Language Switcher

RJ Social Icons

د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدلو په مناسبت د سولې عالي شورا د مبارکۍ پیغام

د سولې عالي شورا افغان دینداره او میړني ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي.
لوی اختر د مسلمانانو له دوو نېکمرغه اخترونو نه یو دی، پدې ورځ حضرت ابراهیم علیه السلام د الله تعالی په امر خپل خوږ زوی اسماعیل علیه السلام قربانۍ ته وړاندې کړ او له سترې الهي ازموینې نه داسې بریالی ووت، چې ددې ستر پیغمبر علیه السلام شهامت او الهي حکم ته تسلیمي تر پایه د مؤمنانو او حق لارې د پیروانو لپاره د اقتداء وړ نمونه ده.  
مسلمانان د سپېڅلي اسلام د احکامو له مخې دا مبارکې ورځې د حج په ادا کولو، قربانۍ او زیاتو طاعاتو سره لمانځي او د همدې بختورو ورځو په مخ خپلې ټولې دښمنۍ او زړه بدۍ شاته غورځوي، یو بل ته د مینې او ورورۍ غیږې پرانیزي. د الله تعالی امر ته د تسلیمۍ او په حق لاره کې د ایثار او قربانۍ دا ارزښتمن سنت په حقیقت کې د الله تعالی حکم ته د ابراهیم علیه السلام د بې ساري تسلیمۍ او قربانۍ دوام او تلپاتې یاد دی. خدای پاک د اسماعیل علیه السلام پر ځای د پسه د ذبح کولو اراده وکړه، لکه چې فرمايي: «و فدیناه بذبح عظیم»، او دا د انسان د ارزښت او پر ده باندې د الله تعالی د ځانګړې مهربانۍ ښکارندوی دی، له همدې ځایه ده چې پر نورو فضایلو سربیره پدې مبارکو ورځو کې د انسان په لاس د انسان وژنې مخنیوی ځانګړی اهمیت لري.
د سولې عالي شورا چې د افغان ولس د سوله ییزو هیلو او ارادې څرګندوی دی، ددې مبارک آیت په حکم چې فرمايي: «و ان طائفتان من المؤمنین اقتتلوا فأصلحوا بین أخویکم» پر بنسټ تل له وسله والو مخالفینو او د جګړې له ټولو ښکیلو خواوؤ غوښتي او یو ځل بیا ورڅخه غواړي چې د مسلمانانو د دې بختور اختر په پاس له تاوتریخوالي او ورور وژنې لاس واخلي او پرېنږدي د بې ګناه خلکو وینې توی او کورنۍ د غم او ویر پر ټغر کینول شي.
په وروستیو کلونو کې چې د جګړې او تاوتریخوالي لمن پراخه شوې ده، افغانان سولې او د جګړې خاتمې ته سترګې په لار دي او د سولې عالي شورا د سولې د راتګ په برخه کې د خلکو د امید یوازینۍ مرجع ده، د هیواد اوښتونکو او بدلیدونکو حالاتو ته په پام سره د سولې عالي شورا د سوله ییزو پروګرامونو د پلي کیدو په موخه نوې ستراتیژي ترلاس لاندې نیولې ده، چې ان شاء الله د خدای تعالی په نصرت او د خلکو په مرسته به په هیواد کې د تلپاتې سولې او نېکمرغي لامل شي.
د سولې عالي شورا اوس په ملي او نړیواله کچه د ځانګړي اعتباري درلودونکې ده، ټول ملي او نړیوال بنسټونه چې د سولې، بشري حقونو او نورو مدني فعالیتونو په ډګر کې په کار بوخت دي د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سوله غوښتنې یوازینۍ مرجع ګڼي.
د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسولو په لار کې دې لوړ دریځ او ستر اعتبار ته په کتو سره د سولې عالي شورا یو ځل بیا له خپل با عزته او ویاړلي ولس سره دا ژمنه کوي او دا خپله دنده بولي چې پدې لار کې به خپلو نه ستړې کیدونکو هلوځلو ته ادامه ورکوي. او لکه څرنګه چې په هرې شپې پسې ورځ راځي، تاریخ شاهد دی چې د هرې جګړې په پای کې سوله راتلونکې ده، زمونږ هیواد به هم حتما یوه ورځ له دې الهي نعمت نه برخمن کیږي.
د سولې عالي شورا بیا ځلي په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي چې د خپلو خلکو اراده درنه وشمیري، له تاوتریخوالي او د بیګناه خلکو له وژلو لاس پر سر شي، او زر تر زره بین الافغاني او مستقیمو مذاکراتو ته چې د جګړې او ورور وژنې څخه د وتلو تر ټولو ښه حل لاره ته غاړه کیږدي.
سوله الهي نعمت دی، متدین افغانان حق لري له دې ستر نعمت نه برخمن وي.
و من الله التوفیق
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز