Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د سولې عالي شورا پیغام

د سپتمبر ۲۱مه چې د ۱۳۹۶ کال د وږي له ۳۰مې سره سمون خوري، هر کال زمونږ د هیواد په ګډون په ټوله نړۍ کې د سولې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. هغه سیاستوال او پوهان چې په یو او بل ډول د سولې په پیاوړي کولو او ورنه ملاتړ بوخت دي، پدې تاریخي ورځ خپلې هلې ځلې د لاسته راوړنو په ټاکل شوې تله کې اچوي. د نړۍ ستر ځواکونه چې د نړیوال نظم لوی بار ور په غاړه دی، له ټولو شته تورونو او ابهامونو سره سره د نړیوالې سولې د ټینګښت په لار کې تل دا هڅه کوي چې خپلې سیمې د جګړې له ګواښونو او ورانیو نه خوندي وساتي.
زمونږ هیواد همدا اوس پداسې حساس تاریخي موقعیت کې قرار لري چې له بل هر وخت نه زیات سولې ته اړتیا لري. د وروستیو څو لسیزو شخړو او کړکیچونو تجربو دا په ډاګه کړه چې په جګړه کې هیڅ یو ښکیل لوری له زغم او د نورو له منلو پرته د بقا او دوام توان او چانس نه لري او ددې فورمول تحقق له سولې او سوله ییز ګډ ژوند پرته ناشونی دی.
د سولې عالي شورا چې د دې ډول پر مصلحت او ښېګڼه ولاړ تجربي تصور ژوندی انځور او څرګندوی دی د سوله ییز ذهنیت د جوړښت او د سولې د ټینګښت، د بالقوه ځواک په توګه یې د خوځښت او بالآخره د یوې آیډیالې او سوکالې ټولنې د جوړښت لپاره د ټولو سیاسي ډلو، قومي او مذهبي پرګنو  همغږي او یووالی اساسي شرط بولي او د همدې لپاره د عمل په ډګر کې کار او فعالیت لري.
د سولې عالي شورا د جوړښت له لومړیو نه تر نن ورځې باور دا وؤ چې د خلکو ډله ییز مشارکت په ځانګړې توګه د کشالې د اړخونو د مشرتابه کدرونو ګډون کولی شي هیواد د هلاکت له دې کندې نه وژغوري او پر همدې بنسټ په ټول هیواد کې د سولې کمیټو د هلو ځلو په پایله کې په سوله باور ټینګ او عام شو، ان تر دې چې هغه کسان هم نن ورځ په سوله باوري شوي چې پرون یې د سولې پالنې دې ډول هڅو ته د شک په سترګه کتل.
همدارنګه د وخت په تیریدو سره په نړیواله کچه د افغانانو د هغو غیر واقعي دوستانو له مخونو نه پردې پورته کیږي چې یو شمیر وسله وال مخالفین یې برمته کړي دي. پدې ګټور او مطلوب حالت کې هغه کسان چې تر پرونه یې د سولې عالي شورا د موخو او پروګرامونو په اړه شک درلود، نن په خپلو سترګو ویني چې دې شورا ځانګړی نړیوال اعتبار ترلاسه کړی او په افغانستان کې د سولې د یوازینۍ مرجع په توګه پيژندل کیږي.
ددې سختې لارې وهل او دا ستر اعتبار ترلاسه کول آسانه کار نه و، د سولې عالي شورا پدې لار کې سترې او بې ساري قربانۍ ورکړې. د سولې شهید استاذ برهان الدین رباني چې له پیل نه یې د سولې عالي شورا ریاست په غاړه درلود، له خپلو تجربو او علمي شتمنۍ نه په استفادې سره د افغانانو د سولې داعیې لپاره د قدر وړ هلې ځلې وکړې او د هر ډول ګواښونو له ویرې پرته یې د سولې او ملي پخلاینې پروسې د پلي کیدو په لار کې ارزښتناک ګامونه اوچت کړل او بالآخره یې د همدې سترې هیلې د پوره کیدو په لار کې خپل قیمتي ژوند قربان کړ. د هیواد په ولایتونو کې د سولې ولایتي کمیټو د پرلپسې هڅو په پایله کې د سوله ییز ذهنیت د جوړښت په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونو پراختیا ومونده، د سولې لپاره کارکوونکي په پوره میړانې سره د خلکو په میځ کې خواره شول او هغوی یې د سولې له ګټو او جګړې له دنیوي او اخروي زیانونو نه خبر کړل، چې پدې لار کې هم په لسګونو د سولې تجربه لرونکو او نخبه کدرونو خپل سرونه نذرانه کړل. د سولې د ټولو شهیدانو روح دې ښاد او یاد یې تلپاتې.
د سولې عالي شورا د فقید رئیس فضیلتمآب پیر صاحب روح دې ښاد وي چې د هغوي په مخلصانه هلو ځلو له سولې پروسې سره د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوځای کیدل له شک پرته د سولې پالنې په برخه کې یو ښه او روښانه پیغام له ځان سره لري، د سولې عالي شورا به خپل دا مسؤولیت په لا زیات جدیت سره پر مخ وړي.
د سولې عالي شورا د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوځل بیا د لمانځنې مراتب وړاندې کوي او د سولې او نېکمرغۍ له ټولو پلویانو نه غوښتنه کوي چې د جګړې، تاوتریخوالي او  د هر ډول ډله ییزو جنګي وسایلو د له میځه وړلو په خاطر د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي او پرېنږدي د نړیوالې سولې بله ډیوه مړه شي، همدارنګه د سولې عالي شورا د افغانستان د خلکو په استازیتوب له ټولو وسله والو مخالفینو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې مخامخ او بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي او روانو ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدي.
 د یو یو باثباته، او پر مختللي افغانستان په هیله، و من الله التوفیق
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز