Language Switcher

RJ Social Icons

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نېکمرغه میلاد اړوند د سولې عالي شورا پیغام

قال الله تبارک و تعالی: ﴿ لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴾ سوره الاحزاب ۲۱
ژباړه: پرته له شکه رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغو کسانو لپاره غوره نمونه ده چې د الله تعالی او د اخرت په هیله دی او الله متعال ډیر یادوي.

د کائناتو رب په خپل ازلی او ابدی علم د انسانانو  د ژوند د تنظیم په موخه لارښوونکي رالیږلي څو انسانان د هغوی دلارښوونو په رڼا کې سمه او انساني لار له کږې او بې لارۍ نه بیله او د الله تعالی د غوښتنې او رضا مطابق پر نېغه لار پل کیږدي.
د سولې عالي شورا مشرتابه او غړي د بشریت د ناجي او خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نېکمرغه میلاد په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه افغان مسلمان او مجاهد ولس ته د زړه له کومې مبارکي وایي.
د اسلام د ستر او قدرمن پیغمبر صلی الله علیه وسلم غوره او نیک اخلاق چې هغه یې د بشریت تر ټولو لوړ مقام ته رسولی، ددې لامل شوي چې کفار ان هغه چې له اسلامي حق دین سره یې ښکاره دښمني درلوده اسلام ومني. د نبي صلی الله علیه وسلم تقوی، صبر، زغم، له هر ډول تعصب او تکبر نه ډډه کول او دا ډول په زرګونو نور غوره اخلاق او صفات وو چې د خلکو زړونه یې ځانته را جلب کړه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلام د ترویج او خپراوي لپاره د دعوت او ارشاد لاره غوره بللې او د مسلمانانو تر منځ یې سوله او وروري د اسلام او مسلمانانو د بري یوازینۍ لار شمیرلې ده.
د سولې عالي شورا ویاړي چې د الهي او نبوي لارښوونو په رڼا کې او د سولې فضیلت ته په پام سره یې په هیواد کې د سولې او خپل مسلمان ولس تر منځ د اخوت د ټینګښت په لار کې یې له هیڅ راز مشروع او د اسلام د بې ساري دین له لارښوونو سره برابر اقدام نه یې ډډه نه ده کړې. د سولې پروسې پر وړاندې له پرتو بې شمیره ستونزو او خنډونو سره سره د سولې عالي شورا توانیدلې د افغانستان د اسلامي دولت له مختلفو مخالفو وسلوالو ډلو سره اړیکې ونیسي او د سولې پیغام او بلنه ورکړي، په دې ترڅ کې د هیواد په مختلفو برخو کې د سولې پروسې سره د بیلابیلو ډلو او ګروپونو پر یو ځای کیدو سربیره دې شورا یوه بله ستره لاسته راوړنه درلوده او هغه هم له سولې پروسې سره د ښاغلي ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي یوځای کیدل دي.
د سولې عالي شورا د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د نېکمرغه میلاد پدې بختوره ورځ یو ځل بیا له ټولو وسله والو مخالفینو غواړي چې د افغانستان د خلکو سوله ییزې بلنې ته چې د قرآني او نبوي لارښوونو مظهر او پلې کوونکی ده لبیک ووایي او پرېنږدي افغان مسلمان او ځوریدلی ولس لا زیات درد او کړاو وګالي.
د افغانستان په لانجه کې ښکیلې ټولې خواوې باید د هیواد اوسني حالت ته په پام سره دا درک کړي چې تاریخ، خصوصا تیرې یوې نیمې لسیزې دا په اثبات رسولې ده چې په سوله کې هیڅ لوری بایلونکی نه وي، بلکې سوله الله تعالی خیر ګڼلې، اړینه ده ټولې معقولې غوښتنې د مخامخ او بین الافغاني خبرو پر میز مطرح شي او پدې توګه جګړې، تاوتریخوالي او ورور وژنې ته د پای ټکی کیږدو. و من الله التوفیق
پیر سید احمد ګیلاني
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۵ کلیز

1