Language Switcher

RJ Social Icons

د مارچ ۸ مې، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د سولې عالي شورا پیغام

د مارچ ۸ مه چې هر کال زمونږ د هیواد په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، د سولې عالي شورا د مشرتابه پلاوی په خپل وار سره د هیواد ټولو میرمنو ته ددې بختورې ورځې مبارکي وایي.
د ښځې، چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، د مقام د لمانځلو او ستایلو د ارزښت لامل دا دی چې ښځه مور ده او مور تر ټولو ستر الهي سوغات دی؛ ځکه پیغمبران علیهم السلام، علماء او پوهان او د نړۍ ټول وتلي شخصیتونه د مور په غیږ کې روزل شوي او له همدې کبله الله تعالی دغه ارزښتمن مخلوق د سولې، دوستۍ، عاطفې او انسانیت له لوړو خصایلو او خویونو سره مل پیدا کړیدی.
د سولې عالي شورا تل په خپلو کاري پروګرامونو کې  د سولې، ملي پخلاینې او سوله ییز ژوند ته د بیرته راستنیدو په برخه کې د ښځو پر رول او برخه ټینګار کړی او د دې اصل مصداق  ددې شورا د رهبرۍ په پلاوي کې د وړ او مجربو میرمنو شتون دی. همدا اوس یو شمیر مخورې، فعالې او ځواکمنې میرمنې د سولې عالي شورا د مرستیالې، د اجرائیه هیئت او شورا د غړو په توګه د ټیکاو او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره په دندو بوختې دي. همدا رنګه ولایتي کمیټو هم په خپلو کاري پروګرامونو کې د سولې په پروسه کې د میرمنو له ګډون او رول نه پر ځای ګټه  اخستې ده، لکه څرنګه چې د سولې عالي شورا په نوې ستراتیژۍ کې چې د جوړښت په حال کې ده، ښځو ته په ټولو برخو کې دیرش سلنه برخه په پام کې نیول شویده.
باوري خبره ده چې د سولې بری او جګړې له منځه تګ یو انکار نه منونکی اصل دی، نو  ښايي چې ددې خاورې زړورې او خدمتګارې میرمنې د خپلو وروڼو تر څنګ د سولې د ټینګښت او خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
درنو هیوادوالو! خواشینونکې ده چې د جګړې او ورور وژنې د دوام په پایله کې زمونږ د هیواد میرمنې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې؛ ځکه دلته چې هر څوک په شهادت رسيږي، نو مور بوره شي او یا کونډه او یتیمان ترې پاتې شي او پدې توګه د جګړې د ناخوالو تر ټولو ستر پیټی د ښځې پر اوږو پریوځي.
د سولې عالي شورا له ټولو وسله والو مخالفینو نه غواړي چې د غم ځپلو بورو میندو، کونډو او په مصیبت اخته یتیمانو اوښکو ته د درناوي په پار له تاوتریخوالي او ورور وژنې لاس واخلي او د خپلو خلکو پر ټپونو او دردونو د سولې مرهم او پټۍ کیږدي.
تیرو څو لسیزو ناوړه پیښو دا ثابته کړې ده چې جګړه او تاوتریخوالی په هیڅ توګه د ستونزو حل لازه نه شي کیدلی، بلکې له شته کړکیچ نه د وتلو یوازینۍ لار  بین الافغاني مخامخ خبرې اترې دي. وسله وال مخالفین باید پوه شوي وي چې پر هغو کړیو تکیه کول چې د افغانستان د خلکو د دردونو اصلي عاملین دي، د دوی پر خلاف د لا زیاتې کرکې لامل ګرځي.
و من الله التوفیق
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز