Language Switcher

RJ Social Icons

د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدلو په مناسبت د سولې عالي شورا د مبارکۍ پیغام

نیټه: ۱۳۹۲ کال د میزان ۲۱مه

بسم الله الرحمن الرحیم

السلام عليکم و رحمة الله و برکاتهُ!

د سولې عالي شورا د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت خپلو دیندارو هیوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وایي او دعا کوي چې طاعات او عبادات یې د لوی پرودرګار په دربار کې قبول او د اختر دا بختورې ورځې په خوښۍ او نیکمرغۍ تیرې کړي. د خوښۍ ځای دی چې سږ کال هم زمونږ یو شمیر هیوادوال د حج فریضې د ادا کولو په نیت بیت الله شریف ته تللي دي، له لوی الله نه سوال کوو چې په هیواد کې د همیشنۍ سولې د ټینګښت په اړه د دوی دعاګانې قبولې کړي.

 

داچې افغانستان اوس مهال له حساسو شیبو څخه تیریږي او له دوې ډیرې  مهمې  او تاریخي پروسې چې د امنیتي مسؤولیتونو د لیږد  او له سیاسي انتقال څخه عبارت دي په مخکې لري د افغانستان خلک د بل هر وخت په پر تله ملي یووالي ، اتحاد او اتفاق  او د یو بل زغملو ته زیاته اړتیا لري تر څو د لوی خدای په مرسته سوله او امنیت چې د خلکو اساسي غوښتنه ده په هیواد کې تامین شي او د هیواد د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.

د سولې عالي شورا له تیرو دوو کلنو را هیسي د افغانستان اسلامي جمهوری دولت ، جهادي مشرانو، د هیواد سیاسي او قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو، د سیمې هیوادونو، نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونو په مرسته ټول هغه موضوعات او مسایل چې د افغانستان خلکو د شخړو او نورو وینو تویولو د مخنیوي او په هیواد کې د سولې د ټنګښت په اړه په دوو لویو جرګو (د سولې مشورتي جرګه او عنعنوي جرګه)  مطرح کړی وو، تعقیب کړي دي او د بیلابیلو اقداماتو په ترسره کولو سره یې ټولې هغه بهانې چې د مسلح مخالفینو له لورې  د مستقیمو خبرو اترو د خنډ په بڼه پرې ټنګار کاوه له منځه یوړل او د مسقیمو خبرو اترو لپاره یې زمینه مساعده کړه. همدارنګه په تیر یوه کال کې دې شورا د ملي یووالي د ټنګښت په برخه کې او د ټولنې د ټولو قشرونو تر منځ د یووالي او د خلکو او د سیمې د هیوادونو او ګاونډیانو د پوهاوۍ او مرستو جلبولو لپاره په هیواد کې د سولی او دایمي ثبات په خاطر پرله پسی او نه ستړي کیدونکي هڅې تر سره کړي دي. په دې وروستیو کې د افغانستان ولس د اسلامي نړۍ د علماو د یوه نړیوال کنفرانس چې په کابل کې جوړ شو، شاهدان وو.  په دې کنفرانس کې د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه د دوه سوو  شاوخوا جیدو علماو ګډون کړی وو. په کنفرانس کې ګډون کونکو له یو لړ پراخو دیني او علمي بحثونو څخه وروسته تاکید وکړ چې افغانستان د اسلامی نړۍ یوه نه بیلیدونکې برخه ده، اوسنی شخړې دیني نبیاد نلري او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د  تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره هڅه وکړي.

د سولې او ملي یووالي اونۍ په ټول هیواد کې د ولس د ټولو پرګنو له خوا په ډیر درنښت سره ولمانځل شوه او ټولو هیوادوالو په یوه آواز سره جګړه او ورور وژنه وغندله او  له ټولو سیاسي مشرانو، درنو علماوو، قومي مخورو، مدني ټولنو او وسله والو مخالفینو یې غوښتنه وکړه چې د خپل منځي باور او همغږۍ د رامنځته کولو لپاره لاس په کار شي، ترڅو  د تلپاتې سولې په ټینګښت سره د جګړې تور پیڅول د تل لپاره ټول شي.

په پای کې یو ځل بیا د خپل هیواد او ټولې نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وایو او له وسله والو مخالفینو غواړو چې د افغانستان د خلکو  او ټولو مسلمانانو سوله ییزې بلنې ته مثبت ځواب ووایي، له جګړې لاس پر سر او د سولې لاره غوره کړي او  د خپل دې لوی تصمیم د پیل په توګه پریږدي ځوریدلي افغانان د اختر مبارکې ورځې په ډاډ او له جګړې نه بې غمه فضا کې تیرې کړي. و من الله التوفیق

صلاح الدین رباني

د سولې عالي شورا رئیس

د ۱۳۹۵ کلیز