Language Switcher

RJ Social Icons

د فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني د وفات په مناسبت د سولې عالي شورا پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: کل نفس ذائقة الموت

جهادي رهبر، روحاني شخصیت، مصلح، خیر غوښتونکی، د سولې عالي شورا رئیس او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني د شنبې په ورځ د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د سلواغې په دویمه نیټه د ورپیښې ناروغۍ له لامله په حق ورسید او د تل لپاره یې له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
د سولې عالي شورا د مشرتابه پلاوی او غړي مرحوم ته د فردوس جنت او کورنۍ، پیروانو او ټول افغان ولس ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
مرحوم پیر سید احمد ګیلاني د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان ولس د جهاد په سیاسي ډګر کې یو وتلی، مخور او جهادي شخصیت و،  خپل مخلصین، پیروان، قدرمن علماء، مشایخ او مخور ملي شخصیونه یې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ تر سیوري لاندې راغونډ کړل او د هیواد د اشغال له لومړیو یې د یاد سیاسي او جهادي تنظیم د رهبر په توګه د نورو مجاهدینو تر څنګ د یرغلګرو په خلاف جهاد ته پداسې توګه  ادامه ورکړه، چې د جهاد په دوران او د مجاهدینو تر بریا وروسته د هیڅ ډول کورني اختلاف او کشمکش غوښتونکی نه و.
فضیلتمآب پیر صاحب د هجرت او جهاد په دوران کې د جهادي مشرانو او مجاهدینو په منځ کې د خپل منزلت او مقام له برکته په ۱۹۸۸ م کال د جهادي ګوندونو د قیادي شورا غړی او د مؤقت حکومت د سترې محکمې رئیس وټاکل شو.
دغه ملي او روحاني شخصیت د خپل ویاړمن ژوند په اوږدو کې د هیواد د سیاسي تحولاتو په بهیر کې رغنده او اغیزمن رول درلود، له دې جملې نه په ۱۳۴۳ کال د دموکراسۍ د لسیزې د اساسي قانون لویه جرګه، د طالبانو له سقوط او بن کنفرانس وروسته په ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون لویه جرګه د یادونې وړ دي، چې جناب پیر صاحب پکې خپل فعال، سوله غوښتونکی، پر خیر او اعتدال ولاړ رول لوبولی دی.
د سولې عالي شورا ویاړي چې مرحوم پیر سید احمد ګیلاني یې څه موده ریاست پر غاړه درلود او پدې موده کې یې په خپلو سپیڅلو هڅو او لارښوونو سره د سولې عالي شورا د موخو د تحقق په لار کې ارزښتمن ګامونه اوچت کړل، په خپل اخلاص، هاند او عزم سره یې د محترم ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي افغانستان سره د سولې توافقلیک لاسلیک کړ، د نورو وسله والو مخالفینو له یو شمیر کړیو سره یې د اړیکو مختلف کانالونه پرانیستل، چې دا واقعا سترې لاسته راوړنې دي او د سولې عالي شورا به یې په کلکه ساتنه او پالنه کوي.
 د سولې عالي شورا د مشرتابه پلاوی او غړي د مرحوم ګیلاني د ټولو هغو هڅو قدرونه او ستاینه کوي چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې د سولې د ټینګښت په لار کې کړې دي، دعا کوو چې الله تعالی دې له اسلام او هیواد نه د دفاع په لار کې د مرحوم د جهاد او د سولې د ټینګښت په لار کې د پاکې مبارزې په بدله کې مغفرت ورپه برخه او فردوس یې ځای کړي.
                                                      
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز

1