Language Switcher

RJ Social Icons

د تلپاتې سولې لپاره غښتلي اراده په کار ده

 د لغمان سولې ولایتي کمیټې مشرتابه د خپلو سوله ییزو هڅو په لړ کې د روان کال د حوت په ۵ مه نیټه د لغمان پوهنتون له استاذانو او محصلانو سره غونډه درلوده.
img laghman strong will for peace hoot 5په پیل کې د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوي محمد حسن خبرې وکړې، وې ویل: دسولې لپاره له تېرو پنځو کلونو راپدیخوا هڅې روانې دي، د دې لپاره چې د تلپاتې سولې په ټېنګښت بریالي شو، اړتیا لیدل کیږي چې دیوې غښتلي او قوي ارادي له مخې د دې پروسې د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړو.
 ښاغلي مولوي محمد حسن زیاته کړه چې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هم په خپل وخت کې له کفارو سره سولې کړې او پر جګړو يې سولې ته غوروالی ورکړی دی. دا چې زموږ خوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم سوله خوښه کړې، نو راځئ چې مونږ د خپل خوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب او د سولې لپاره اساسي کار ترسره کړو.
مولوی محمد حسن دخپلو خبرو په وروستیو کې په ټولو محصلانو او ځوانانو غږ وکړ چې تر هر کلي او کور دسولې پيغامونه ورسوي او هغوی چې مرګوني لاره يې خپله کړې، له ممکنو ادرسونو په دې وپوهوي ،څو دسولې لاره خپله کړي.
وروسته په وار سره  دلغمان پوهنتون مشرتابه، یوشمېر استاذانو او محصلانو خبرې وکړي، د سولې له روان بهیر يې خپل ملاتړ په ډاګه کړ او ژمنه يې وکړه چې دسولې لپاره به په پوره ژمنتیا سره کار وکړي.

د ۱۳۹۶ کلیز