کېږي ، ترڅودسولې پروګرام په اړه خپل نظرونه، سپارښتنې او آن نیوکې له موږ سره شریکې کړي، چې د هغوی دغه نظرونه، سپارښتنې او نیوکې د سولې عالي شورا د ښځینه غړو لخوا، له ارزونې او یو ځای کولو څخه  وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه دسولې عالي شورا مقام ته وړاندې کېږي. 
دغه راز د شورا ښځینه غړو هوډ کړی  چې د هېواد د ټولو ښځو ترمنځ داسې هم غږي رامنځ ته کړي چې هره افغان ښځه دهېواد په لرې پرتو کلیو او بانډو کې وپوهېږي او ډاده واوسي چې د سولې ، امنیت او هوساینې هغه هیله چې په زړه کې یې لري د شورا دهمدغو ښځینه غړو لخوا دمسؤلوچارواکو ترغوږونو رسول کېږي
له بل لوري د شورا ښځینه غړې غواړي چې افغان ښځې په ټول هېواد کې د سولې بهیر پلي کول په لاس کې واخلي او په خپله د یوه مسؤل وګړي په توګه د خپلې سیمې او کلتور په پام کې نیولو سره د سولې د ټینګښت او پیاوړتیا په برخه کې لاس په کار شي. ځکه ښځې پوهېږي اوکولای شي چې: څنګه ؟ چېرته؟ او کله ؟ دبېلګې په توګه له کورنیو شخړو څخه مخنیوي وکړي، په همدې توګه کولای شي د سولې په رامنځ ته کولو او ټینګښت کې لوی او ارزښتناک رول ولري.
دا زمونږ او زمونږ دهېواد لپاره یوه مهمه او اساسي  آزموینه ده ، چې یو بل ته لاسونه سره ورکړو او د سولې راوستلو لپاره په ګډه زیار وباسو. ځکه سوله د ټولو لپاره ډېره اړینه ده؛ سوله د یو کس او یا یوې ډلې له لوري منځ ته نشي راتلای، خو که مونږ یوځای په ژمنې، باوراو ایمان سره د سولې راوستلو او د هغې د ټینګښت لپاره کار وکړو ، هرو مرو به  د خپل زړه هغه هیلې ته چې یو آزاد، آباد، سولییز او خوندي افغانستان دی، ورسېږو. 
دا د ټولو افغانانو(نارینه او ښځو) ایماني او وجداني دنده ده، ترڅو د سولې راوستل او ټینګښت خپله دیني دنده وګڼو او دهغې د دود او تبلیغ لپاره د زړه له کومې  زیاروباسو. او پردې هم ټینګار کوو چې په هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت نه یوازې د ښځو په برخه کې د اوسنیو لاسته راوړنو ساتنه کوي، بلکې د ښځو د لازیاتې ونډې د پیاوړتیا او ټینګښت لپاره لاره هواروي. 
سربېره پردې هغه ښځې چې د شورا غړیتوب لري زیار باسي،  چې د سولې عالي شورا د پراختیایي پروګرامونو د غوره او عادلانه پلي کولو  لپاره ، لکه څنګه چې نارینه له دغو پروګرمونو څخه ګټه اخلی ښځې هم پکې ونډه ولري. 
دغه راز دا هم باید په یاد ولرو چې د سولې بهیر وخت ته اړتیا لري، دتیرو دېرش کلنوجګړو ناخوالو ته په دیرشو ورځو کې د پای ټکی  اېښودل امکان نلري نو لازمه ده چې مونږ او تاسې په پوره باور، ژمنتیا او زغم سره د سولې بهیر پر مخ یوسو.

د ۱۳۹۵ کلیز