Language Switcher

RJ Social Icons

سوله دیني او ملي وجبیه ده، باید په بهانو یې مخه ډب نکړو

قلموال

افغان ولس د په جګړه کې ښکیلو غاړو په شمول ټول پدې باور دي چې په هیواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې جګړه ده او پای ته رسول یې د هر افغان هیله او وجیبه ده، خو دا هم یو تریخ واقعیت دی چې شته داسې د ګوتو په شمار افغان وګړي او بهرنۍ ککړې کړۍ چې ددې خونړۍ جګړې د دوام لپاره هر راز حربه او وسیله کاروي!!

نو څوک چې د انسان وینې ته په ارزښت قایل وي او د افغان ولس هیلو او آزادۍ ته درناوی لري، هغوی باید نور ددې ناروا او تپل شوې جګړې په وړاندې چوپ او بې تفاوته پاتې نشي، د خپل وس تر پولې د افغانانو تر منځ د سولې او پخلاینې هڅې وکړي او هغه اور ووژني چې لمبې یې نه یوازې د بې ګناه انسانانو غوښې سیځي، بلکې تورې لوخړې یې د اسلام د عظمت لوړ څلی هم د ځینو په سترګو کې بدرنګه کولی شي.

له نېکه مرغه زړه سواندو افغانانو له مودې راهیسې دې لور ته توجه کړې، سوله ییزې هڅې یې پیل کړې، زیات شمیر افغانان یې د جګړې له تنوره ژغورلي، د افغانانو تر منځ د سولې غږ یې د هر افغان کور ته رسولی او تر یوه حده یې نړیوال هم پدې قانع کړي چې له افغانانو سره د سولې په برخه کې مرسته د دوی بشري دنده ده.

د همدې هڅو له برکته ددې زمینه هم برابره شوې چې په جګړه کې ښکیل لوري په یو ډول نه یو ډول د سولې بهیر کې دخیل شي او سره مخالف لوري په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه یودبل خبرې واوري. د افغانانو تر منځ مخامخ خبرو اترو او تفاهم ته د رسیدو تر ټولو وروستۍ ناسته د روان میلادي کال د مي په ۲ او ۳ مه نیټه په قطر کې جوړه شوې وه. پدې کنفرانس کې چې د پګواش په نامه د یوې غیر دولتي کاناډایي ادارې له خوا له خوا رابلل شوی و د طالبانو او حزب اسلامي استازو، د سولې عالي شورا او ولسي جرګې غړو، د مدني ټولنې استازو او یو شمیر مطرح او په پیښو کې دخیلو شخصیتونو برخه درلوده.

که څه هم په ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت کوم رسمي استازي ګډون نه و کړی، خو د کنفرانس ګډونوالو ته ددې فرصت و چې هر څوک په هیواد کې د سولې د ټینګښت په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه په پوره آزادۍ سره بیان او نورو ته ورسوي.

طالبانو ته له نورو زیات د خبرو وخت ورکړل شوی و او د هغوی استازي هم له فرصته په استفادې سره یوه اوږده بیانیه ولوسته چې د سولې په اړه د هغوی د رسمي دریځ او لیدلوري څرګندونه کوي. پدې بیانیه کې چې د هیواد د حالاتو، جګړې او پخلاینې په اړه د طالبانو د نوي دریځ څرګندویه ده، څو مثبت او د پام وړ ټکي شته . د مثال په توګه دا چې طالبان په خپلو تیرو اشتباهاتو او نیمګړتیاوو اعتراف کوي، تعلیم د هر ماشوم (هلک او نجلۍ) لپاره اړین بولي، ځانونه له جګړې ستړي ښیي، جګړه تحمیلي ګڼي، د سولې لپاره کلک هوډ لازمي شمیري او په پوره صراحت سره دا وایي چې باید د عام المنفعه تأسیساتو لکه پلونو، بندونو، تونلونو، تعلیمي مراکزو، مساجدو، صحي کلینیکونو، روغتونونو او... کلکه ساتنه او ژغورنه وشي. په رښتیا چې دا ټول هغه څه دي چې باید د یوه مثبت بدلون په توګه یې د هر چا له خوا درناوی وشي.

پردې سربیره پدې ډول کنفرانسونو کې د طالبانو د رسمي پلاوي ګډون او د حکومتي مختلفو ارګانونو له غړو او استازو سره مخامخ خبرې کول او بالآخره سولې ته د لیوالتیا څرګندونه واقعا یو هیله راټوکونکی ګام دی، خو کاشکي دا نیک اقدامات له پخې ارادې سره د عمل په ډګر کې پلي او پر پاڼو تش ټکي پاتې نشي.

له همدې لامله وه چې ومې غوښتل پر هغو خبرو څه رڼا واچوم چې طالبانو په هیواد کې د سولې په لار کې د خنډونو په توګه معرفي کړي دي، ترڅو دا روښانه شي چې آیا دا شیان واقعا د سولې خنډونه دي او آیا دا پدې ارزي چې له لامله یې د سولې پروسه د ځنډ ښکاري شي. که په بل عبارت ووایو آیا دا خنډونه!!! د یوه څاڅکي وینې د توییدو د جواز دلیل کیدی شي؟!

    د طالبانو په بیانیه کې راغلي چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی او اشغال د سولې مخنیوی کوي. که له انصافه کار واخلو، نو ویلی شو چې دا هسې یوه بهانه ده، ځکه افغانستان د منتخب ولسمشر، مستقل حکومت، قضايي نظام، پارلمان، پوځ او... درلودونکی هیواد دی، د هیڅ قانون له مخې یې اشغال شوی نه شو بللی، البته د بهرنیو پوځیانو د شتون په اړه دا باید په یاد ولرو چې د سولې عالي شورا د خپل جوړښت له پیله دا هڅه کړې ده چې د افغانانو تر منځ د مخامخ او مستقیمو خبرو له لارې سوله تأمین شي، ترڅو بهرني پوځونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي، چې له نېکه مرغه زیات شمیر یې وتلي او کوم محدود شمیر چې پاتې دي هغه به هم د سولې بهیر له عملي پیلیدا سره سم د ټولو خواوو په توافق سره د ټاکلي مهال ویش له مخې وځي. بله دا چې همدا نن د جګړې ټول بار د افغان ملي ځواکونو پر اوږو پروت دی، همدا افغانان دي چې قرباني ورکوي، فکر کوم د بهرنیانو دا ډول شتون به د افغانانو د وینو د بهولو مبرر نه وي.
    طالبانو په خپله بیانیه کې د سولې بل خنډ د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی تورلست بللی. که د سولې رښتونې اراده موجوده وي، نو دا هم څه داسې ستونزه نه ده چې حل ونلري او دا لست په هیڅ منطق د روانې جګړې او افغان وژنې د جواز دلیل نشي کیدلی. افغان حکومت په ځانګړې توګه د سولې عالي شورا له کلونو راهیسې ددې ستونزې د حل په موخه د پام وړ ګامونه اوچت کړي، د ملګرو ملتونو د تعزیراتو له کمیټې سره یې ګټورې خبرې کړې، د لسګونو کسانو نومونه یې، چې ممکن یو شمیر یې د قطر په همدې کنفرانس کې شریک هم وو، له دې لسته حذف کړي او یادې کمیټې ته یې دا خبره رسولې ده چې د بین الافغاني توافق په صورت کې د تعزیراتو د لست موضوع په بشپړه توګه هواره کړي.
    د سالم نظام نه شتون او دېته ورته څه نور مسایل هم د طالبانو له خوا د سولې په وړاندې د یوه خنډ په توګه معرفي شویدي. پدې کې شک نشته چې د سالم او د خلکو د هیلو ممثل نظام درلودل د افغانانو حق دی، هر افغان حق لري د خپلې خوښې نظام ولري او هر وګړی کولی شي پر نظام او چارواکو سالم انتقاد وکړي او د ټولنې هر غړی دنده لري د اصلاح او رغونې هڅه وکړي، خو په نظام کې د نواقصو او نیمګړتیاو شتون په هیڅ صورت د جګړې د جواز او سولې نه کولو دلیل او مبرر نشي کیدلی. د ملي یووالي حکومت عملا دېته ملا تړلې چې نظام اصلاح او له فساده پاک کړي، که وسله وال مخالفین له جګړې لاس واخلي او د حکومت له اوږو د جګړې بار کوز شي، نو دا اصلاحي هڅه به لا ګړندۍ او بالآخره بریالی شي.
    په کنفرانس کې د طالبانو د استازي له خوا لوستل شوې بیانیه کې د سولې د موانعو په لړ کې دا هم ویل شوي چې د خبرو لپاره د ځای یا دفتر شتون ضروري دی او طالبان فعلا داسې یو دفتر نلري چې دوی پکې خپلې سیاسي چارې پرمخ یوسۍ. دا پر ځای خبره ده چې ټاکلی آدرس او دفتر ضروري او ګټور دی، له همدې کبله وه چې د سولې عالي شورا تل دا هڅه کړې چې طالبان باید یو معین آدرس او دفتر ولري، د همغه هڅو په پایله کې وه چې یو شمیر طالبان قطر ته ورسیدل، هلته ځای پرځای شول او په دې وروستي کنفرانس کې یې له همغه ځای ګډون وکړ. مطلب دا چې دا ستونزه که څه هم تر یوه حده حل شوې ده، خو د بحث وړ ده، خو حل لاره هغه مهال ورته موندل کیدی شي چې په اړه یې مخامخ خبرې وشي، نو که دا بهانه نه وي، باید د سولې د خبرو مانع ترې جوړه نکړو، د سولې بهیر دې پیل شي او د خبرو په ترڅ کې دا ډول ټولې فرعي او ضمني ستونزې هوارې او له منځه یووړل شي.

لنډه دا چې جګړه تپل شوې ده، سوله د ولس هیله او دیني وجبیه ده، باید ټولې خواوې د جګړې د خاتمې او سولې د ټینګښت په لار کې صادقانه ګامونه اوچت کړي، په بهانو او کمزوریو دلایلو سره ددې سترې دیني وجیبې له ادا سرونه ونه غړوي. په افغانستان کې د تلپاتې عادلانه سولې په هیله.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info