Language Switcher

RJ Social Icons

د فضیلتمآب پیرسید احمد ګیلاني لنډه پېژندنه

جناب پیر سید احمد ګیلاني د مرحوم نقیب صاحب سید حسن ګیلاني زوی په ۱۳۱۱ هـ ل کال د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کي زیږېدلی دی.
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د بکلوریا ترکچې د امام ابوحنیفه په مدرسې کې او لوړې زده کړې یې په ۱۳۴۳ کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې سرته رسولې دي.
جناب پیرسید احمد ګیلاني د ۱۳۴۳ هـ لمریز کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې چې د افغانستان په تاریخ کې د نوې دموکراسۍ پیل بلل کیږي د یو اغیزمن او مطرح شخص په توګه ګډون وکړ او د دې جرګې په لاس ته راوړنو کې یې اصولي رول ولوباوه. همداراز د طالبانو له ماتې وروسته یې په ۱۳۸۲ هـ لمریز کال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې د یو مجاهد مشر په توګه پخپل ګډون او رغنده نظریاتو سره ددې قانون په بډاینه کې مهم او مثبت رول ولوباوه.
کله چې د ۱۳۵۷ کال دغویي په ۷مه د پخواني شوروي اتحاد په مرسته په افغانستان کې کمونستي نظام واک ته ورسید. نو جناب پیرصاحب خپل اسلامي او ملي رسالت ادا کړ، د وخت د کمونستي دولت او د اشغالګرو روسي ځواکونو او دهغوی د داخلی ملاتړو پرضد یې جهاد اعلان کړ چی د افغانستان ټول مسلمان او متدین ولس یې غږ ته لبیک ووایه. جناب پیر صاحب د وخت د غوښتنې پربنسټ د افغان ولس او په ځانګړې توګه د خپلو مخلصینو، علماؤو، مشایخو، ملي‎ او بین المللی شخصیتونو دغوڅ ملاتړ په پایله کې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ په نامه ګوند جوړ کړ او له افغان ولس سره اوږه په اوږه یې د نورو جهادي او سیاسي شخصیتونو په ملتیا د وخت د حکومت او اشغالګرو قواوو پر ضد خپلې حقې مبارزې ته د جهاد تر بریا دوام ورکړ.
جناب پیر صاحب د جهاد پر مهال په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د جهادي تنظیمونو د قیادي شورا رئیس او د عبوري حکومت دقاضي القضات دنده په غاړه لرله.
همداراز یي دخپلو نه ستړې کیدونکیو هلو ځلو په ترڅ کي په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولي یووالي په نامه ټولنه جوړه کړه چې د بُن  کنفرانس ته یې هم لاره پیدا او د هیواد او افغان ولس لپاره یې سوله، ثبات او یو سالم او د خلکو له ارادې سره سم نظام را منځته کړ چې دا د جناب پیر صاحب له هیلو او غوښتنو څخه و.
جناب پیر صاحب دا مهال د افغانستان د جمهوری ریاست د مقام لخوا د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ۱۳۹۵ کلیز