Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا د نوي رئیس لومړی پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
 قال الله تعالی:  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ  | سوره بقره ۲۰۸ 
ژباړه: ای مومنانو! تاسې په هر اړخیز ډول په اسلام کې ننوځئ او د شیطان پیروي مه کوئ، ځکه چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی

په اسلامي ټولنه کې د سولې ټینګښت او ذات البیني اصلاح د مسلمانانو له دیني وجایبو څخه ګڼل کیږي. الله تعالی سوله خیر ګڼلې ده او په دې لاره کې هڅې یې عبادت او د مسلمانانو د ډیرو ښو اعمالو په توګه معرفي کړې دي. تاریخ ته په کتو سره، بشري ټولنې هغه وخت سعادت او رفاه ته رسیدلې کله یې چې د سولې لاره غوره او له جګړې او تاوتریخوالي څخه لاس اخستلی دی. تلپاتې سوله هغه وخت راتلای شي چې پر الله تعالی کلک ایمان او تقوی ولرو ځکه سوله د خلکو ترمنځ افتراق له منځه وړي او هغو خلکو ترمنځ چې له ژبنېو، نژادی او قومي توپیرونو سره خلق شویدي، د اتصال  ټکی دی.
تقریباً له څلورو لسیزو راهیسې، د افغانستان مسلمان او متدین خلک له جګړې او نا امنۍ څخه رنځ وړي، د دې هیواد بې دفاع خلکو تل په تحمیلې تاوتریخوالي او منازعاتو کې قربانۍ ورکړې دي، د خلکو مال او شتمني زیانمنه شوی او شخصي او عام المنفعه ملکیتونه خساره مند شویدي. د دی جګړې او وینې بهیدنې دوام او یوې هراړخیزې حل لارې ته نه رسیدل، ډیرې منفي اغیزې درلودې چې په هیواد کې د فقر، مهاجرتونو، بی اعتمادۍ، د بنسټونو له منځه وړلو، د قانون د حاکمیت د تضعیفولو، د سرمایې د تیښتې او ملي یووالي ته د زیان رسولو لامل شويدی، چې په پایله کې یې افغانستان د دنیاد ترقۍ او پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاته شویدی.   
دغه ضرورت ته په کتو او د دغه الهي حکم پر بنسټ چې فرمایی

لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا |سوره نساء ‍۱۱۴

ژباړه: د دوی په ډېرو پټو مشورو کې خیر نشته، مګر هغه مشوره، چې په صدقه ورکولو، نيک کار او سولې باندې امر کوي. او څوک، چې د الله جل جلاله د خوشالولو په خاطر داسې ( د سولې په لاره کې هڅه) وکړي هغه ته به موږ لوی ثواب ور په برخه کړو.
د افغانستان اسلامي دولت سولې او تلپاتي ثبات ته رسیدلو ته د خپلو پروګرامونو په صدر کې ځای ورکړی دی او په دي لاره کې له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه نه کوي. د ملي یووالي حکومت مشرتابه په دې عقیده دي چې حکومتونه د بدلون وړتیا لري ولې ملي ګټې تلپاته وي، نو ځکه د سولې عالي شورا  چې په پخواني حکومت کې یې بنسټ ایښودل شوی وو، باید دوام وکړي او د افغانستان د ملي ګټو له ډلې څخه شمیرل کیږي. د دغه ستر ملي بنسټ له رامنځته کیدلو راهیسې تر اوسه په داخلي او نړیواله کچه د مذاکراتو لپاره د زمینې برابرولو، د خلکو اعتماد ترلاسه کولو او د سولې فرهنګ ترویجولو په برخه کې د پام وړ هڅې ترسره کړي دي او په دې لاره کې یې ډیرې قربانۍ هم ورکړې دي.  
که څه هم ما، د هیواد د یوه اوسیدونکي په توګه، پخپل ټول سیاسي ژوند کې سوله غوښتنکې دریځ غوره کړیدی، د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې هڅه مې خپله دیني او ملي دنده ګڼلی ده، ولې د جمهوری ریاست محترم مقام، د دې مهم او ملي بنسټ د مشرۍ دروند بار ماته را سپارلی دی. نو لازمه ده چې د ملي یووالي حکومت د محترم مشرتابه څخه مننه او قدرداني وکړم، غواړم دا واضحه کړم چې مقصود ساحل ته د دی ستر مسئولیت رسول،د افغانستان د شریفو خلکو، د هیواد د موثره دبنسټونو او جریانونو، په ځانګړې توګه د سولې عالي شورا د غړو له صادقانه همکارۍ پرته ممکن نه دی.
وسله والو مخالفینو ته زما پیغام دا دی چې د هرې جګړې پای سوله ده او هر څومره ژر چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو او خبرواترو ته داخل شو، په همغه اندازه به وکولی شو د وینې بهیدنې او انساني تلفاتو څخه مخنیوی وکړو. دا کار به نه یوازې د خلکو د رضایت او خوښې لامل وګرځي بلکې د الله تعالی د رضایت لامل ګرځی، چې صریحا حکم کوي او فرمایي:

فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ | سورة انفال ۱
ژباړه: له الله تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې سمې کړئ او د الله جل جلاله او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ که تاسو مومنان یاست.

زه باور لرم چې ګاونډي هیوادونه او د افغانستان طرفداره هیوادونه په سیمه کې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تروریستي ډلو د راپیدا کیدلو او پیاوړي کیدلو له خطر څخه ډیر ښه خبر دي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه د افغانستان د خلکو د مشروع او پرحق داعیې په توګه ملاتړ کوي. ځکه که چیرې په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه نړیواله ټولنه ملاتړ ونکړي، نو وروسته به د سیمې او نړۍ لپاره ډیرې ستونزې او سختۍ رامنځته کړي چې بیا دغه هیوادونه نشي کولای د نړیوالې ټولنې له کلک عزم او ډیرو اقتصادی مصارفو پرته،  هغوې له منځه یوسي.
برسیره پر دې، د افغانستان د ټولو سیاسي احزابو، موثره جریانونو، په ځانګړې توګه دیني علماوو، د ښځو او ځوانانو شبکو، مدني ټولنو، قومي مشرانو، محلی متنفذینو او نورو اغیزناکه کړیو څخه غواړم چې د سولې له بهیر څخه د خلکو اعتماد او ملاتړ ترلاسه کولو او د مصالحې او سوله ییز ژوند د فرهنګ په ترویجولو کې د ټولو شته امکاناتو او وسایلو لکه مساجدو، دیني مناسبتونو، رسنیو، فرهنګي غونډو، عنعنوی ناستو او جرګو څخه بشپړه ګټه واخلي، او په دې لاره کې هر ډول هڅه وکړي. ترڅو د الله تعالی په فضل سره د افغانستان ځوریدلی ملت له دغو موجوده ستونزو او مشکلاتو څخه وژغورل شي او وکولی شو افغانستان یو باامنه، باثباته او د نړیوالې ټولنې د یو مؤثره شریک په توګه جوړ کړو.

و من الله التوفیق
پیر سید احمد گیلانی
د سولې عالي شورا مشر

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info