Language Switcher

RJ Social Icons

د جنازې او فاتحې اعلان

بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی : مَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُّؤَجَّلًا

د قادریه طریقې پیر، د روحانیت او تصوف مشر، د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد دروند رهبر، ملي شخصیت، دیني عالم، دافغانستان د ملي اسلامي محاذ رهبر او د سولې عالي شورا رئیس فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني رحمه الله د شنبې په ورځ د روان هجري شمسي کال د سلواغې په دویمه نیټه د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلنو په عمر له فاني نړۍ سترګې پټې کړې او له ابدیت سره یوځای شو.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
د دوی مړینه د افغان ولس لپاره یوه نه جبرانیدونکې ضایعه ده، او د دوی نه هیریدونکې کارنامې چې په ځانګړې ډول یې د افغان ولس د مقدس جهاد په دوران کې ترسره کړي او ستر خدمتونه به یې د هیواد په ویاړمن تاریخ کې ثبت او تلپاتې وي.
د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د لارښود او د سولې عالي شورا د رئیس فضیلت مآب پیر سید احمد ګیلاني د جنازې لمونځ او دوی ته د درناوي مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني، جلالتمآب پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، جلالتمآب اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قدرمنو جهادي رهبرانو، د هیواد د مخورو او د مرحوم د پیروانو په ګډون سره د دوشنبې په ورځ د روان کال د سلواغې په ۴مه نیټه د جمهوري ریاست په ارګ کې ادا او بیا په همدې ورځ د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
د فضلیت مآب پیر سید احمد ګیلاني رحمه الله فاتحه د افغانستان د ملي یووالي حکومت د مشرتابه، د مرحوم د زامنو، د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د ګوند، د سولې عالي شورا د مشرتابه او منسوبینو له خوا د پنجشنبې په ورځ د روان کال د سلواغې په ۷مه نیټه په کابل کې اخستل کیږي.
روح یې ښاده، یاد یې تلپاتې او لار یې له پیروانو ډکه

د ۱۳۹۵ کلیز