Language Switcher

RJ Social Icons

د فضیلتمأب پیرسید احمد ګیلاني لنډه پېژندنه

پیر سید احمد ګیلاني رحمه الله د مرحوم نقیب صاحب سید حسن ګیلاني زوی په ۱۳۱۱ هـ ل کال د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کي زیږېدلی دی.
خدای بښلي پیرصاحب خپلې ثانوي زده کړې د امام ابوحنیفه په مدرسې او لوړې زده کړې یې په ۱۳۴۳ کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې سرته رسولې دي.
img pir gelaniجناب پیرسید احمد ګیلاني د ۱۳۴۳ هـ لمریز کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې چې د افغانستان په تاریخ کې د نوې دموکراسۍ پیل بلل کیږي د یو اغیزمن او مطرح شخص په توګه ګډون وکړ او د دې جرګې په لاس ته راوړنو کې یې بنسټیز رول ولوباوه. همداراز یې په ۱۳۸۲ هـ لمریز کال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې د یو مجاهد مشر په توګه پخپل ګډون او رغنده نظریاتو سره ددې قانون په بډاینه کې مهم او مثبت رول ولوباوه او دغه راز یې د اساسي قانون د لویې جرګې مؤقته مشري هم ترسره کړه.
کله چې د ۱۳۵۷ کال دغویي په ۷مه د پخواني شوروي اتحاد په مرسته په افغانستان کې کمونستي نظام واک ته ورسید، فضیلتمأب پیرصاحب د خپل اسلامي او ملي رسالت په ادا کولو سره د وخت د کمونیستي دولت او د اشغالګرو روسي ځواکونو او دهغوی د داخلی ملاتړو پرضد جهاد اعلان کړ چی د افغانستان ټول مسلمان او متدین ولس دغه مقدس غږ ته په لبیک ویلو سره د متجاوزینو پر وړاندې مبارزه پیل کړه.  د وخت د شرایطو سره سم جناب پیر صاحب د افغان ولس او په ځانګړې توګه د خپلو مخلصینو، علماؤو، مشایخو، ملي‎ او بین المللی شخصیتونو او د افغانستان د خلکو دغوڅ ملاتړاو غوښتنې په پایله کې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ په نامه ګوند جوړ کړ او له افغان ولس سره اوږه په اوږه یې د نورو جهادي او سیاسي شخصیتونو په ملتیا د وخت د حکومت او اشغالګرو قواوو پر ضد خپلې حقې مبارزې ته د جهاد تر بریا دوام ورکړ.
جناب پیر صاحب د جهاد پر مهال په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د جهادي تنظیمونو د قیادي شورا رئیس او د عبوري حکومت دقاضي القضات دنده په غاړه درلودله.
همداراز یي د خپلو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په ترڅ کي په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولي او یووالي په نامه ټولنه جوړه کړه چې د بُن  کنفرانس ته یې هم لاره پیدا او د هیواد او افغان ولس لپاره یې د سولې، ثبات او یو سالم سیاسي نظام په رامنځته کولو کې چې د خلکو له ارادې سره سم وي، خپل ټاکونکی نقش درلود. چې د فضیلتمأب پیر صاحب له هیلو او غوښتنو څخه و.
د ارواښاد پیر صاحب رحمه الله رغنده رول چې د افغانستان په قضایاوو کې یې ترسره کړی او دې ته په کتو چې د فضیلتمأب پیر صاحب په مشرۍ د افغانستان ملي اسلامي محاذ هیڅکله هم په کورنیو ناخوالو او جګړو کې برخه نه ده اخیستې او تل یې ښکیلې خواوې سولې او پخلاینې ته رابللي دي او د هیوادوالو پر یووالي او اتفاق یې ټینګار کړی دی، له همدې کبله یې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د سولې عالي شورا مشري په غاړه واخیستله. فضیلتمأب پیر صاحب په خپل ټول ژوند کې د قدرت د انحصار مخالف او تل یې په خپله ملي اسلامي مبارزه کې د ملت په رغنده نقش ټینګار کړی دی.
فضیلتمأب پیر صاحب رحمه الله د سولې عالي شورا د ریاست او رهبری په مسند کې په هیواد کې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره خپله هیڅ ډول هڅه نه ده سمپولې او د الله تعالی په توفیق او توان سره یې په دی لاره کې سترې لاسته راوړنې درلودې چې کولای شو په دی لړ کې د ښاغلی حکمتیار صاحب په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې عالي شورا په منځکړيتوب او مدیریت د سولې له توافقلیک څخه یادونه وکړو.
بالاخره الهي تقدیر ته په درناوي او تسلیمي فضیلتمأب پیر صاحب د روان ۱۳۹۵ کال د سلواغې په دویمه نیټه د شپې په اوه بجو او پنځه څلویښت دقیقو د ورپیښې ناروغۍ له امله په کابل کې له دی فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړی او د اجل داعې ته یې لبیک ووایه.
روح یې ښاد!
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info