Language Switcher

RJ Social Icons

په انټرکانټيننټل هوټل د بريد په اړه د سولې عالي شورا د خواشينۍ پيغام

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد، دين، ملت او انسانيت دښمنانو يو وار بيا زمونږ بې ګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان کړل. په انټرکانټيننټل هوټل بريد دا څرګندوي چې د سولې او ثبات img kabul ahmad farzan shaheed dalwa 1دښمنان د افغانستان د خلکو دښمنان دي او د تل په څېر د ملکي خلکو وژل د دوی هدف دی. په نني بريد کې د نورو ملکي خلکو تر څنګ د سولې عالي شورا د څېړنو او مطالعاتو د څانګې رئيس، ديني او علمي شخصيت، ځوان ليکوال او شنونکی مفتي احمد فرزان هم په شهادت رسېدلی. انا لله و انا اليه راجعون
شهيد احمد فرزان د خپل پراخ درايت، علميت او خدای ورکړي استعداد پر مټ د هېواد په مختلفو معتبرو بنسټونو کې دندې ترسره کړې وې او د هېواد د پرمختيا لپاره يې په علمي، فرهنګي او څېړنيز ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. هغه د يوه ځوان څېړونکي، ليکوال او شنونکي په حيث د سولې لپاره پراخې هلې ځلې وکړې او د سولې يو ارمانجن شهيد شو. خو د هېواد د سولې او ثبات دښمنان بايد په ياد ولري چې د سولې کاروان پر مخ ځي او په دې لاره کې هرې فداکارۍ ته لبيک وايي. هغه ورځ لرې نه ده چې افغانستان د تلپاتې سولې څښتن او دښمنان يې ذليله اوسي.
د سولې عالي شورا د شهيد له کورنۍ او د دې پېښې له ټولو قربانيانو سره خپله ژوره خواشيني شريکوي او شهيدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.
د تلپاتې سولې په هيله

د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز