Language Switcher

RJ Social Icons

په سوله کې د علماوو رول

الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدالعلماء والمرسلین و علی اله و اصحابه اجمعین..
 اما بعد فاعوذ باالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
«انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بین اخویکم»

وروڼو! لکه څرنکه چې پوهیږو اسلام الله ته د رسیدو یواځینۍ لار، د سعادت او نیکمرغۍ سرچېنه او د ژوند لپاره مکمل قانون دی، همدا راز په دې هم ایمان لرو چې اسلام د الهي نعمتونو مجموعه ده او په اسلام باندې ایمان دې ته وایي چې اسلام د بشریت لپاره دیو نعمت په توګه ومنل شي نه د زحمت او بوج په صفت. قرآنکریم دغه حقیقت داسې څرګندوي:

«واذکروا نعمة الله علیکم اذ کنتم اعداء فالف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخوانا..»

ددې خطاب لومړني مخاطبین صحابه کرام وو.هغوی چې له اسلام نه مخکې یې ژوند په جنګونو وحشتونو او تورتمونو کې تیریده ، د اسلام له برکته هغوی مثالي وروڼه وګرځیدل، نو اوس باید ددغه ستر الهي نعمت ناشکري ونه کړي. د جنګ او بدبختۍ لار بیا ونه نیسي او تل لکه  د وروڼو په شان ژوند وکړي. روایت دی چې یو ځل صحابه کرام  په یو صمیمانه مجلس کې سره ناست وو په دې ترڅ کې شماس بن قیس یهودي دوی ولیدل، نو د صحابه کرامو دغه له محبت نه ډک مجلس سخت پرې تمام شو او د هغه د له منځه وړلو لپاره یې عاجلانه او په ډیرمکارانه انداز  دجاهلیت د زمانې هغه اشعار دوی ته واورول په کومو کې چې د اوس او خزرج قبیلو د اسلام نه مخکې د یو بل په خلاف هجوې او ردې بدې ویلې وې، نو پر صحابه وو یې یو څه اغیزه وکړه.نږدې وه چې ترمینځ یې سخته جکړه پیل شي ځکه چې باطل هم امتحاناً یو څه تاثیر لري. خو کله چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ددغه حرکت نه خبر شو دیو مدبر لارښود په توګه د قضیې د حل لپاره د صحابه کرامو خواته ورغی او ورته وې فرمایل:

«أبدعوی الجاهلیة وانا بین اظهرکم..» اوکماقال

ایا تاسې یوځل بیا دجاهلیت نارې او شعارونه راژوندي کوئ په داسې حال کې چې زه ستاسې په مینځ کې یم..

 الله جل جلاله ته دصحابه کرامو اسلامي ورورولي ډیره خوښه وه، نو هغه پاک او لوی ذات هم د رحم نه د یو ډک خطاب په واسطه ددغې ستونزې لپاره حل لار راولیږله چې هغه د اسلام د ستر نعمت یاد ساتل او د هغه غوښتنو ته تسلیمیدل دي چې په دې توګه به په اسلامي ټولنه کې وفاق ،سمون او سکون حاکم او دهر قسم بې اتفاقۍ او بدبختۍ لارې بندې وي.

افغانستان یو اسلامي هیواد دی:

لله الحمد زمونږ ګران هیواد دلوی اسلامي وطن یوه اهمه لرغونې برخه ده چې په ټولو ساحو یې د اسلام وړانګې خپرې دي . د ۹۹٪ څخه زیات اوسیدونکي یې مسلمانان دي او اسلام ته د خدمت په لار کې یې نه هیریدونکې کارنامې ترسره کړیدي. د هند نیمې لوې وچې  ته د اسلام خپرول، د تاتاریانو اومغلو په مقابل کې دریدل او سرښندنې ، د انګریزي استعمار په وړاندې جهاد او مبارزه او په دې وروستیو کې د کمونیزم او الحاد په  وړاندې سرښندنې هغه څه دي چې له یوه پلوه د اسلام سره ددې هیواد تړون او غښتلتیا په ډاګه کوي او له بل پلوه  ددې شاهدي ورکوي چې دا ولس اسلام  له ټولو بد بختیو نه د نجات لار ګڼي.

علماء د افغاني ټولنې باوري لارښوونکي دي:

لکه مخکې موچې وویل  افغانان  له اسلام سره نه شلیدونکې او ژورې  اړیکې  لري، نو په همدې بنسټ د علماء کرامو سره  هم پوخ تعلق لري. افغانان  له پیدایښته تر مرګه علماء خپل لارښوونکي بولي. د تاریخ په اوږدو کې یې د علماوو په فتواوو بې ساري قربانۍ ورکړې، جهادونه او هجرتونه یې کړي او په اینده کې به هم دا ولس د علماوو د لارښوونو سره سم ژوند کوي.

وروڼو ! تاسو خپل لنډ تاریخ ته وګورئ چې دا ولس  دعلماوو په فتواوو له یونیم میلیون نه زیاتو شهیدانو ورکولو ته  او ددې نه  زیات تعداد معیوبینو ورکولو ته تیار شو. کورونه اوفصلونه یې له منځه لاړل، ګرمي، یخني او داسې نور ډول ډول تکلیفونه یې وګالل. دا په دې اساس چې افغانان د اسلام لپاره  سرښندنو ته چمتو او په خپلو علماوو پوخ باورلري . داچې افغاني ټولنه پخپلو اسلامي معتقداتو کلکه ولاړه او خپلو ارزښتونو ته ژمنه ده ، سبب یې همدا دعلماوو په مرجعیت باور دی. او داچې افغانستان تراوسه یو موټی دی او لا به وي سبب یې  د الله د فضل نه وروسته  دعلماوو شتون دی ، چې تل یې ددې خاورې بچېان ورورولۍ ته رابللي او دا هیواد یې له بهرنیو تاړاکونو او یرغلونو نه ساتلی دی  او په دې توګه یې  د افغانانو لپاره  د خپل هویت سره سم ژوند تیرولو زمینه مساعده کړې ده. دغه حقیقت زمونږ نه پرته نورو نړیوالو هم تشخیص کړی، د ختیځ  شاعر اقبال په افغاني ټولنه کې دعلماوو رسوخیت په ښه توګه درک کړی او په دې باور دی چې ترڅو په افغاني ټولنه کې د علماوو مرجعیت او رول شته ، تر هغې ددې قوم خپلواکي شته، نو ځکه استعمارګرانو ته وایي که غواړئ چې په دې قوم غلبه حاصله کړئ، نو لومړی یې علماء له  کلو او بانډو وباسئ او معلومه ده چې  دغه کار خو تاسو نه شی کولای ځکه افغاني ټولنه علماء د خپل سر سترګې ګڼي او هیڅکله یې دغه سرنوشت ته نه سپاري.

د سولې په راوستو کې دعلماوو رول:

راځو دې خبرې ته چې علماء د سولې په راوستو کې څومره رول لري؟

زه دهغه اعتماد په اساس چې افغاني ټولنه یې په خپلو علماوو لري ویلای شم چې علماء په دې هکله کلیدي او بنسټیز رول لري ځکه هغه ملت چې دعلماوو په وینا د ستونزو ګاللو ته چمتو کیږي نو طبېعي ده چې د همدغه علماوو په وینا به سولې ته هم اماده کیږي داځکه چې علماء دسولې دعملیې دتحقق لپاره دځان سره یو لړ مواصفات لري چې پر بنسټ یې ددغه سترې دندې وړ بلل کیږي په داسې حال کې چې دغه مواصفات د ټولنې په نورو اقشارو او صنفونو کې کم لیدل کیږي، چې مونږ ترې لږڅه په تفصیل سره یادونه کوو:

الف: علماء پر امت او ولس دبل هرچا نه زیات مهربان دي :

الله تعالی د خپل ګران حبیب او رسول په هکله فرمایي (النبي اولی بالمؤمنین من انفسهم...) یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم په مومنانو ددوی نه هم زیات مهربانه دی او په بل ځای کې دده په هکله فرمایي(... عزیزعلیه ماعنتم بالمؤمنین رؤوف رحیم) په دغه پیغمبر هغه څه ډیرسخت تمامیږي چې تاسې په تکلیف کې غورځوي او ستاسو لپاره دخیر په جلبولو کې ډیر حریص او هڅه کونکی دی او پرتاسې مومنانو ډیر زړه سوانداو مهربان دی.

حق پالونکي علماء دهمدغه رحمة للعلمین رسول وارثان دي لکه چې په یو حدیث شریف کې راغلي دي( العلماء ورثة الانبياء) د وراثت دغه لویې دندې علماوو ته هم شرف بښلی هم یې مسولېت ور په غاړه کړی، نو څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په امت مهربان او زهیر وو ، طبیعي ده چې وارثان به یې هم د امت غمخواران  وي . علماء کرامو چې امت ته څومره خدمات وړاندې کړي  او لایې وړاندې کوي دا حقیقت په ډاګه کوي چې علماء له بل هرچانه دامت په درد زیات دردمند دي. سوله چې د ژوند یوحیاتي  ضرورت دی  اسلامي ټولنې ته په اعاده کې به یې علماء له بل هرچانه زیات مخکې وي.

ب: علماء له ټولنې سره له بل هرچانه نږدې اړیکې لري :

هره ستونزه یو څه اسباب او لاملونه لري او هر معلول علت لري، نو بدیهي ده چې څوک دیوې ستونزې په اسبابو ښه خبر وي هغه ددغه ستونزې لپاره ښه حل لار ه وړاندې کولای شي، نو علماء چې د یو خاص احساس پر بنسټ له ټولنې سره  تړون لري او د ولس په متن کې ژوند کوي، د ولس له ستونزو څخه ښه خبراو په ښه تو ګه یې د حل لار  وړاندې کولای شي. د افغانستان روانه ستونزه او دهغې اسباب له علماوو نه پټ نه دي او په حل کې یې د بل هر چانه ښه رول لوبولی شي.

ج: علماء دي چې د احقاق حق هیله تری کیږي:

یوازې دیوې ستونزې په هکله معلومات لرل د حل لار نه ده  بلکې دلته دومره ایماني قوت ته اړتیا ده چې پر اساس یې نفسي، مادي، قبېلوي او سمتي ناوړه غوښتنې شاته وغورځول شي او د حق پلي کېدو ته لار هواره شي چې البته دا هیله د نورو په پرتله له علماوو نه زیاته کېدای شي( انمایخشی الله من عباده العلماء)

زه خو دا وایم چې یوازې د جنګ دوام زمونږ ستونزه نه ده بلکې دلته نورې ستونزې هم شته چې هغه د جګړې د دوام او یا سختیدو اسباب دي، ددغه ټولو مشکلاتو نه  راوتل او دغه ټول جاهلي او تعصبي جالونه شلول یو ایماني قوت او جذبې ، یو پراخه نظر او ایماني احساس او بالاخره مستقبل ته یو مسؤلانه نظر ته اړتیا لري،  یو ایماني او با شهامته دریځ ته  اړتیا لري چې البته علماء یې د الهي وحي په رڼا کې په ښه توګه نیولی شي. نن هم  د رسالت په میراث کې هومره قوت شته کوم چې پرون وو په کې، نو لکه څرنګه چې دغه ځواګ د مخکني جاهلیت طلسمونه مات او بندونه یې ونړول ، د ننني جاهلیت مکر او فریب هم له منځ وړلی شي.

دحق جذبه ده چې په زوی د پلار بوتان ماتوي

                                       یوسړي باندې طلسم د جهان ماتوي    

خپلو پردو نه مجرد شه لحاظونه پریږده

                                                                                دحق ورمیږ مراعتونه د انسان ماتوي

دخوف  وطمع  محبت او عداوت قیدونه

                                                                        که هر چا مات کړل هغه مکر د شیطان ماتوي

 
د: د مفاسدو مخنیوی او د ګټو لاس ته راوړل:

د صلحې په عملیه او پروسه کې ګام اوچتول ددې غوښته کوي چې مصلحین باید د مفاسدو د مخنیوي او دمنافعو د راجلبولو استعداد ولري . دمفاسدو او منافعو د تشخیص قوت ولري، متأسفانه نن د ماده پرستۍ په دې دور کې ډیر داسې خلک چې د پوهانو او متخصصینو القاب هم لري مصالح یوازې په اقتصادي لاس ته راوړنو کې منحصروي پداسې حال کې چې دیني معتقدات د مصالحو په سر کې واقع دي. اجتماعي اوکلتوري ارزښتونه او خپلواکي هغه څه دي چې هیڅکله د مادي ګټو سره نه شي پرتله کېدای.
وروڼو! که چېری یوازې په اقتصادي لاسته راوړنو پورې دهیواد ټول سرنوشت وتړو نو دابه ډیره بې عقلي وي او یوځل بېا  به په خپلو لاسونو تیر تاریخ تکرار کړو.  ایا دثور د کودتاچېانو همدغه شعار نه وو ؟ ایا یوازې د کور، کالي، ډوډۍ شعار هغوی چې  دیني، ملي او نور ارزښتونه یې له پامه غورځولي وو، د ملت د قهر له څپیړې وژغورل؟  نو که څوک نن هم یوازې دخيټې په ډکولو او یاد مجللو قصرونو په جوړولو کې د افغانستان مصالح منحصروي او نور ارزښتونه له پامه غورځوي څه فکر کوی دوی به دسولې لپاره څه وکړای شي؟ دوی به د یونیم میلیون شهیدانو وارثانو ته څه ځواب ورکوي؟  نو دا علماء دي چې دټولنې مصالح په ښه توګه پیژني او هم په ښه توګه دهغو مفاسدو مخنیوی کولای شي کوم چې زمونږ د ولس د وروسته پاتې والي او اخلاقي زوال سبب ګرځي. او دا علماء دي چې اولویات پیژني ، دجنګ اوسولې حدود پیژني، نورو سره د استدلال قوت لري ، دیانت او داسې نو ر مواصفات لري چې پر مټ یې کولای شي د صلحې عملیه  پرمخ بوځي، خو په دې شرط چې علماوو ته موقع ورکړل شي .

علماء او مصالحت دتاریخ په اوږدو کې :
داچې د مسلمانانو ترمینځ د سولې قایمول یو شرعي امر او ملي مسؤلیت دی علماوو د تاریخ په اوږدو کې د هغې د تحقق لپاره هلې ځلې کړې دي د مثال په توګه کله چې خوارجو د علي رضي الله تعالی عنه په خلاف توره اوچته کړه، نوعبدالله بن عباس رضي الله عنهما له هغوی سره استدلال وکړ چې په  نتیجه کې د خوارجو له شپږ زره کسانو څخه  دوه زره کسان  قانع شول او له جنګه یې لاس واخیست. اوس هم مونږ وینو چې په افغاني ټولنه کې علماءکرام هره ورځ د افرادو او قومونو ترمنځ مصالحې او روغې جوړې کوي.  دا ددې شاهدي ورکوي چې که چېرې په لوړه کچه او واقعي تو ګه د افغانستان په ستونزه کې علماوو ته وخت ورکړل شي، نو ان شاء الله چې ډیرې ښې لاسته راوړنې به ولرو.

د ۱۳۹۶ کلیز

1