Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا د رییس استاد پروفیسور برهان الدین ربانی د سولییزو پیغامونو څخه

د ۱۳۹۰ کال د غوئی ۱۱ مه

الله (ج) په قرآن کریم د نور او هدایت ترټولو ستر الهي کتاب کې سوله خیر او فضیلت ګڼلې او مسلمانانو ته یې امر کړی چې که د مؤمنانو دوه  ډلې په جګړه او شخړو کې وي نور دې بې تفاوته نه ورته کېښني، بلکې د جګړې د اور د مړه کولو لپاره دې دواړو لورو ته دسولې بلنه ورکړي. (( وان طائفتان من المؤمنین اقتتلوا فأصلحوابینهما)). 
له دریو لسیزو ډیره موده کیږي چې زموږ مظلوم او ځوریدلی ملت  په وینو کې لمبیږي او د جګړو په اور کې سوځي. داسې ورځ نشته چې زموږ د ملت محرومې او ځوریدلې کورنۍ د خپلو پلرونو، میندو، ځوانانو او ماشومانو په وینوکې دلمبیدو شاهدې نه وي.
ددغه خونړیو پیښو منځ ته راتلل د هر با احساسه او دردمند افغان احساسات راپاروي، او ضمیر او وجدان یې سخت ځوروي. سوله زموږ لپاره دیني فریضه، ملي وجیبه او ترټولو لومړنۍ ټولنیزه اړتیا ده.

بسم الله الرحمن الرحیم
الصلح خیر

UstadRabani

له سولې پرته  فقراو محرومیت، جهل او له  ناپوهۍ څخه ژغورنه او همداراز له صعب العلاجه ناروغیو څخه مخنیوی چې زموږ د ټولنې ډیری خلک ورسره لاس او ګریوان دی ، یوازې له خیال او محال څخه بل څه نشي کیدای.
جګړه د وحشت، ورانۍ ، ذلت او محرومیت پیغام راوړونکې ده او سوله د ملتونو د سرلوړۍ ، پرمختیا او عزت ضامنه ده. جګړه نه یواځې زموږ دنیوي کارونه له ګواښونو سره مخامخ کوي ، بلکې زموږ دیني ارزښتونو ته ترټولو ستر زیان رسوي.
د سولې عالي شورا چې د سولې ملي مشورتي جرګې دسپارښتنو پربنسټ جوړه شوې غړي یې ترکیبي دي: له جهادي رهبرانو، دیني عالمانو او د اعتبار وړ ملي شخصیتونوڅخه جوړه شویده.  دغه شورا دجګړو او وروروژنو پای ته رسولو په لاره کې له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه دریغ نه کوي. دغه شورا هڅه کوي ترڅو د جګړې، تاوتریخوالي او نښتو دکلتور ځای د سولې ، پخلاینې او مینې کلتورونیسي. البته دا یوازې د سولې عالي شورا وجیبه نه ده ، بلکې دا دې دغه آزاد او سرلوړي ملت د ټولو بچیانو رسالت او مسؤلیت دی.
د سولې عالي شورا، د افغانستان د ملت په نامه، له وسله والو طالبانوڅخه غواړي چې د مسلمالنانو د عزت او وقار لپاره، او همداراز جګړو او اوسنۍ دردمنې غمیزې ته د پای ته رسولو په موخه د سولې او ملي پخلاینې له بهیر سره یوځای شي، خپلې غوښتنې دخبرو پرمیز مطرح کړي او په هغه ځای کې چې موخې او غوښتنې پرته له جګړو په لاس راځي نور نو دښمنۍ او تاوتریخوالي ته اړتیا نشته.
(( وکفی الله المؤمنین االقتال)) راځئ په ملي کچه ناخوالې پای ته ورسو، او سرلوړی ، پیاوړی او عزتمند افغانستان دخپلو بچیانو په لاسونو او مټو جوړ کړو، امنیت او ثبات په خپله وساتو، دبهرنیانو لخوا د هیواد د امنیت ساتلو فکر د خپل ملت له سر څخه لرې کړو او د مسؤلیت دلیږد د پروسې په پلي کولو سره په هیواد کې ملي حاکمیت ټینګ کړو.
په افغانستان کې بدلونونه د سیمې او نړۍ د بدلونونو زیږنده ده ، د آسیا په دغه زړه کې د ناامنیو، جګړواو وینې تویونې دوام په سیمه او نړۍ کې دنا امنیو لامل ګرځي. موږ د سیمې  له ټولو هیوادونو اونړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د سولې په بهیر کې زموږ له ملت سره مخلصانه مرسته وکړي. د هغې ورځې په هیله چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې سوله او هوساینه راشي  او ټولو هغو ستونزو ته چې زموږ مظلوم ملت ورسره لاس او ګریوان دی  دپای ټکی کېښودل شي.

وما ذلک علی الله بعزیز
الیس الصبح بقریب

د ۱۳۹۶ کلیز

1