Language Switcher

RJ Social Icons

سوله، ثبات او هوساینه دبشري ټولنو له بسنټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي

بسم تعالی

ملتونه هغه وخت پرمختګ او هوساینې ته رسېږي چې چاپېریال یې له جګړو څخه خالي وي ، ټول ځواک اوپیاوړتیا یې دهېواد په زرغونتیا او پرمختګ کې په کار واچول شي او دهېواد ټول وګړي لاسونه سره ورکړي په بشپړه هم غږۍ او له خپلې خاورې او خلکو سره په مینه او محبت سولییز، مناسب او قانوني ژوند ولري. که څه هم چې جګړه په ځینې حالاتو که اړینه ګڼل کېږي خوهغه مهال چې کله فرد یا انساني ټولنه تر تېري او یرغل لاندې راشي ناچار باید له هېواد ، ځان ، ځمکې او شتمنۍ څخه د دفاع لپاره دجګړې ډګر ته په ورتلو او دبېلابېلو ستونزو په منلو سره دپردیو دیرغل او واکمنۍ مخه ونیسي او دقربانیو په منلو سره دآزادۍ ، شرافتمند او باعزته ژوند څخه برخمن شي.
 
خودجګړېیزې لارې څخه بایدهغه مهال ګټه واخیستل شي، کله چې نورې ټولې سولییزې لارې تړلې وي . لازمه ده چې یو ملت د دښمن دتیري او نیواک له دفع کولو او له بریا څخه  وروسته دخپل منځي اختلافاتو دله منځه وړلو په برخه کې له زغم او سړې سینې څخه کار واخلي . بریالي مدافعان باید د کم ارزښته لانجو دحل لپاره جګړې اوتاوتریخوالي ته مخه نه کړي ، نه هم باید دیو او بل پروړاندې تورې راوباسي او په دې توګه نباید ددفاع دوخت خپلې ټولې لاس ته راوړنې  او ویاړنې بېرته له لاسه ورکړي، خپل دوستان خواشیني او ګډ دښمنان یې خوشحاله کړي؛ بلکې دیو او بل سره په دوستانه او دمینې څخه  په ډکه روحیې سره د، دښمن دیرغل له امله رامنځ ته شوې ورانۍ بیا ورغوي.
 
هېواد ته دسولې او ثبات راوستلو او دجګړې دسوځونکي اور دوژلوپه برخه کې هراړخیزه هڅې کول دټولنې دټولوډلو او وګړو سپېڅلې دنده ده خو دټولنې چارواکي او مخور په دې برخه کې ډېر مسؤلیت په غاړه لري.

د۱۳۵۷ کال دغویي داوومې دکودتاه او ورپسې دشوروي اتحاد دلښکرو له لوري  زموږ دګران هېواد په اشغالولو سره ، جګړه او تاوتریخوالی زموږ پرهېواد او ملت وتپل شو. بې له شکه دکودتایي رژیم او اشغالګرو پروړاندې له جګړې او جهاد پرته او دځورونو او شهادت له منلو پرته هر ډول زیار بې پایلې وو. له نیکه مرغه چې دافغانستان مسلمان او غیرتي ملت له دین ، شرف ، ځمکې او ملي استقلال څخه دساتنې لپاره دبې ساري قربانیو او دهرډول مالي او ځاني خطرونوپه منلوسره دجهاد او شهادت لاره ونیوله او دهرراز مصیبتونو په منلو او دسلګونو زرو قربانیانو په ورکولو سره یې یرغل ګر له هېواد څخه وایستل. سره له دې چې دیرغلګرو دماتې او دهغوی دلاس پوڅي رژیم دړنګېدو څخه کلونه تېرېږي؛ خوله بده مرغه دافغانستان رنځېدلو خلکو په خپل هېواد کې امنیت او ثبات ونه لید. بلکې هره ورځ زموږ دخلکو ګڼ شمېر ځوانان ، بوډاګان او ماشومان یا د بهرنیو ځواکونودهوایي بریدونو او یا هم ددولت دوسله والو مخالفینودحملو له امله په وینو کې لمبېږي ، کورنۍ یې دویر او ماتم په تغر اوښکې تویوي ، دزړه له درده چیغې وهي او فریاد کوي. هغه څوک دی چې دجګړې پردوام ونه پوهېږی؟ تاوتریخوالی او وینه تویونه دافغانستان دلا ډېرې ورانۍ او زموږ دملت دتباهۍ سبب ګرځي.

په اوسنیو شرایطو کې دجګړې دپای ته رسولو او دسولې او ثبات دټینګولو لپاره دنه ستړې کېدونکو هڅو ترسره کول د دې خاورې دهر وګړي اوبیا په ځانګړې توګه ددیني عالمانو ، پوهانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او درسنیو دچلونکودنده ده.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجګړې پای ته رسولو، دهېواد او ملت دمصیبتونو او دهغې دورانونکو اغیزو څخه  دژغورنې په موخه ډېر کوښښونه کړي دي، دجناب حضرت مجد دی تر مشرۍ لاندې دسولې دټینګښت کمیسیون جوړول او تر هغې مهم داستاد رباني ترمشرۍ لاندې دسولې عالي شورا جوړول دافغان دولت دسولې او پخلاینې غوښتنې له اقداماتو څخه دي. دافغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په وار وار له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي ، چې داسلام دسپېڅلي دین دلارښونو په نظر کې نیولواو دهېواد دملی ګټو او لوړو ښګېڼو په پام کې نیولو سره له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي ، دهغو هېوادوالو، چې دافغانستان اسلامي جمهوریت نظام ، اساسي قانون ، قانوني او سولییز ژوند یې غوره کړی ترڅنګ ودرېږي. خپلې مشروع غوښتنې داساسي قانون په چوکات کې مطرح کړي او دهېواد دپرمختګ اوآبادۍ په لاره کې فعاله ونډه واخلي.

دسولې عالي شورا چې په مشرتابه او جوړښت کې یې زموږ دهېواد وتلي، داعتبار وړ او نومیالي شخصیتونه قرار لري ، په خپل ټول توان سره دجګړې ، کړکیچ اوتاوتریخوالي دپای ته رسولو او دسولې او ثبات دمنځ ته راوړلو په هدف نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
آیا د دې وخت نه دی رارسېدلی! چې ددولت وسله وال مخالفین دافغان ملت هیلې ته چې دجګړې پای ته رسول دي مثبت ځواب ورکړي، او دسولې عالي شورا له مینې څخه ډکه بلنه ومني او دخپلو مسلمانو هېوادوالو رنځونو او مصیبتونوته دپای ټکی کېږدي؟!

ددولت له وسله والو مخالفینو څخه غواړم ، راځئ ترڅو دجګړې او دښمنۍ په پرېښودلو سره په سوله او پخلاینې سره یو بل ته لاسونه سره ورکړو او دهېواد په تاریخ کې مونوی فصل پرانیزو، له مینې او محبت څخه ډک دوروولی ژوند ولرو. لکه څنګه چې دهېواد څخه ددفاع ، دسپېڅلي جهاد او ځان قربانولو پرمهال داسلامي امت اودنړۍ د نورو ترستم لاندې ملتونولپاره ښه بېلګه اونمونه شو، یو ځل بیا دسولې ، پخلاینې او دوستانه روحیې او ملي یووالي په برخه کې یوه ښه بېلګه وګرځو او دغه تل پاتې ویاړ دجهاد دوخت دویاړونوترڅنګ راتلونکونسلونوته په میراث پرېږدو ،هوساینې او آزادۍ ته په ښه راغلاست ویلو او دهېواد د بیا رغونې او زرغونتیا په برخه کې  دټول ځواک په کاراچولوسره دنورو له اړتیا څخه ځان وژغورو.

راځئ ټول په ګډه د بېسوادۍ دله منځه وړلواو دعلم او پوهې دلوړو مرتبو دترلاسه کولو په برخه کې داسې خای ته ځان ورسوو چې په ټوله نړۍ کې دخپلو دوستانودستاینې او شاباسۍ وړوګرځو.

زیاران نبی (ص) رسم اخوت را بیاموزیم
بلال ویاسر هم بوذروسلیمان هم باشیم
بهارستان مهرودوستی باهم کنیم ایجاد
گل هم بلبل هم دربهارستان هم باشیم

دسولې عالي شورا غړی محمد اکبري

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info