Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا اعلامیه

کابل- افغانستان
د ۱۳۹۵ کال د مرغومي ۲۶مه
د سولې عالي شورا د یوې ملي مرجع په توګه د عادلانه، تلپاتې او هر اړخیزې سولې د ټینګښت لپاره تل  د ټولو اړخونو د هغو هڅو هرکلی کوي چې دې ارزښتمن دیني او ملي موخې ته د رسیدو په لار کې یې ترسره کوي. د سولې عالي شورا د سلاکار محترم عبدالحکیم مجاهد وروستۍ څرګندونې چې د روان کال د مرغومي په ۲۳مه نیټه یې د هغه رپوټ د مخکتنې په پروګرام کې کړې دي چې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت له خوا د (په تېرو څلورو لسیزو کې سوله ییزو مذاکراتو ته کتنه)  په نوم برابر شوی، د سولې عالي شورا د نوموړي دا څرګندونې چې رسنیو خپرې کړې د هغه شخصي نظر بولي او په ډاګه کوي چې نوموړي پدې پروګرام کې د سولې عالي شورا د استازي او نماینده په توګه برخه نه ده اخستې.
د سولې عالي شورا ددې ډول څرګندونو په اړه هیڅ ډول مسئولیت نه لري او پدې باور ده چې د افغانستان د سولې او ټیکاو دښمنانو له هر بل وخت نه زیات یو بل ته لاسونه سره ورکړي څو وکولی شي پر ځوریدلي او یو موټي افغان ولس خپل ګوزارونه زیات کړي. د افغانستان خلک د یووالي، همغږۍ او اتحاد ساتنې او د داسې نظریاتو له اظهار نه ډډه کولو ته اړتیا لري، چې د بدګومانیو لامل ګرځي.
د سولې عالي شورا د دې موضوع په اړه د اړونده ارګانونو له خوا د ژور تحقیق غوښتنه کوي څو د لاسته راغلو پایلو پر بنسټ قضاوت وشي.
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز

1