Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه د ۱۳۹۴ کال د کب په ۴ نیټه د جمهوری ریاست په ماڼۍ کې د سولې عالي شورا او د دې شورا د دارالانشاء مشرتابه پلاوی د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ. د سولې عالي شورا نوی رهبري او غړي د جهادی رهبرانو، دیني علماوو، سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، پيژندل شویو ښځو او د افغاني ټولنې د ټولو قومونو استازیتوب کوي چې د ملي اجماع ښکاره بیلګه ده.
د سولې عالي شورا د 1389 کال د تلې په میاشتې کې د سولې ملي مشورتی جرګې د سپارښتنو پر بنسټ جوړه شوې او تل یې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات راوستلو هڅه کړې ده. د ملي اجماع رامنځته کول، د خلکو بسیجول، د دیني علماوو ملاتړ ترلاسه کول، د سولې له پروسې سره د یو زیات شمیر وسله والو مخالفینو د یوځای کیدلو لپاره د زمینې برابرول په مستقیمو، غیر مستقیمو، رسمي او غیر رسمي مذاکراتو کې ونډه درلودل، په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون له لارې د دولت وسله والو مخالفینو، افغانانو او نړیوالو ته د افغانستان د خلکو او دولت د سوله ییز غږ رسول او د اسلامي نړۍ د علماوو نړیوالو کنفرانسونو جوړول، د دې شورا له ښکاره لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.
د دی شورا لومړی رئیس پروفیسور برهان الدین ربانی (د سولې شهید) د سولې او ملي پخلاینې په لاره کې د افغانستان د سولې او ثبات د ښمنانو لخوا په ناځوانمردانه ډول په شهادت ورسید. د افغانستان د سولې شهید د پروفیسور برهان الدین ربانی له شهادت وروسته د هغه مشر زوی ښاغلې صلاح الدین ربانی د دې شورا د مشر په توګه وټاکل شو. د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره نوموړی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو. سر بیره پر دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء پخوانی رئيس هم د ملي دفاع وزارت سرپرستي پر غاړه واخیستله. په دی موده کې د سولې عالي شورا او د دې شورا د دارلانشاء چارې د مرستیالانو په سرپرستۍ سره پرمخ یوړل شوې چې له نیکه مرغه په ورځنیو چارو کې هیڅ ډول انقطاع نه ده رامنځته شوې.
دی ته په پام سره چې د سولې پروسه د افغانستان حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او دا باید له یاده و نه باسو چې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اراده له شک او تردید څخه پاکه ده. د دی پروسې ملي، سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو ته په کتو سره د ملي یووالي حکومت وکولای شول چې په دې لاره کې یو تحرک او خوځښت رامنځته کړي. څلور اړخیزه ناستې او د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په موخه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کول، دا حقیقت په اثبات رسوي او تمه کیږي چې د دې هڅو په پایله کې به ډیر ژر د افغانستان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ مخامخ مذاکرات وشي.
څرنګه چې د سولې پروسې او مذاکراتو مشري د سولې عالي شورا په غاړه ده، نو  د سولې عالي شورا لپاره د نوی رهبرۍ ټاکل، تلپاتې، عادلانه او باعزته سولې ته د رسیدلو لپاره د ملي یووالي حکومت تعهد څرګندوي او د نوی رهبرۍ په راتګ سره به د سولې عالي شورا هڅې نورې هم ګړندۍ شي او د مخامخ خبرو اترو لپاره به زمینه نوره هم مساعده شي.
د سولې عالي شورا نوې رهبري د جهادي او روحاني شخصیت فضیلتمآب پیر سید احمدګیلاني په مشرۍ یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو څخه غواړي ترڅو د افغانستان د دولت او خلکو د سولې غږ ته لبیک ووایي، له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره د بین الافغانی مذاکرې او مفاهمې لاره انتخاب کړي او د افغانستان د نورو وګړو سره اوږه په اوږه د هیواد په بیا رغونه او آبادولو کې فعاله ونډه واخلي.
د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info