Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د سولې عالي شورا پیغام

سوله د بشري ټولنو د بنسټیزې اړتیا په توګه زیات او ځانګړی ارزښت لري، د هرې ټولنې وده، پرمختګ، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي پراختیا تر امنیت او تلپاتې سولې او ټېکاور پورې تړاو لري. کوم هیوادونه او ټولنې چې له ټېکاو او تلپاتې سولې نه بې برخې وي، هغوی پرته له شکه له زیات شمېر ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګریوان وي.
همدېته په پام د سولې او امنیت د ټینګښت، جګړې او تاوتریخوالي ته د نه ویلو په موخه د سپتمبر ۲۱مه د سولې نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې او همدا ورځ هر کال د ملګرو ملتونو د سازمان او نورو ادارو له خوا په ټوله نړۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل کیږي.
سږ کال پداسې حال کې د سولې نړیوالې ورځې هرکلی کوو چې د نړۍ په زیاترو هیوادونو په ځانګړې توګه اسلامي ملکونو کې جګړه، تاوتریخوالی او د بېګناه خلکو وژنه خپل اوج ته رسیدلې او ناوړه پایلې یې هره ورځ د بې دفاع خلکو ژوند ګواښي. مهاجرتونه، کډوالي، د هیوادونو دننه بې کوره کیدل، د کورونو ړنګیدل او په سلګونو نورې ناخوالې هر لوري ته خورې شويدي.
خلک  پدې باور دي چې د ورځ په ورځ زیاتیدونکې جګړې او تاوتریخوالي نه د راټوکیدونکو ګواښونو پر وړاندې د ځینو هیوادونو  بې تفاوتي او د مسوولیت نه احساس نه یوازې نړیوال ټېکاو تهدیدوي بلکې ددې ګواښونو پر واړندې د مقابلې پر لار ستر خنډونه راولاړوي.
د سولې عالي شورا د سولې شهید او سولې عالي شورا د لومړني رئیس فضیلتمآب پروفیسور برهان الدین رباني د پنځم تلین د لمانځنې او د سولې لارې  نورو شهیدانو او  سولې ورځې ته د درناوي په ترڅ کې  د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هیڅ ډول تاوتریخوالی ونه کاروي او د نورو ملي ګټي د خپلو ستراتیژیکو اهدافو قرباني نه کړي او د تل لپاره له سوله ییزو لارو چارو کار واخلي او د نړیوالې سولې د ټینګښت په لار کې په خپلو جدي هڅو سره د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه له کلونو راهیسې د تپل شوې جګړې قرباني دی او د سیاسي خبرو اترو له لارې ټینګیدونکې تلپاتې سولې ته سخته اړتیا لري. له همدې ځایه ده چې د سولې عالي شورا له ټولو افغان وسله والو مخالفینو غواړي چې د الهي لارښوونو په حکم او د دښمنانو له توطئو نه د هیواد د ژغورنې او راتلونکو نسلونو د ځلانده راتلونکي په خاطر اجازه ورنکړي د پردیو له خوا د خپل هیواد په خلاف وکارول شي، نور له جنګ جګړو لاس واخلي او د بین الافغاني خبرو اترو له لارې سیاسي حل لاره ومومي او له خپلو هیوادوالو سره یوځای د هیواد په ودانولو او پرمختګ کې ونډه واخلي.
څرنګه چې سوله د ټول افغان ولس هیله او غوښتنه ده، نو د سولې عالي شورا هم پدې وروستیو کې په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په لار کې  خپل هڅې ګړندۍ کړې، څو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او وسله والو مخالفینو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره شي، چې له نېکه مرغه د همدې هڅو په پایله کې د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي افغانستان سره د خبرو اترو دوه کلنه پروسه د بري درشل ته ورسيږي او د دواوړو لوریو تر منځ د سولې تفاهملیک وروستی شي. په پام کې ده چې ډیر ژر به د دې مذاکراتو بریالی پای د دواړو لوریو د مرکچيانو په حضور کې اعلان شي. د یادونې وړ ده چې دا تفاهملیک  به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني او د حزب اسلامي افغانستان د امیر محترم ګلبدین حکمتیار له خوا تر لاسلیک کولو وروسته نافذیږي.
ددې توافقنامې لاسلیک کول د تلپاتې سولې او ټېکاو د تأمین په لار کې یو ستر ګام بلل کیږي او پدې سره به په سوله ییز ډول سره د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه د افغانانو پر حق ولاړه ستره غوښتنه پوره شي.
په پای کې یو ځل بیا  ټولو ته د سولې نړیوالې ورځې مبارکي وایو، هیله لرو دا ورځ په افغانستان او نړۍ کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره یوه ښه پیلامه شي.
والسلام
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۵ کلیز