Language Switcher

RJ Social Icons

د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د سولې عالي شورا د مبارکۍ پیغام

د سولې عالي شورا افغان متدین ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي، هیله څرګندوي د روژې مبارکه میاشت یې چې د عبادت او استغفار میاشت ده په زغم سره تیره کړې وي او دعا کوي چې الله تعالی یې طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول کړي.

مسلمانان د خپلو دیني لارښوونو په حکم د اختر پدې مبارکو ورځو کې خپلې ټولې دښمنۍ او زړه بدوالی په سوله او پخلاینه بدلوي، یو بل ته د ورورۍ او مینې غیږې پرانیزي څو د الله تعالی رضا ترلاسه او د رحمت وړ وګرځي.

ګرانو هیوادوالو: په خواشینۍ سره، سږ کال د روژې مبارکه میاشت کې زمونږ ځوریدلو خلکو سختې ورځې تیرې کړې، په سلګونو بې ګناه هیوادوال مو د بې رحمه انتحاري بریدونو په پایله کې شهیدان او ټپیان شول.

د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفینو تل دا غوښتي چې د خلکو له وژلو لاس واخلي، یو ځل بیا په ټولو وسله والو مخالفینو غږ کوي چې د اختر د مبارکو ورځو د حرمت او د کونډو او یتیمانو اوښکو ته په درناوي له تاوتریخوالي او ورور وژنې لاس واخلي او له هر ډول کینې او دښمنۍ نه په پاکو زړونو سره خپل هیوادوال په غیږ کې ونیسي او د اختر دا مبارکې ورځې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای په ډاډ او خوشالۍ سره ولمانځي.

ښايي دا ومنو چې د دې جغرافیې د ټولو اوسیدونکو برخلیک تر واحد، یو موټي، آزاد او مستقل افغانستان پورې تړلی دی، اړینه ده د افغانستان ټول اوسیدونکي د ملي یووالي د پیاوړتیا په موخه له ایثار، متانت او یو بل منلو نه کار واخلي او داسې اشتباهات ونکړي چې ګټه یې دښمن ته رسي. د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت، د هیواد د مشرانو، ملي شخصیتونو، قومي مشرانو، جهادي رهبرانو، علماوو، پوهانو، ځوانانو، نخبه ښځو او ټولو سوله غوښتونکو او وطنپالو افغانانو یووالي، همغږۍ او ګډو هلو ځلو ته اړتیا لري.

د سولې عالي شورا له دولتي چارواکو، د نظام سیاسي مخالفینو او وسله والو مخالفینو نه غوښتنه کوي چې د هیواد روان حالات په ښه توګه درک کړي او پرېنږدي د افغانستان د سولې او ټېکاو دښمنان د خپلو شومو توطئو په پلي کولو کې بریالي شي.

له نېکه مرغه له حزب اسلامي افغانستان سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتو بریالیتوب، چې مدیریت یې د سولې عالي شورا پر غاړه وؤ، دا په اثبات رسوي چې د افغانستان خلک او دولت سولې ته تیار او مذاکراتو ته ژمن دي.

که وسله وال مخالفین غواړي د بیدفاع افغانانو د وژلو لړۍ پای ته ورسوي، کولی شي د مخامخ او بین الافغاني مذاکراتو له لارې خپل اندونه او غوښتنې مطرح او تعقیب کړي.

د سولې عالي شورا مشرتابه او منسوبین یوځل بیا د هیواد او نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وایي، له الله تعالی نه سوال کوي چې زمونږ هیواد د سولې، پخلاینې او سوله ییز ګډ ژوندانه په کور بدل کړي.

و ما ذلک علی الله بعزیز
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز