Language Switcher

RJ Social Icons

افغان ښځې هم د سولی په تأمین کی کار کولی شي

له نیکه مرغه اوس د افغانستان د سولې پروسې په خبرو او ناستو کې ښځې هم فعاله ونډه لري، دا ځکه  چې افغان ښځې د مور ، خور او میرمنې په صفت کولی شي  خپل زامن ، وروڼه او میړونه د جګړې او مخالفت له لیکو څخه راوباسي.
دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیله (یوسفی) د سولې په هغه خبري کنفرانس کې وکړه چې د سولې ولایتي کمیټې د ښځېنه غړو، ښځېنه ښوونکو او مدني فعالانو په ګډون په کندهار کې د افغان ښځو شبکې دفتر له خوا د کب میاشتی په 6 نیټه رابلل شوی و.
په پیل کې د کندهار افغان ښځو شبکې مسئولې ګلالۍ شیرزی په کابل کې د سولې د څلورم پړاو خبرو په اړه د افغان ښځو شبکې خپره شوې اعلامیه ولوستله چې  په یوه برخه کې یې راغلی وو: د هیواد میرمنو تر هرچا زیات د جګړی زیانونه او قربانۍ زغملې دي او  اوس د سولې خبرو مثبتو پایلو ته سترګی په لاره دي.
وروسته د سولې ولایتي کمیټې غړو او مدني فعالانو په هیواد کې د سولې د روانو خبرو ، پرمختګونو او د مخالفینو د دریځ په اړه د برخوالو پوښتنو ته په ځوابونو کې و ویل: د سولې په روانه پروسه کې د ښځو له ګډون پرته د سولې او ثبات تأمینول د امکان څخه لرې خبره ده دا ځکه چې د ښځو او میرمنو زامن ، وروڼه او میړونه د جګړو او مخالفینو په لیکو کې ولاړ دي. همدا راز هغوی د هیواد د لرې پرتو سیمو  پر میرمنو او ښځو باندې ږغ وکړ خپلو هغو دوستانو ته  چې لا اوس هم په جګړه اخته دي د سولې پیغام  ورسوي او وې پوهوي چې جګړه ګټه نه لري، د افغانستان دښمنان زموږ له بې اتفاقۍ او ناپوهۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي، افغانان یې په خپلو منځونو کې په یوه او بل نامه سره و جنګول، نور وسله والو مخالفینو ته فکر کول پکار دي تر څو نور د پردیو په اشاره  خپل هیواد وران نه کړي، ورته ښایي  د سولې پروسې سره یوځای شي او په خپلو کورونو کې د عزت ژوند پیل کړي.

د ۱۳۹۶ کلیز