Language Switcher

RJ Social Icons

په علیشنګ ولسوالۍ کې د لغمان د سولې ولایتي کمیټې غونډه د لغمان ولایت د سولی ولایتي کمیټی په هڅو د روان کال د حوت په څلورمه نیټه په علیشنګ ولسوالی کی د قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو، د سولې ولایتي کمیټې غړو او نورو دولتي چارواکو په ګډون یوه غونډه

د لغمان ولایت د سولی ولایتي کمیټی په هڅو د روان کال د حوت په څلورمه نیټه په علیشنګ ولسوالی کی د قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو، د سولې ولایتي کمیټې غړو او نورو دولتي چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه. په پیل کې د یادې ولسوالۍ ولسوال سید شریف پاچا پرانستونکې وینا وکړه او له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې د img laghman peace committee session hoot 4سولې، ثبات، او امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په موخه د عامه ذهنیت رغونه ترسره کړي. ورپسې د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوي عبدالغفور خمیني د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه، پر علماوو او قومي مشرانو یې غږ وکړ چې د سولې پروسې د بریا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
وروسته په  وار سره د یادې ولسوالۍ علماوو او قومي مشرانو د سولې پر اهمیت خبرې وکړی، څرګنده یې کړه چې  دوی به  په ټوله معنی د سیمې خلک وهڅوي چې د امنیت ټینګښت لپاره کار وکړي او ولسونو ته د اسلام مبارک دین په رڼا کې  د سولې پر اهمیت او د جګړو پر زیانونو هر اړخیز معلومات ورکړي.

د ۱۳۹۶ کلیز