Language Switcher

RJ Social Icons

په سوله کې تجربې او ارزښتونه

حبیب الله فوزي

دسولی عالی شورا غړی

صلح په اصل کې عربي کلمه ده، چې په پښتو ژبه کې هم مأنوسه او پیژندل شوې ده، د روغې جوړې او سولې په معنا ده، په عربي ژبه کې  د صلح له کلمې څخه علاوه، موادعه، مهادنه او مسالمه هم د همدې مطلب لپاره کارول کیږي چې د شخړې او جګړې لرې کولو ته وایي، نو سوله هلته رامنځ ته کیږي چې عداوت او دښمني له منځه ولاړه شي، روغه جوړه او ارامي د هغه ځای ونیسي.

د تاریخ په اوږدو کې جنګ او سوله دوې داسې پدیدې دي چې انسانانان یې له یوه سخت کشمکش سره مخامخ کړي دي، خو سوله د ژوند د دوام لپاره یوه داسې لار ده چې بشر ته ددې فرصت ورکوي یوه زمانه له وژنې او تاو تریخوالي څخه لیرې، هوسا ژوند وکړي، له همدې امله سوله د انسانانو لپاره یو ښه او په زړه پورې اصل او لاره ده.

په حاضره زمانه کې له نړیوالې همه جانبه سولې څخه خبرې کیږي، خو که په غور سره وکتل شي، د اسلامي عهد له پیل څخه د رسول الله e له خوا څو ځلې سوله شوې؛ بهترینه نمونه يې د حدیبیې سوله ده، چې رسول الله e د سولې د تحقق او د جنګ او د ناحقه قتل د مخنیوي لپاره، ډیر ګران او سخت شرطونه ومنل.

په نظامي حل ټینګار

له څو لسیزو په ځانګري ډول له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته افغانستان د جګړو او تباهیو میدان ګرځیدلی، افغان ولس د دې په ځای چې د نړیوالو د وعدو او امکاناتو په رڼا کې، نورمال ژوند ته ګرځیدلی وای، د ځان او خپلې کورنۍ لپاره یې کار او نفقه پیدا کړې وای، متاسفانه چې ناخوالې او ربړونه یې نور هم پسې زیات شول، تر ټولو بنیادي شتمني (امنیت) یې له لاسه ورکړه او دا خو ښکاره خبره ده چې امنیت نه وي عدالت تامینول خو بیا ډیر ګران کار دی، بله ستونزه دا وه چې دولت، نړیوالې ټولنې او همدا شان طالبانو او مسلحو مخالفینو په دې ټینګار کاوو چې د حل یواځینی لار جګړې ته ادامه ورکول دي، د سیاسي حل په ځای یې په نظامي حل ټینګار کاوو، چې له بده مرغه، ډیرې تباهۍ او بربادۍ رامنځ ته شوې، ډیر انسانان ناحقه ووژل شول او ډیرې کورنی د ویر په تغر کیناستلې.

لاس ته راوړنې:

۱. د  نړیوالی ټولنې له خوا د سولې اصل منل: دا چې د لسو کلونو له تیریدو وروسته نړیوالې ټولنې دا ومنله چې جنګ د حل یواځینی لاره نه ده، د دې ترڅنګ باید د سولې لپاره کار وشي او په دې خبره یې د لندن په کنفرانس کې وضاحت وکړ او د سولې ملاتړ یې اعلان کړ، دا یوه ډیره غټه لاسته راوړنه وه چې د افغانستان د ولس لپاره د راتلونکي ژوندانه لپاره یې هیلې او امیدونه رامنځ ته کړل.

۲. د سولې عالي شوری منځ ته راتلل : په ۱/ ۴/ ۱۳۸۹ کې د مشورتې لویې جرګې له خوا چې د ولس ۱۶۰۰ تنو استازو پکې برخه اخستې وه، له سولې څخه ملاتړ او له دولت څخه وغوښتل شو چې د سولې د ټینګښت لپاره له بانفوذه او مخورو شخصیتونو څخه یو نهاد رامنځته شي چې د سولې چارې پر مخ بوزي او د افغانستان د خلکو او حکومت له خوا د سولې لپاره د یوه معین ادرس په توګه په دې هکله موثر کار وکړي.

۳. د سولې عالي شوری له خوا د بین المللي ټولنې د ملاتړ د لاس ته راوړلو لپاره هڅې: د سولې عالي شوری له هماغه پیل څخه په ډیره جدي توګه هڅې پیل کړې چې د سولې په هکله د نړیوالې ټولنې سیاسي، مالي او نورې مرستې تر لاسه کړي. د سولې عالي شوری په دې هکله د یوې مشخصې تګلارې په اساس، ګاونډیو او نورو مختلفو ملکونو ته سفرونه وکړل؛ چې له نیکه مرغه نړیوالې ټولنې د سولې له پروسې څخه خپل بشپړ ملاتړ په ډاګه کړی او په دې لاره کې یې د خپلو مرستو پخلی کړی دی.

۴. د طالبانو لپاره د یوه ادرس پیدا کول: د سولې شوری په پرله پسې ډول دا هڅه وکړه چې د نړیوالې ټولنې په مرسته وکړای شي طالبانو ته یو ادرس پیدا کړي، تر څو د دوی له اصلي استازو سره په رسمي شکل خبرې تر سره شي، لکه د پخوا په څیر له جعلي استازو سره وخت ضائع نه شي، او د سولې لپاره لاره هله هواریدی شي چې د مخالف په موقف پوهاوی رامنځته شي د هغوی په غوښتنو خبر شي او د هغو په رڼا کې لازمې لارې چارې ترسره شي، له نیکه مرغه د طالبانو لپاره په قطر کې دفتر پرانستل شو، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دې دفتر ته ستونزې پیدا شوې، خبرې اترې پیل نه شوې، موږ امید وار یو دغه ستونزې ډیر ژر پای ته ورسیږي او  نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرې پیل شي.

۵. د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د نومونو د وتلو هڅې: د سولې عالي شوری د هڅو او زیار په نتیجه کې تر اوسه له ۳۰ څخه د زیاتو طالبانو نومونه د امنیت شوری له خوا له تور لست څخه وتلي چې خپل نورمال ژوند یې پیل کړی او د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او د سولې په پروسه کې فعاله ونډه لري. د هغو طالبانو لپاره چې غواړي په مذاکراتو کې ګډون وکړي، د هغوی لپاره د موقت سفر د اجازې اخستل او هغوی ته نورې اسانتیاوې برابرول، چې یوه ښه نمونه یې معتصم اغا جان دی چې د طالبانو د مالیې وزیر وو او اوس په تر کیه کې اوسیږي، د ملګرو ملتونو د امنیت  شوری په اجازه تر کیې ته ولاړ چې وروسته یې بیا نوم هم له تور لست څخه ووت.

۶. د هیواد په داخل کې د سولې د فرهنګ ترویجول: سوله هله په واقعي توګه بریالیتوب ته رسیدای شي چې ولس د سولې په اهمیت پوه شي او بیا خپل حمایت ورسره اعلان کړي او په دې برخه کې د مرستندوی رول اداء کړي، د سولې عالي شوری په څلور دیرشو ولایتونو کې د سولې ولایتي کمیټې جوړې کړې، تر څو په خلکو کې د سولې په برخه کې پوهاوی پیدا کړي او خلک د سولې په ګټو خبر کړي او له دې لارې خلک وهڅوي چې له خپلو اړیکو څخه په ګټه اخیستنې مخالفین د سولې لور ته راوبولي، تر څو  له همدې لارې د غمیزو په کمولو کې رغنده او مثبت کار تر سره شي. له نیکه مرغه د دغو دفترونو له لارې د سولې په هکله مثبت کارونه تر سره شوي، خلک د سولې له نامه او اهمیت سره اشنا شول، د مخورو خلکو له خوا له مخالفینو سره تماسونه ونیول شول چې  په اساس یې په مختلفو ولایتونو کې یو شمیر مخالفین د سولې له پروسې سره یو ځای شول.  

۷. سیاسې احزاب د سولې په مشورو کې شریکول: سیاسي احزاب د ملک د سیاست یوه د پام وړ برخه تشکیلوي، د سولې عالي شوری غوره وګڼله چې سیاسي احزاب د سولې په مشوره کې شریک کړي، د هغوی رضایت تر لاسه کړي، تر څو د سولې په راوستو کې د دوې مرستې جلب کړي او هغه مخالفتونه له مینځه یوسي کوم چې د ددوی د نه شرکت په وجه راپیدا شوي  وو، په دې هکله هم د سولې عالي شوری ښه پرمختګ لرلی، څو ناستې له سیاسي احزابو سره تر سره شوې چې ښې پایلې یې لرلې، سیاسي احزابو په یوه خوله د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، هر حزب د خپلو پالیسیو په رڼا کې د سولې عالي شورا ته خپلې ارزښتناکې او تعمیري مشورې ورکړې، مثبت انتقادونه او نیوکې یې کړې چې په مقابل کې د سولې عالي شوری د دوی مشورو ته د احترام او د هغو د په نظر کې نیولو اطمینان ورکړی.

۸. له مدني ټولنو سره سلا مشورې: څرنګه چې مدني ټولنې له خلکو سره په تماس کې دي او کولای شي د سولې د فرهنګ په ترویج، له سولې سره د هغوی د حمایت د جلبولو او له دې پروسې سره د دوی عملي شرکت، رامنځته کړي، د سولې عالي شوري له دوی سره په مختلفو وختونو کې جلسې جوړې کړې او دوی یې د پروسې له  پرمختګونو څخه خبر کړي دي. دې ناستو ډیرې مثبتې پایلې لرلې دي، مدنې ټولنو د دې ناستو هرکلی کړی او د سولې عالي شوری ته یې د خلکو نظریات رسولي، نیمګړتیاوې یې ورپه ګوته کړې،  او دوی وروسته له دې چې د سولې عالي شوری په فعالیتونو او پالیسیو خبر شوي، خپله خوښي یې څرګنده کړې او د سولې له عالي شوری سره یې د هر راز مرستې ژمنه کړې، دا ناستې په منظمه توګه روانې دي.

۹. د سولې په پروسه کې د دیني علماوو شاملول: څرنګه چې افغاني ټولنه مسلمانه ټولنه ده، د دیني علماوو لارښوونو ته د احترام په سترګه ګوري او هڅه کوي چې هغه عملي کړي، د دوی سپارښتنو ته له دیني اړخه ګوري  او  د هغو پلي کول د ځان مسؤلیت ګڼي، له همدې امله د سولې عالي شوری له پیل څخه له علماوو سره خپلې مشورې شریکې کړې دي، د سرتاسري شوری سره په دوامداره توګه مشورې لري، همدا شان یې په ولایتي کمیټو کې هغوی ته د پام وړ برخه ورکړې چې له امله یې د سولې په پرمختګ کې مهم اثر لرلی دی.

۱۰. د اسلامي نړی د علماوو حمایت تر لاسه کول: د دې لپاره چې افغانستان د سولې په برخه کې د نورو اسلامي هیوادونو حمایت له ځان سره ولري، سږکال د اګست په میاشت کې د سولې عالي شوری یو نړیوال اسلامي کنفرانس رابللی وو چې د ډیرو اسلامي هیوادونو علماوو پکې ګډون کړی وو، هغوی د یوې اعلامیې او پریکړه لیک په ترڅ کې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او افغانستان ته یې د سولې د راتګ په اهمیت ټینګار وکړ، په یوه غږ یې له ټولو دخیلو اړخونو څخه وغوښتل چې د سولې په راوستو کې له افغانانو سره مرسته وکړي، تر څو د دغه لرغونی اسلامي هیواد ستونزې پای ته ورسیږي او خلک یې د آرام سا واخلي.

۱۱. د سولې عالي شوری د غړیو ظرفیت لوړول: د دې لپاره چې د سولې د عالي شوری غړي په ښه توګه د سولې کارونه پرمخ بوزي، د سولې عالي شوری هڅه کړې چې د خپلو اعضاوو ظرفیتونه لوړ کړي، په دې هکله یې په داخل او خارج کې د ظرفیت لوړولو د زمینې برابرولو، د علمي بحثونو او  ورکشاپونو د جوړولو هڅې کړې، چې په دې هکله د ایرلیند شمالي څخه د سولې متخصصو علماوو ، د اندونیزیا سفیر د اچین د سولې تجربې شریکې کړې دي.

په بهر کې د جرمني هیواد زموږ د سولې د شوری په وړاندیز د سولې د شوری یو څو تنه غړي د جرمني هیواد ته وروبلل او هلته د یوې اونۍ په موده کې د متخصصو علماوو له خوا ورته ډیر ګټور معلومات ورکړل شول، د جرمنې د یووالي تجربې یې ورسره شریکې کړې، همداشان یې د جرمنې له له محترم جمهور رئیس، لوړ پوړو سیاسی شخصیتونو سره، لکه د پارلمان له غړیو، دسیاسي حزبونو له مسؤلینو، د افغانستان او پاکستان له خاص استازي، د امنیت د پالیسۍ لپاره د جرمني انستیتیوت  له مسؤلینو او نورو سره لیدنې کتنې وکړې، د جرمني علمي او تاریخي ځایونه یې ولیدل، چې بې له شکه دې کار د سولې د شوری د غړیو د ظرفیت په لوړولو کې ډیر مثبت اثر درلودلی دی، موږ د جرمني  هیواد ددې مرستې ډیره مننه کوو.

همدا شان تیر کال د فرانسې، د پاریس ښار په شانتی کې د بین الافغاني مذاکراتو مجلس یوه ښه تجربه وه، هلته د طالبانو د استازو، حکومت او د حکومت د اپوزیسیون د ګډون یوه ښه پایله دا وه چې طالبانو سیاسی حل ته دلچسپي وښوده، نو که مستقیم مذاکرات پیل شي، د یو بل په موقف پوهیدلو او د حل لارو چارو ته لاره هواریږي.

۱۲. د سولې د بهیر د کړنلارې ترتیبول: د سولې عالي شوری د افغانستان د خلکو  له هیلو او د دوو لویو جرګو له سپارښتنو سره سم چې یوه یې د۱۳۸۹ د چنګاښ په میاشت او بله یې د ۱۳۹۰ کال د لړم په میاشت کې جوړه شوې وه، یوه کړنلاره جوړه کړه چې پنځه پړاوونه لري چې د هر پړاو ځانګړې موخې  یې د مهال ویش په پام کې نیولو سره مشخصې شویدي او د سولې د بهیر هغه اساسي اصول یې په ګوته کړي دي چې ټولې خواوې یې باید په پام کې ولري.

دا پړاوونه د ۲۰۱۳ کال د مارچ له میاشتې پیل او اخرې پړاو یې د ۲۰۱۴ کال تر اخره دی.

د دې کال د نومبر په میاشت کې مهم او د پام وړ پرمختګونه  شوي، په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریطانیا دری اړخیزه ناسته چې ډیره ګټوره وه او پاکستان په کې د سولې په هکله د همکاریو ژمنه وکړه، پاکستان ته د سولې دعالي شوری د هیئت کامیاب سفر، له زندان څخه د پاکستان له خوا د دریو لوړ پوړو طالب چارواکو، ملا جهانګیروال، ملا عبد المنان او ملا یونس خوشي کول او همدا راز د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سفر افغانستان ته.

لاندې ارزښتونه باید په نظر کې ونیول شي.

۱. عامه پوهاوي او ملی اجماع ته پاملرنه: د پوهاوي د پیاوړتیا او د سولې  بهیر د ملاتړ لپاره د ملي اجماع رامنځته کول چې د پاکستان، د سیمې او د نړی د نورو هیوادونو د همکارۍ راجلبول هم پکې شامل دي، تر څو د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو لپاره جوړونکي شرایط برابر شي او په پای کې د عملي اقداماتو لپاره لاره پرانیزي.

۲. د مستقیمو مذاکراتو د بهیر لپاره عملي ګامونه پورته کول: د مستقیمو مذاکراتو لپاره د یوه تحرک رامنځته کولو ته اړتیا ده چې دا کار په تدریج سره تر سره شي، لکه د افغانستان، پاکستان او امریکې تر منځ، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د تعزیراتو له لست څخه د نومونو حذفول، د مذاکره کوونکو د خوندي تګ راتګ لپاره لاره هوارول او د طالب مشرانو اړتیاوو ته چې غواړي د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي رسیدګي کول.

۲- له طالب مذاکراتو سره د رسمي خبرو اترو پیل کول، ممکن د ددې خبرو اترو په پایله کې لومړیو او اساسي موافقو ته ورسیږي. د اوربند اعلانول او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیښودل چې له دې اعلان سره به د خلکو لومړنیو او اساسي ستونزو ته، لکه زده کړه، بشري مرستې، حفاظت، امنیت او ټولټاکنو ته رسیدګي ممکنه شي.

۳. د دوامداره امنیت او ثبات لپاره د ملاتړ تر لاسه کول: د افغانستان او سیمې د تلپاتې او دوامداره امنیت او ثبات لپاره د سیمې او نړۍ پریکنده اوږد مهاله ملاتړ چې د هیواد او سیمې د پرمختګ لپاره ګټور او اغیزمن وي.

۴. سوله یوه دوامداره او اوږد مهاله پروسه ده چې حوصله، ظرفیت سازي، د حالاتو له تغییر سره سم د موثر میکانیزم جوړول، له مخالفینو سره په حکومت کې د راتلونکي ګډون په هکله خبرې، هغوی په سیاسي پروسه کې شاملول، او د سولې په هکله د ولس د پراخه ملاتړ راجلبول، د نړیوالې ټولنې د حمایت دوامداره کول او بالاخره: د سولې راوستل، د سولې ساتنه دا ډیر اوږد مهاله کار ته ضرورت لري. هیله من یو چې د سولې عالي شوری او افغان ولس به په دې موخه کې بریالی شي.

د ۱۳۹۵ کلیز