Language Switcher

RJ Social Icons

د نبي اکرم صلی الله علیه و سلم د نیکمرغه میلاد اړوند د سولې عالي شورا پیغام

قال الله تعالی ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَة ) د احزاب سورت ۲۱

ژباړه : په تحقیق دی تاسې ته په کار د رسول الله کې غوره او نیکه اقتداء

پداسې حال کې چې اسلامي امت او زموږ غښتلې او با شهامته ملت د رحمت، سولې، یووالې او ورورۍ وروستی پیغام راوړنکی حضرت محمد صلی الله علیه و سلم، هغه شخص چې په خپل مبارک ژوند کې يې د انسانانو په ژوند کې ستر تحولات رامنځته کړل او په ډیره کمه موده کې یې هغوي ته سمه لاره وروښودله، نیکمرغه میلاد لمانځي.
د سولې عالي شورا د دې تر څنګ چې ټول اسلامي امت ته د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د نیکمرغه میلاد مبارکې وایي، دا مهمه ورځ د هغه ستر شخصیت صلی الله علیه و سلم چې په راتګ سره یې بشریت د غیرالله له عبادت څخه د یو الله عبادت ته راوبلل شو او ناوړو رواجونو او عنعناتو ته د پای ټکې کیښودل شو، سیرت ته د بیاکتنې لپاره یو ډیر مناسب فرصت ګڼي.
د دیني او تاریخي شواهدو پر بنسټ د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د ژوندانه په ټولو برخو کې د بشریت لپاره یوه کامله نمونه ده او نبی کریم صلی الله علیه و سلم په خپل مبارک ژوند کې د ښو اخلاقو او حکیمانه دعوت په واسطه د ځوانانو، سپینږرو، ښځو، تجارانو او مشرانو په ګډون یو زیات شمیر خلک د اسلام په سپیڅلې دین مشرف شول.

بی له شکه، د اسلامی ټولنې د سالمې ساتنې لپاره ټول مسلمانان باید په خپل عملي ژوند کې د نبي کریم صلی الله علیه و سلم څخه پیروی وکړي ځکه یوه ټولنه هغه وخت کولی شي سالمه ټولنه او د منلو وړ وي چې د معنوي او اخلاقي معیارونو او ضوابطو سره مطابقت ولری.

د اسلام د ستر پیغمبر د نیکمرغه میلاد لمانځل یوازی د هغه صلی الله علیه وسلم د زوکړې د ورخې د لمانځلو په معنی نده، بلکه د نبي کریم صلی الله علیه و سلم ویناوو او لارښوونو ته باید بیاکتنه وشي او مسلمانان په خپل عملی ژوند کې د هغه صلی الله علیه وسلم څخه پیروی وکړي.
د سولې عالي شورا پوره باور لري چې افغانان کولی شي د دینی زده کړو او د اسلام ستر پیغمبر د سیرت په ړنا کې په هیواد کې عادلانه او تلپاتې سوله تامین کړي او شته ستونزې له منځه یوسي.
د سولې عالي شورا د دې مهمې ورځې په مناسبت د ټولو ښکیلو خواوو څخه غوښتنه کوي ترڅو د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو سره سم د بین الافغانی مذاکراتو له لاری جګړې، ویني تویولو او د افغانستان د مظلوم او ځوریدلې ملت ستونزو ته د پای ټکې کیږدي.
پای


د ۱۳۹۶ کلیز

1