Language Switcher

RJ Social Icons

د روژی د مبارکی میاشتی په اړه د سولی عالی شورا د مبارکی پیغام

الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۸۳)

ترجمه: اې مؤمنانو روژه پر تاسو فرض شوېده لکه څرنګه چې له تاسو نه پر مخکنیو فرض شوې وه، ددې لپاره چې تاسو متقیان شئ.
بختور دي هغه مسلمانان چې الله تعالی په خپل کرم سره یو ځل بیا د رحمت، مغفرت او له دوزخه د نجات تر میاشتې راورسول او ددې فرصت یې ورکړ چې د رمضان مبارکې میاشتې په روژې نیولو او د روژې د غوښتنو په پوره کولو سره خپلې تیرې ګناوې او تیروتنې جبران او ځانونه د الهي رحمت وړ او له اوره په امن کړي.
د روژې په اړه رانقل شوي مبارک شرعي نصوص پدې دلالت کوي چې دا میاشت د مسلمانانو تر منځ د ټولنیز تکافل میاشت ده او مسلمانان دېته هڅوي چې یو بل ته خیر او ګټه ورسوي او له هر هغه څه نه ډډه وکړي چې بل ته زیان رسوي او د ناکرارۍ لامل یې ګرځي.
د سولې عالي شورا پداسې حال کې چې د رمضان مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت مسلمان افغان ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایي، د افغانستان د روانې ناروا جګړې په ښکیلو خواوو، په ځانګړې توګه وسله والو مخالفینو غږ کوي چې له دې زرین او طلایی فرصت نه په ګټه اخستنې سره په هیواد کې د سولې او پخلاینې په برخه کې جدي ګامونه اوچت کړي او هغه جګړه ودروي چې له لامله یې مسلمان افغانان حتی الهي عبادات هم په ښه توګه نه شي ترسره کولی.
دعا کوو چې الله تعالی ددې مبارکې میاشتې په برکت زمونږ په هیواد او ټوله نړۍ کې ډاډمنه او تلپاتی سوله ټینګه کړي، څو هر مسلمان ددې جوګه شي چې د امن او ډاډ په فضا کې خپل عبادات ادا دنیوی او اخروی بریا  ترلاسه کړي.
و من الله التوفیق
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info