Language Switcher

RJ Social Icons

سوله ډېره غوره ده

بسم الله لرحمن  الرحيم

الله تعالى  فرمايلي دي: ( والصلح خير)  النساء  ۱۲۸  -  يعنې  سوله ډېره غوره ده .
د اسلام سپېڅلی دين  هغه جامع او نړيوال  دين دى چې د انساني نړۍ سوله  ييز  ژوند ته په ډېر احترام او لوړ  ارزښت قايل دى،  چې  په ناحقه ديوه انسان وينه تويول  يې دټولې بشري ټولنې دوينو له تويولو سره برابر ښودلي دي.
الله تعالى فرمايي:  من قتل نفسا بغير نفس او  فساد في الارض  فكانما قتل الناس جميعا ومن احيا ها فكانما احيا الناس  جميعا – سورة المائدة (۳۲)
يعنې "څوك چې يو انسان د قتل له  مرتكب كېدو يا په ځمكه كې د فساد خپرولو نه پرته  ووژني نو داسې ده لكه چې ټول انسانان يې وژلي وي او څوك چې يو انسان  له مرګ وژغوري لكه چې ټول انسانانو  ته يې ژوند ور بخښلى وي."
قران كريم پدې توګه یو ټولنيز او روزنيز حقيقت  بيانوي،  ځكه چې  انساني  ټولنه  په حقيقت كې لكه ديوې كورنۍ غوندې او وګړي يې ديو بډن د غړو په څېر دي.
ددې بدن له غړو نه چې هر غړي ته څه صدمه  ورسېږي، د بدن پر نورو غړو باندې  ارومرو اغيزه كوي ( چې دا ديو مبارك حديث مفهوم دى )  او دا ځكه چې ټولنه له  وګړو نه جوړه شوې او د يو وګړي له مينځه تلل ټوله انساني  ټولنه زيانمنه كوي.
هو: ديو تن  له مينځه تلل او نشتوالى  ددې سبب ګرځي چې هغه ځاى خالي شي،  چې دهغه  په شتون سره ورباندې  اثر مرتب ؤ او زيان  يې ټولو ته  رسېږي.
همدارنګه  يو تن ته ژوند بخښل ( له  مرګه  ژغورل) ددې بدن (  انساني ټولنې )  د نورو غړو ژوندي ساتلو سبب ګرځي  ځكه چې  هر څوك د انساني  لويې ټولنې  په ودانۍ اود هغې  د اړتياو په ايسته كولو كې په خپله اندازه اغيزه او ونډه لري، څوك لږ او څوك هم ډېره.
نو كله چې د يو انسان  په  ناحقه  وژل دومره  ستره ګناه  ښودله  شوې ده،  ښكاره خبره ده، چې په ناحقه د ډېرو كسانو  وينه تويول په څو چنده لويه  ګناه ده.
له همدې  امله قران كريم دغه موضوع  د ډير اهميت  وړ ښودلې ده او د انسان وينې ته په ډېر احترام  قايل دی او روا نه بولي ، چې مسلمانان  په خپلو منځو كې سره دښمنان  وي بلكې دسولې خواته يې رابولي، فرمايي:
 والصلح خير )  معنا دا چې  په خپلو كې سوله كول  ډېر غوره   دي، الهي فرمان عام دى پدې كې د ټولو اختلافاتو او شخړو  خواته كه فر دي وي كه ټولنيز، كه سياسي وي كه اقتصادي آن تر دې چې كه ملي وي او كه بين المللي اشاره  شوې ده چې  بايد له منځه يوړل شي او پر ځاى يې سوله تامين شي.
مفتي محمد شفيع  رحمة الله په خپل تفسير معارف القرآن كې تر دغه آيت لاندې ليكلي دي:
د قرن كريم الفاظ عام دي ، د مسلمانان تر مينځ  هر راز ( اختلافاتو ته شامليږي، چې بايد په سوله باندې  حل شي. رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم  فرمايلي دي: (كل صلح جايز بين المسلمين  الاصلحا اهل حراما اوحرم حلالا و المسلمون علی شروطهم الا شرط حرم حلالا)
د مسلمانانو تر مينځ  هر ډول  سوله روا ده مګر هغه سوله  نه ده روا چې په هغې كې  حرام حلال او حلال  حرام ګرځول  شوي وي او مسلمانانو ته په كار دي چې په خپلو شرطونو باندې ودرېږي، پرته له  هغو شرطونو چې حلال پكې حرام ګرځول شوي دي.
څنګه چې  روايت كې هره سوله رواګرځول شوې ده، نو له دغې عامې  قاعدې نه  امام اعظم رحمه الله دا مسئله را ويستلې ده، چې دسولې ټول ډولونه روا دي كه د اقرار په بڼه وي ، دمثال په توګه  مدعا عليه اقرار وكړي، چې ريښتيا هم  دمدعي ددعوې سره سم پر ما باندې دهغه زر روپۍ پور دی بيا پدې سوله وشي چې مدعي دې څه اندازه پېسې مدعا عليه  ته پرېږدي يا دې ددغو پيسو په بدل كې ورڅخه بل شى واخلي.
يا مدعا عليه نه اقرار وكړي،  او نه انكار  صرف دومره ووايي چې كه حقيقت  هر څه وي خو زه غواړم چې ته په دې  شکل سوله وكړې، يا مدعا عليه له دعوې نه بيخي  منكر دی خو بيا هم د جګړې ختمولو لپاره په يو څه وركولو باندې راضي شي، او په هماغه باندې سوله وشي،  دا درې و اړه ډوله سوله روا ده ، ( معارف القران ).
د والصلح خير جمله  لنډه او د ډېرو معناو لرونكې ده، كه څه هم د كورنيو شخړو په مورد كې راغلې ده، خو ښكاره خبره ده چې یو عمومي او هر اړخيزقانون  بيانوي چې هر چېرته لومړنى اصل سوله ، دوستي او پخلاينه ده او شخړه ، جګړه او تفرقه  د انسان د سالم طبيعت او دهغه د هوسا ژوند  پر خلاف ده.
په همدې اساس له استثنايي حالاتو او ناچارۍ نه پرته جګړې او اختلاف ته مخه كول نه دي په كار. دا مادي پرستان دي، چې وايي: د بشر  په ژوند كې  لكه د نورو ساكښانو غوندې د ژوند د بقا لومړنى اصل كشمكش  او شخړې  دي او تكامل له همدې لارې تحقق پيدا كوي، او ښايي همدغه مفكوره په وروستيو پيړيو كې د زياتو خونړيو جګړو سرچينه ګرځېدلې  وي.
 د ماديت پرستو ددې مفكورې پر خلاف انسان دعقل او پوهې په درلودلو سره د درنده حيواناتو څخه جدا دی او انسان د ګډ ژوند او يو له بل سره  د مرستې له لارې  تكامل كوي، نه د تنازع له لارې او په اصل كې بقا د تنازع له لارې  د څارويو ترمنځ هم د تكامل منل شوى اصل نه دى.
مونږ پدې عقيده يو چې د بشر د ژوند د هوساينې  لومړنى اصل سوله  ، دوستي او مينه ده نه جنګ جګړه ، اختلافات او دښمنۍ ، راځى چې د بېلګې په توګه  په هېواد كې د دوولسيزو تپل شويو او بربادوونكو جنګونو اغيزې په تېره بيا پر ښوونې روزنې او روغتيا باندې تر څېړنې لاندې ونيسو چې څه ناوړه پايلې يې رامنځ ته كړې؟!

پر ښوونې روزنې او عامې روغتيا باندې د جګړې او بې ا منيتۍ ناوړه اغېزې
دا يو  روښانه او څرګند حقيقت دى، چې د دوو لسيزو بربادوونكو كورنيو  جګړو ددې مظلوم ملت ټوله شتمني له منځه وړې ده ، په  سلګونو معصوم او بېګنه انسانان يې په وينو كې و لمبول، په سلګونو علماء ، پوهان ، فقهاٰء او مدرسين ، ښوونكي  روزونكي ، انجينران ، ډاكټران او  په كارپوه او ځيرك  انسانان يې تر خاورو لاندې كړل ، په زرګونو  ماشومان يې بې پلار او موره ، يتيمان او بې سرنوشته كړل.
په سلګونو پلرونه او ميندې يې د ګرانو بچوڼو نه  بې برخې كړل.
په زرګونو ښځې يې كونډې  بې سرنوشته ، په سلګونو بې دفاع انسانان يې معيوب او معلول كړل ، په مليونونو بېچاره خلك  بې كوره  او مهاجر شول ،  په سلګونو كورونه په كنډوالو بدل ، كلي ، بانډې ، ښارونه او بازارونه  وران شول،  په سلګونو ښوونځي او دفترونه ويجاړ، په سلګونو محصلين اوزده كوونكي له زده كړې او تحصيل نه محروم ، په سلګونو لرغوني اثار او فرهنګي تاريخي شتمنۍ يا له منځه لاړې يا تالا شوې او بالاخره يې ټول ملت پرله پسې د اختناق او اختلاف ، عداوت او دښمنۍ  او ورور وژنې  په لوري و خوځول او ددې هېواد ، دخلكو ترمنځ يې د كركې او تفرقي تخم  وكره.
هو: د دوه  لسيزو كورنيو تپل شويو جګړو پر ټولو فرهنګي او كلتوري علمي او تحصيلي  ادبې او عرفاني مركزونو كې پوهنتنونونه وو كه پوهنځۍ ، كه دارالعلومونه وو كه دارالمعلمينونه ، كه مدرسې  وې كه دارالحفاظونه او ښوونځي، كه څېړنيزې موسسې وې ، كه فرهنګي ، خپرندويه هنري، سمعې او بصيري مركزونه وو.
كه صنعت ؤ او كه تجارت او اقتصاد  ناوړه اغيزې پرېښودې او د بشري قوتونو تر څنګ يې ملي پانګې  ملي اقتصاد ، دهېواد لوړې ګتې په تېره بيا د ښوونې او روزنې  او عامې روغتيا په برخه كې داسې زيانمنې  كړې ، چې ددې هېواد راتلونكو نسلونو  ته يې ډېربد يادګار  او كرغيړن پيغام په ميراث پرېښود چې په كلونو كلونو به يې  جبيره كول ورته ګران حتى ناشونى كار وي.
خپل مينځي شخړو او  بېځايه او بې مورده ځان  غوښتنو له دې پرته هيڅ  ډول لاسته راوړنه، نه درلوده چې زموږ ځوانان يې دعلم او پوهې ، فرهنګ  او ثقافت  ، تحصيل  او تمدن، سعادت  او نېكمرغۍ ، ترقۍ او وړاندې تګ ،بري او هوساينې ، نجات او فلاح ، وحدت او اتفاق  څخه  واړول  او د كافي سواد، د لوست ليك استعداد، د اسلامي پوهې دغوره ملي او ديني  اخلاقو ، د فردي او ټولنيزو ژوندنيو  ادابو له درلودلو څخه چې له هر مؤمن او مسلمان وګړي سره ښايي محروم او بې برخې كړل ، چې  بې له  شكه ددې مظلوم ملت د ښوونې روزنې او عامې روغتيا  او د ژوند پر چاپېريال يې ناوړه اغېزې پرېښودې.
هو:
له نېكه مرغه د بن له كنفرانس، په هېواد كې د بېړنۍ  لويې جرګې له  جوړېدو، د اساسي قانون د تسويد او تصويب  او د جمهوري رياست له انتخاباتو وروسته  چې د ملت ټولې پرګنې دخپل ملي زعيم او ولس مشر د ټاكلو لپاره  د رايو صندوقونو ته ورغلل او داخوت او ورورولۍ  په فضا كې ، دفردي او ټولنيزې خپلواكۍ، حريت او ازادۍ په لرلو سره دخپلې غوښتنې  سره سم یې خپل جمهور رئيس او ملي زعيم وټاكه چې په نتيجه كې ملي او جهادي ، سياسي او ولسپال شخصيت او د ملي وحدت سمبول جلاالتماب  محترم حامد كرزى  د هېواد د منتخب جمهور رئيس په توګه و ټاكل شو او دده انتخاب ديو نوي او وړتيا لرونكي نظام د منځ ته راتګ باعث شو.
اوس الحمد الله هغه وران ويجاړ  افغانستان د آبادۍ  او مادي او معنوي بيا رغېدنې په لوري مثبت او پاخه ګامونه اخيستي او اخلي يې.
نن مونږ د الله په فضل د قران  او سنت پر اساساتو ولاړ اساسي قانون،  د كفايت او د رايت لرونكي ، پر اسلام ، هېواد او ملت باندې زړه سواندي پارلمان او د منتخب جمهور رئيس خاوندان يو.
مونږ نن علمي ، تحصيلي   څېړنيز او ديني مركزونه لرو،  پوهنتونونه ، دارالمعلمينونه، دارالعلومونه، ښوونځي  او خصوصي مدرسې نوې جوړې شوې دي،  په ډېرو لرې پرتو  ولايتونو او سيمو كې لنډ مهالي او اوږدمهالې  كورسونه د  ظرفيتونو  لوړولو، د ادارې او منجمنټ زده كولو مسلكي او ميتوديكي سمينارونه په كار اچول كيږي، د ژوند په بېلا بېلو  ساحو كې د ښوونې اوزده كړې لمن  پراخه شوې او لا به پسې پراخېږي.
انشاء الله.
نن زموږ په ګران هېواد افغانستان كې متعدد پوهنتونونه ، ښوونځي ، مدرسې  د ارالحفاظونه، دارالعلومونه ، دارالمعلمينونه لرو، چې  په لكونو استادان او ښوونكي په تدریس بوخت او له پنځو مليونو زيات  هلكان او نجونې په تحصيل او زده كړه لګيا دي، زيات شمير فني او مسلكي او په ټول هېواد كې يو شمېر  روغتونونه ، كلينيكونه  او روغتيايي مركزونه فعال دي، دا ټول په داسې حال كې دي، چې له زياتو ننګونو او ستونزو سره مخ يو او د دوو لسيزو تپل شوي او ويجاړوونكي جنګ  اغيزې په هره خواكې تر سترګو كيږي،  چې دهغو د له منځه وړلو لپاره  د كلونو كلونو  كار او زيارته اړتياده.
تاسې په دې ښه پوهېږئ، چې افغانستان په كال ۱۹۱۹ ميلادي كې د جاپان هېواد سره يو ځاى خپله خپلواكي  تر لاسه كړه، خو نن جاپان چېرته رسېدلى او افغانستان په څه حالت كې دى؟!
نن دجاپان توليداتو او صنعت د ټولې نړۍ بازارونه تر خپلو وړانګو لاندې راوستي او دنړۍ د بازار اقتصاد يې په خپل لاس كې نيولى، ، نن په نړۍ كې هېڅ يو هېواد  داسې نشته، چې هلته دجاپان توليدات او مصنوعات نه وي او په لومړي رديف كې يې خپل ارزښت نه وي ګټلى خو افغانستان لا تراوسه د بايسيكل جوړولو وس او قدرت نه لري، وګورئ څومره توپير موجود دى؟!
همدا راز  د افغانستان په بېرته پاتې والي كې د نورو عواملو او لاملونو د شتون څخه هم سترګې نشو پټولاى خو په ډاګه ويلاى شو چې د دوو لسيزو تپل شويو كورنيو جګړو اود امنيت  نشتوالي تر ټولو زيات خپل ناوړه  اثرات اوا غيزې پر افغانستان  پرېښې او  د هېواد او ملت په بېرته پاتې والي كې يې خپل اساسي رول لوبولى دى، چې  د ښوونې او روزنې  عامې روغاتيا او د ژوند په چاپېريال كې يې ناوړه اغيزې له ورايه ګورو.
په هر حال هر څومره چې ووايو ، وليكو، انتقاد او اعتراض وكړو، ګيلې او سرټكونه وكړو، هدف ته به ونشورسيداى، په همدې اساس  په  كار ده چې له دغو بې شمېره ستونزو نه د وتلو لپاره ژور فكر وكړو.
دسولې او امنيت رامنځته كولو په هكله د ورورولى  په فضا كې سره يو موتى شو، دهېواد آبادۍ  او بيا رغونې ته كلكه ملا وتړو او دعمل ډګر ته يې راودانګو.
له نيكه مرغه چې نن مونږ او تاسې دملي مشورتي جرګې څخه چې څو مياشتې د مخه د افغانستان  د اسلامي جمهوري دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو  اوروغې جوړې په خاطر دهېواد په پلازمينه ښكلي كابل كې جوړه شوه خپل ملاتړ اعلانوو او د افغانستان په جګړه كې د ټولو ښكېلو خواو څخه په كلكه غواړو، چې نور ددې ځپل شوي ملت د بېګناه او مسلمانو وګړو له بېرحمانه وژونو او د دولتي تاسيساتو او ټول ګټو ودانيو له ويجاړولو څخه لاس واخلي، د امنيت د فضا په رامنځته كولو د سولې او دوستۍ په ټينګولو سره مټې راونغاړي او يو بل ته سره لاسونه وركړي.
خپل ټاټوبى ودان او ورغوي او دديني ارزښتونو، ملي ګټو او دهېواد اسلامي انقلاب او جهاد د شهيدانو د لوړو اهدافو او ارمانونو تر سره كولو لپاره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې په لار واچوو.
د هېواد د پرمختګ او د ولس  دهوساينې په خاطر خپل هغه مسئوليت  تر سره كړو چې دخپل خداى جل جلاله او خپل ځورېدلي ملت په وړاندې يې پر غاړه لرو.
په  پاى كې  دا خبره د ويلو وړ بولم چې مخكې مو د دوولسيزو تپل شويو او تباه كوونكو جګړو يادونه وكړه خو ددې مجاهد  او شهيد پال ملت دحق جهاد او مقاومت  او مبارزې او تپل شوې جګړې ترمنځ بايد توپير وكړو.
جهاد هغه و، چې ددې هېواد مسلمانو  او  ديندارو خلكو په وږې خېټه ، لوڅو پښو او تش لاس د نړۍ د ستر زبر ځواك يعنې پخواني شوروي اتحاد په مقابل كې پاڅون وكړ اوهغوى يې په داسې حال كې له خپلې خاورې څخه و ايستل  چې او بېرته يې كمونستي  بلاك ته وشړل چې پوز يې په خاورو، سرونه يې په وينو لړلي، او لاسونه او پښې يې غوڅ شوي وو، او د ګران او خپلواك مسلمان افغانستان اتلانو  دخپلې مېړانې ، اتلولۍ په ښوولو سره د نړۍ  د مظلومانو او محكومو ولسونو په كالبدونو كې دخپلواكۍ او ازادۍ ساګانې واچولې او د افغانستان دجهاد له مدرسې نه په سبق زده كولو سره يې  د نورو د غلامۍ  ځنځيرونه مات كړى.
 په مسكو كې د ليلين پلويانو په اصطلاح پيروانو پدې باندې له پوهېدلو وروسته چې  دهغه كړنلاره او تګلاره بيخي غلطه  او د انساني  فطرت پر خلاف  وه  دهغه مجسمه يې پر ځمكه را نسكوره كړه.
د پخواني  شور وي اتحاد جمهوريتونه په پينځلسو هېوادونو وويشل شول  يعنې ټولو مستمره هيوادونو خپلواكي او آزادي   ترلاسه كړه چې په حقيقت كې زموږ د ازادي غوښتونكو اتلانو د برحق جهاد مرهون دي، زموږ مسلمان او مېړاني ملت ددغه پاڅون په نتيجه كې د برلين ديوال و نړېدو، تر تولو مهمه دا چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو په  حذف كېدو سره زموږ مجاهدينو د نړۍ نقشه بدله كړه.
اوس ددې وخت رارسېدلی دى چې تاسې مجاهد او شهيد پال ملت لكه څنګه چې پرون  د روس  پر وسله سمبالو  سرو لښكرو  په مقابل كې د زمريانو په څېر دحق په  سنګرونو كې د باطل پر ضد وجنګېدئ نن په خپل ګران وطن افغانستان كې  د دايمي سولې او سراسري امنيت ټينګولو  او دخپلو وراڼو  ويجاړو كنډوالو د بيا  آبادولو او نوي اعمار لپاره مټې  راونغاړئ تر څو چې ديومتحد مقتدر او په ټولو ډګرونو كې دپر ځآن متكي حكومت خاوندان واوسئ او دخپلو نيكونو په څېر د بشري ټولنې په جوړولو كې خپل عمده او اساسي رول   ولرئ،  او دددې پر ځاى چې بهرنيو هيوادونو ته مو لاس غځېدلى وي د ملي ګټو په نظر كې ساتلو سره د هيواد او هيواد والو او د نورو اړتياوې ايسته كړو او د يو شتمن ، مقتدر ، متمدن ، مترقي او پرمختللي هېواد لرونكي او په عين وخت كې خپلو او د نورو اړتياو ته  ځواب ويونكي واوسو.
 تاسې چې پرون دحق له حريم نه ددفاع په خاطر  په خپلو سرونو او مالونو سره جهاد وكړ نن په خپل ټول  توان او طاقت سره دسولې او امنيت د ټينګښت لپاره په متحدانه ډول هلې ځلې وكړئ، اودخپل خالق او خپل ځورېدلي ملت په وړاندې خپل ايماني او وجداني مسئوليت  ادا كړئ.
په دې لاره كې زموږ ديني علماء، پوهان، روحانيون په تېره بيا د جوماتونو امامان او خطیبان او د تكيه خانو او حسينيه مراكزو واعظان غټ مسئوليت لري، ځكه چې  دوى  د پيغمبرانو عليهم الصلوة والسلام و ارثان دي (  العلماء ورثة  الانبياء.)
په همدې خاطر د ملت  د نورو وګړو په پرتله د دوى مسئوليت دروند دى نو ځکه خو په كار ده چې دوى د منبرونو له لارې دعامه خلكو ذهنونه روښانه كړي او  خلك پدې وپوهوي چې د افغانستان  قضيه  او ربړه د جګړې كشمكش ، اختلافاتو، وينو تويولو ، دولتي تاسيساتو ويجاړولو،   د سړكونو  او پلونو، پلچكونو تخريبولو، د ښوونځيو ، روغتونونو، كلينيكونو  او نورو ټول ګټو ودانيو د سوزولو له لارې نه  حل كيږي.
بلكې د افغانستان  د كشالې، دحل لاره  ملي سوله او پخلاينه او د الهي شريعت دحكمونو تطبيقول دي لكه چې قران كريم  مومنانو ته لارښوونه كوي فرمايي:
((و ان طائقتان من المؤمنين اقتتلو ا فاصلوا بينهما فان بغت احداهما علي الاخری فقاتلو التي تبغى حتى  تفئ الى امر الله فان فاءت فاصلحوا بينهما بالعدل و اقسطوا ان الله يحب المقسطين.
انما المؤمنون  اخوة فاصلوا بين اخويكم واتقو الله لعلكم ترحمون.   ( الحجرات : ۹ – ۱۰ )
ژباړه: (( او كه له مؤمنانو څخه په خپلو منځو كې  دوه ډلې په جنګ شي نو دهغو په منځ كې سوله وكړئ بيا كه له هغو نه يوه پر بلې تيرى وكړي نو تاسې له تيري كوونكي ډلې سره  وجنګيږئ تر هغه پورې چې هغه د الله دحكم خواته راوګرځي، بيا كله چې هغه د خداى دحكم خواته راوګرځي  نو دهغوى په منځ كې په عدل سره سوله وكړئ او له انصاف نه كارواخلئ، بيشكه چې الله تعالى انصاف كوونكى خوښوي.
مؤمنانو په خپلو كې سره وروڼه دي نو تاسې دخپلو وروڼو په منځ كې سوله وكړئ او له الله نه ووېرېږئ ښايي پر تاسې رحم وكړاى شي.))
معارف القران تفسير ددي ايت  تشريح او تفصيل داسې كړى دى.
 كه د مسلمانانو دوه ډلې په خپلو كې سره جګړه وكړي نو تاسې دهغو په منځ كې سوله وكړئ او كه ( داصلاح لپاره له كوښښ نه وروسته ) يوه پر بلې تيرى وكړي( له جكړې نه لاس وانخلي )  نو له تيري كوونكي سره وجنګيږئ تر هغه پورې چې دخداى (ج) حكم ته رجوع وكړي (دخداى له حكم نه مطلب له جګړې نه لاس اخيستل دي)  نو كه تيرى كوونكې ډله ( دخداى حكم ته )  رجوع وكړي (  يانې جګړه بس كړي )  نودهغو ترمنځ په عدل سره ( دعدالت په پام كې نيولو سره  سوله وكړئ ( د شرعي  حدودو سر سمه قضیه اداره كړئ يوازې  په جګړې بندولو اكتفا مه كوئ ځكه چې كه سوله  سرته ورسيږي، بيا هم دجګړې احتمال باقي پاتې كېږي) او د انصاف  په فكر كې اوسئ.
(چې نه چېرته نفساني  غرضونه در باندې  تسلط پيدا كړي )  بيشكه چې الله تعالى انصاف كونكي خوښوي . ( او له دې امله د اصلاح  لارښوونه شوې ده ) چې ټول مسلمانان ( دديني اشتراك له پلوه چې يو روحاني اومعنوي پيوند دى ) يو تر بله سره وروڼه دي نو دخپلو (دوو) وروڼو  ترمنځ سوله وكړئ ( تر څو چې اسلامي وروولي ټينګه پاتې شي )  او ( د اصلاح په وخت كې ) له خدايه ووېرېږئ ( شرعي حددود رعايت كړئ)  ترڅو، چې پرتاسې رحم وشي.
ددې مباركو آياتونو د نزول د سبب په هكله مفسرينو راز راز پېښې  ذكر كړې دي چې د  مسلمانانو  د دوو ډلو ترمينځ جګړې   سره اړيكه لري، او كيداى شي دا ټولې پېښې ددې اياتونو د نزول سبب ګرځېدلې وي يا كومه خاصه پېښه يې د نزول سبب اوسي ا نورې پېښې  د اشتراك  د وجهې له امله دنورو ورته پېښو دنزول  سبب ګرځېدلې وي.
ددې ايت اصلي مخاطبان زياتره پاچاهان اوحاكمان دي، چې د جهاد او قتال  اسباب په واك كې لري او په غير مستقيم  ډول ټولو مسلمانانو ته خطاب دى، چې په دې لاره كې له چارواكو سره مرسته وكړي او چېرته چې امام ، امير پاچا او رئيس نه وي، حكم دادى چې دواړه ( جنګېدونكې) ډلې وپوهولى شي او جنګ بندولو ته چمتو شي.
او كه دواړه ډلو ونه منله  ورڅخه جدا دې شي بې له دې چې د كومې يوې مخالف يا موافق و اوسي.
د مبارك آيت ( فان  فادت فاصلحوا بينهما بالعدل واقسطوا )  په ضمن كې  دا مفهوم  پروت دى، چې كه تيرى كوونكې ډلې له جنګ څخه لاس واخيسته يوازې  په جنګ بندولو  باندې بسنه مه كوئ، بلكې دجګړې د علتونو  او دجګړې د دواړو خواو د شكايت له منځه وړلو په فكر كې اوسئ.
تر څو غوسه او دښمني يې له زړونو ووځئ او د  تل پاتې  وروولى زمينه برابره شي ځكه چې هغوى  دمسلمانانو د مشر پر ضد هم جنګېدلي  دي ، نو دا احتمال موجود ؤ،  چې دهغو په هكله بشپړ عدالت  عملي نشي ، په همدې  اساس قرانكريم  تاكيد وكړ، چې د دواړو ډلو د دلايلو په اورېدو كې دې له پوره عدالت  او انصاف څخه كار واخيستل شي.
داكتر يوسف قرضاوي پدې باره كې په خپل ( الحلال و الحرام )   نومې كتاب كې ډېر ښكلى او په  زړه پورې تحليل كړى ليكلي يې دي :
"الله تعالى مسلمانان په خپلو كې داسې وروڼه  ګرځولي دي، چې د بشري همنوعۍ او انساني ورورولۍ نه سربېره اسلامي ورورولي هغوى سره نښلوي او ددې ورورولۍ او پيوند غوښتنه داده چې ټول سره په خپلو كې دوستان اوسي يو بل سره نيكي وكړي نه داچې يو له بله ليرې  شي.په كار ده چې  نژدې اړيكې سره ټينګې كړي، په يو صف كې و اوسي په خپلو كې له دښمنۍ نه ډډه وكړي يو موټى شي او له تفرقي او اختلاف نه په ډډه واوسي )).
رسول الله صلي الله عليه وآله وسلم پدې باب داسې فرمايلي دي:
(لاتحاسدوا ولا تدابروا ولاتباغضوا وكونو ا عباد الله )خوانا) يعنې يو پر بل حسد مه كوى) يو له بل نه مخ مه اړوئ يو بل ته بغض او كينه په زړه كې مه ساتئ دخداى د بندګانو په توګه يو له بل سره دديني وروڼو په  حيث چلند وكړئ.)
 داكتر قرضاوي زياتوي : په خپل منځ كې دې سوله ټينګه  كړي ځكه چې دا د اسلامي ورورولۍ غوښټنه ده ، چې كه دوه تنه په خپلو كې سره اختلاف ولري بايد چې سره پخلا شي او سوله وكړي اسلامي ټولنه هم پدې عنوان چې هم غږي او  همكاري دې ولري اودخپلو وګړو او غړو په هكله مسئوله ده.
كه چېرته  ووينې چې وګړي يې په خپلو كې په جګړه اخته دي، يو بل ته زيان رسوي يا يې له منځه وړي  دا ورته نده روا چې د نندار چي په توګه بيطرفه كښېني او پرېږدي ، چې ددښمنې اور ګرم او لمن يې پراخه شي.
بلكې د نظر پر خاوندانو واجب ده، چې دا صلاح  په منظور مداخله وكړي، حق په نظر كې ونيسي او له تعصب او نفسي تمايلاتو څخه ليرې اوسي لكه چې الله تعالى فرمايلي دي: ( فاصلحوا بين اخويكم  واتقوالله لعلكم ترحمون.)
ژباړه: ((د خپلو وروڼو ترمنځ سوله  وكړئ دخداى له عذابه ووېرېږئ ښايي در باندې رحم وشي.))
پيغمبر صلي الله عليه وآله وسلم  په يو حديث كې دخلكو ترمنځ دسولې كولو د اهميت او فضيلت او ددښمنۍ د زيان په باره كې داسې فرمايلي دي: ( الا ادلكم على افضل  من درجة الصلوة و الصيام والصدقة؟قالو ا بلى يارسول الله قال: اصلاح ذات البين هى  الحالقة  لا اقول انها تحلق الشعر ولكن تحلق الدين . (رواه الترمذي وغيره)
ژباړه: يعنې  ((ايا تاسې ته داسې يو كار د رونه ښايم چې له لمانځه ، روژې او زكات نه يې اجر او ثواب زيات وي؟ حاضرينو وويل: ولې نه يا رسول الله ، نبي كريم صلي الله عليه وآله وسلم وفرمايل:په خپلو منځو كې سوله كول دي، اختلاف او دښمني  خرېیونكې او غوڅوونكې ده، زه نه وايم چې ويښتان خريي بلكې دين غوڅوي او له منځه يې وړي.))
په دې اساس لازمه ده چې علماى كرامو  او روحانيون، متنفذين ، پوهان،  استاذان ، فرهنګيان ، سياستوال ، ليكوالان، د حكم خاوندان، ژورنالېستان، قومي مشران او په پاى كې ټول هېوادوال   د مسئوليت احساس  وكړي او دسولې كارته دې مټې راونغاړي.
د پورتني ايت له مخې اصلاح ته راپاڅېدل لازم دي، ايت عام دى د ناپوهانو غوندې دې نه كيږي، چې ننداره كوي او د پرديو په ګټه تماميږي، دخپل كور او هېواد په ورانولو كې ونډه لري او په ګناه كې شريك وي بلكې د اد ټولومسلمانانو وجيبه ده، چې د مسلمانانو ترمنځ دجګړې بل شوى اور مړ كړي ځان مسئول وګڼي  او ننداره چي ونه اوسېږي.
ورپسې ايت كې د تاكيد او دعلت بيانولو لپاره يې فرمايي:
( انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم ) ، ((مؤمنان په خپلو كې سره وروڼه دي تاسې دخپلو وروڼو په منځ كې سوله وكړئ)) ، يعنې په كومه اندازه چې د دوونسبي وروڼو ترمنځ دسولې راوستو لپاره هڅه كوئ، په جګړه اخته مؤمنانو ترمينځ هم دسولې راوستو لپاره په جدي ډول اقدام وكړئ.
څومره په زړه پورې او خوندور تعبير چې ټول مؤمنان په خپلو كې سره وروڼه دي او دهغو تر مينځ جګړه يې د وروڼو ترمينځ جګړه نومولې ده، چې ددې جګړې ځاى بايد ژر تر ژره سوله او پخلاينه ونيسي.
څنګه چې ډېر ځله په دغسې مسايلو كې د ضوابطو ځاى روابط نيسي نو قرانكريم خپل پيروان تنبيه كوي فرمايي(واتقوا الله لعلكم ترحمون.) ((  له خدايه ووېرېږئ تر څو دهغه د رحمت وړ وګرځئ )) پدې ترتيب ديو بل په وړاندې  د مسلمانانو  له سترو ټولنيزو مسئوليتونو څخه د ټولنيز عدالت په اجرا كولو كې دهغه له ټولو اړخونو سره روښانه كيږي.
د (انماالمؤمنون اخوة)  جمله چې په ذكر شوي ايت كې راغلې ده  د اسلام له بنسټيزو شعارونو څخه ده،  ډېر په زړه پورې ، ژور ، اغيزناك او له معنا  ډك شعار (( نور ))  چې كله غواړي له خپلو هم مسلكانو  سره د زياتې مينې څرګندونه وكړي.
د (رفيق)  په نوم يې ياد وي خو اسلام د مسلمانانو تر مينځ د دوستى پيوند د دوو انسانانو د ډېر نژدې پيوند په توګه چې هغه د دوه وروڼو  تر مينځ پيوند دى معرفي كوي هغه هم د مساوات او برابرۍ پر اساس.
په بل تعبير اسلام ټول مسلمانان يوه كورنۍ ګڼي او ټولو ته يې يو د بل  خور او ورو خطاب كړى دى او يوازې په لفظ او شعار كې نه بلكې  په عمل او متقابلو ژمنو كې هم ټول سره خويندې وروڼه دي.
سر بيره پر دې پدې هكله د اسلام  د ګران پيغمبر سيدنا محمد مصطفى صلي اله عليه وآله وسلم مباركې ويناوې د مسلم امت پر يووالي دلالت  كوي چې خپل امتيان ورته هڅوي فرمايي : ( المؤمن للمؤمن كالبعنيان يشد بعضه بعضاً  و شبك بين اصاحبعه ) متفق عليه .
يعنې روسول كريم صلي الله عليه وآله وسلم فرمايي: (( مسلمان د مسلمان لپاره دخپل منځي مرستې اوهمكارۍ له پلوه د مسلمانانو  اړيكه  - لكه ديوې ودانۍ غوندې ده چې  ځينې برخې يې ځينې نورې ټينګوي )) بيا پېغمبر صلي الله عليه وآله وسلم  دخپلو لاسونو ګوتې يو تر بله سره تېر وبېر ننوېستلې او محكمې يې ونښلولې))
ډاكټر عبد الله خاموش هروي ددې حديث په شرحه كې د امام قرطبي وينا داسې بيان كړې ده: (( دا حديث تمثيل دى پدې كې مسلمانا ن په خپلو منځو كې مرستې او همكارۍ ته هڅول شوي دي.
ځكه چې وداني هغه وخت جوړه  پاتې كېږي، چې دهغې خښتې او اجزا وې يوله بلې نښتې  او ټينګې وي كنه نو نړېږي او ورانېږي. همدغسې يو مسلمان د بل مسلمان له مرستې او همكارۍ پرته نه د دين چارې په ښه توګه تر سره کولاى شي او نه ددنيا او نه په يوازې توګه خپل مصالح  برابر ولى شي، او نه د زيانونو په مخنيوي كې مقاومت كولاى شي، چې په نتيجه كې يې ددين او دنيا دواړې چارې خرابېږي.
په يو بل حديث كې نبي  كريم صلي الله عليه وآله وسلم فرمايي : ( المسلم اخو المسلم لايظلمه و لايسلمه من كان فى حاجة اخيه كان الله فى حاجة ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله  عنه بها كربة من كرب يو القيامة ومن ستر مسلما ستره الله يوم القيامة. (متفق عليه)
يعنې مسلمان د مسلمان ورور دى،  ظلم پرې نه کوي او دښمن  ته يې نه ورتسليموي.
څوك چې د مسلمان اړتيا ايسته كړي الله به دده اړتيا پوره كړي څوك چې ديو مسلمان ستونزه حل كړي الله به دده د قيامت د ورځې  ستونزې حوارې كړي او څوك چې د مسلمان پر عيب پرده واچوي الله به دقيامت په ورځ دده پرعيب پرده واچوي.
په بل مبارك حديث كې يې فرمايلي دي : (المسلم اخوالمسلم لايخونه ولايكذب ولايخذله كل المسلم حرام  عرضه و ماله ودمه التقواى  ههنا بحس امرئ من الشران يحقو اخاه المسلم ( رواه الترمذى وقال حديث حسن)
ژباړه: يعنې ((مسلمان دمسلمان ورور دى  خيانت ورسره نه کوي، دروغ پرې نه وايي، ذليلوي يې نه، د هر مسلمان لپاره د بل مسلمان آبرو، مال او وينه حرامه ده، خبر اوسئ ، چې تقواى دلته ده ( په زړه كې ) ديو چا لپاره  همدا بدي بس ده چې خپل مسلمان ورور تحقير او سپك كړي.))
په يو بل مبارك حديث كې فرمايي: ((  لاتحاسدوا ولا تناجشوا ولاتباغصئوا ولاتدابروا ولایبيع بعضكم على بيع بعض وكونوا عباد الله اخوانا المسلم اخو المسلم لا يظلمه ولايحقره ولايخذله  - التقواى  ههنا  -  و يشير الى صدره ثلاث مرات – بحسب امري من الشران يحقر اخاه المسلم  كل المسلم على المسلم حرام دمه وماله  وعرضه ، رواه  المسلم.
يعنې يو له بل سره حسد مه كوئ، د بخش سودا مه كوئ ( بخش ديته وايي چې يو شى اخلي نه خو پر پل مسلمان باندې د ګرانولو لپاره پلورونكي ته جګه بيه وايي چې بل اخستونكى وغولوي، يو له بل سره بغض  او كينه مه كوئ، يو له بل نه مخ مه اړوئ،اى دخداى بندګانو! په خپلو كې سره وروڼه اوسئ، مسلمان د مسلمان ورور دى. ظلم ورباندې  نه كوي، سپكوي يې نه ، يو چاته همدا بدي بس ده ، چې خپل مسلمان ورور سپك كړي د هر مسلمان وينه ، مال او پت پر بل مسلمان حرام دي.))

مسلمانانو وروڼو!
له خدايه ووېرېږئ،  د نندارچيانو غوندې مه کېږئ دخپلو مسلمانانو وروڼو  اصلاح او پخلاينې لپاره را پاڅېږئ  ځكه چې دخپلو  مسلمانانو وروڼو پروړاندې مسئوليت لرئ، د ظالم لاس له ظلم نه لنډ كړئ او له مظلوم سره مرسته وكړئ.
رسول الله صلي الله عليه  وآله وسلم  فرمايلي دي: ( انصر اخاك ظالماً  ا مظلوما ، فقال رجل : يارسول الله:
انصره اذا كان مظلوما ً  ارائيت ان كان ظالماً  كيف انصره؟ قال تججزه ا تمنعه من الظلم فان ذلك نصره -  رواه البخاري.
جليل القدر  صحابى حضرت انس رضي الله عنه وايي رسول الله صلي الله عليه واله وسلم راته وويل:
((له خپل ورور سره  دې مرسته وكړه كه ظالم وي او كه مظلوم ، يو سړي پوښتنه وكړه يا رسول الله!  كه مظلوم  وي مرسته به ورسره وكړم او كه ظالم  وي څرنګه مرسته به ورسره  وكړم؟
رسول الله  صلي الله عليه وآله وسلم وفرمايل: داچې له ظلم نه يې منع كړې  دا له هغه سره مرسته ده.))
حضرت سعدى د مسلم امت د يووالي په هكله څه ښه ويلي دي:

بني آدم  اعضاى يكديگر اند        كه در آفرينش ز يك جوهرند
چو عضوى بدرد آورد روزگار         ديگر عضو ها را نماند قرار
                تو كز محنت  ديگران بې غمي      نشايد كه نامت نهند آ دمى

په پاى كې سوله د ټولو له نظره
مور وايي:    سوله ډېره ښكلې هيله او آرمان دى.
ښوونكى وايي:    سوله د انسان دنيكمرغۍ كتاب دى.
زده كوونكى وايي:    سوله ښايست او تل پاتې  مضمون دى.
داستان ليكونكى وايي:    سوله له هر د استان نه غوره ده.
طبيب وايي:    سوله دناروغانو درنځ علاج دى.
ماليار وايي:    سوله له ياسمين او شبوګلانو څخه ډېره خوشبويه ده.
حقوق پوه وايي:    سوله د انسان تر ټولو غوره حق دى.
زرګر وايي:    سوله له مرغلرې او مرجان نه ډېره ښايسته ده.
كيميا پوه وايي:    سوله د انسان د نېكمرغۍ كيميا ده.
سيلاني وايي:    سوله د نړۍ پېل او بنسټ دى.
 دفضا سفر كوونكى وايي:    سوله ښكلې نا پايه فضا ده .
قانون پوه وايي:    سوله د انسان د حقوقو ساتنه ده.

په پاى كې ستاسې پاملرنه د الله تعالى  دې مباركې وينا ته رااړوم چې فرمايي: ( والصلح خير )  اګر كه په ظاهره دا جمله لنډه ښكارېږي، خو په حقيقت پكې ډېره پراخه معنا او مفهوم  پروت دى.
دا آيت د كورنۍ  شخړې  په  هكله راغلى دى خو څرګنده ده، چې  يو بشپړ ، عمومي او هر اړخيز قانون بيانوي  چې په هر ځاى كې سوله  او صميميت ، هوساينه او سوكالي، دوستي او ورورولي لومړنى اصل دى او شخړې  او دښمنۍ ، اختلاف او تفرقه د انسان  دسليمې طبعي او  د هغه د هوسا ژوند پر خلاف ده.
 په همدې اساس يو ځل بيا په جګړه اخته ټولې خواوې يو والي ، اتفاق ، ورورولۍ او برابرۍ ، مرستې او همكارۍ،  همدردۍ او دوستۍ ته رابولم  او له خيرا الناصرين خداى جل جلاله  څخه غواړم  تر څو دغه مجاهد او شهيد پال ملت  دخپلې مهربانۍ  او شفقت مورد وګرځوي، له اختلاف او تفرقې نه يې وژغوري او ددې او هغې  دنيا نيكمرغي او نجات ور په برخه كړي.
د پورتنيو موخو د تحقق لپاره زموږ مؤمن او متدين ملت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مستقيمې همكارۍ  د درې ورځو لپاره  د ۱۳۸۹هـ ش د غبر ګولي له ۱۲ – ۱۴ نېټې پورې  دلو يې جرګې  په خېمه كې ملي مشورتي جرګه  دپروفيسور استاد برهان الدين رباني  په مشرۍ جوړه كړه ، چې په هغې كې د ګران افغانستان د مجاهد او شهيد پال ملت ۱۶۰۰ نامتو شخصيتونو چې  دهېواد په پارلمان كې د ولس استازي ، د ولايتي  شوراګانو غړي،  علماى كرام ، قومي مشران او متنفذين ، د مدني ټولنې استازي،  په ګاونډيو هېوادونو ايران او پاكستان كې د ميشتو افغان مهاجرينو استازي او دهېواد د ټولو قشرونو  نماينده ګان  په كې  موجود وو او په ۱۳ كټګوريو كې تنظيم او دعوت شوي وو، ګډون وكړ تر څو په ګران هېواد افغانستان  كې د بې امنيتۍ له مينځه وړلو او ديوې دايمي سولې د ټينګښت لپاره لارې چارې و لټوي.

د ۱۳۹۶ کلیز