Language Switcher

RJ Social Icons

د مظلوم ولس یو مقدس ارمان

لیکوال: عابد
جګړه د ټولو تباهیو، بربادیو او بدمرغیو سرچینه ده د ملتونو ژوند اخلي او راتلونکو نسلونو ته بد میراث پریږدي، افغان مسلمان او مجاهد ملت د جګړو له امله سخت ځوریدلی، کړیدلی او دردیدلی دی، په خپل تاریخ او ژوند کې دا یو ارمان لري چې  له تل پاتې امن او سولې برخمن شي.
د سولې عالي شورا د مشرتابه په هڅو او منځګړیتوب د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب  اسلامي تر منځ د سولې د موافقتنامې لاسلیک کیدل د مقدس هدف د ترلاسه کولو لپاره یو تاریخي ګام وو، په دې سره د ولس هیلې ژوندۍ شوې او په دې تمه شول چې ټول اړخونه به د تفاهم لاره خپله کړي او د سولې په ټغر به سره راټول شي.
د حزب اسلامي د مشر انجنیر حکمتیار راتګ به د ولس هیلې نورې هم ژوندۍ کړي او په دې سره به په ولس کې د سولې او امن لپاره د خوښیو دروازې پرانیستل شي، هر فرد او هره کورنۍ پر دې خوښي څرګندوي چې د جګړې ټغر ټولیږي او د سولې پر لاره نوی مزل پیل کیږي، د ولس هیله او تمه دا ده  هر څوک چې د سولې له بهیر سره یوځای کیږي نو خپلې وسلې دې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواک ته وسپاري څو یو واحد ملي قوت ترې د دې خاورې د ساتنې او دفاع په لاره کې ګټه پورته کړي.
ځکه له وسلو او جنګي جوړښتونو خلک ډیرې بدې او ترخې خاطرې لري داسې خاطرې چې تاریخ یې پر لیکلو ژاړي، افغان ځوریدلی ملت د ملي یووالي حکومت د رهبري له دې تاریخي اقدام څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د ملت هیلو او ارمانونو ته په کتو يې په ډیر زغم سره په یو منظم چوکاټ کې د سولې غیږه پرانیستې ده.
د دې تاریخي اقدام پیغام دا دی چې د سولې دروازې پرانیستي دي، هرڅوک چې له جګړې لاس اخلي کولی شي د سولې له بهیر سره یوځای شي او د سولې په فضاء کې خپل ولس او خاورې ته د خدمت جوګه شي، جګړه په هیڅ صورت د حل لاره نه ده، د حزب  اسلامي له وروڼو مو هم هیله دا ده چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د سولې د سفیرانو په حیث خپل اسلامي او ملي مسوولیت اداء کړي او په جګړه کې نورې ښکیلې خواوې هم دې ته وهڅوي چې د سولې لاره خپله کړي څو افغان مسلمان او مجاهد ملت خپل مقدس ارمان ته چې سوله ده ورسیږي.

د ۱۳۹۵ کلیز