Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ میاشتې له (۹ـ ۱۲) نېټې پورې غونډې دایرې او په مختلفو برخو کې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته یې لاندې اعلامیه صادره کړه:
۱ـ په یوه اسلامي ټولنه کې د نظم د راوستلو اړتیا د اسلامي نصوصو په رڼا کې ثابته شوې او د دغو نصوصو په لوستلو سره دې پایلې ته رسېږو چې اسلام د سلطې، نظام او حکومت د شتون په اړه زیات ټینګار کوي لکه چې لوی خدای جل جلاله تر خپل اطاعت او د خپل رسول تر اطاعت وروسته مسلمانانو ته د هغوی د حاکمانو په اطاعت امر کوي او د النساء سورت په (۵۹) آیت کې فرمايي: )يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ).
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله، رسول او هغه کسانو اطاعت وکړئ چې له تاسې نه د امر خاوندان دي.
 همدا راز د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې راغلي دي:

(لقد قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لبعض اصحابه: اذا نزلت ببلد ولیس فیه سلطان فارتحل عنه)
ژباړه: په تحقیق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې صحابه کرامو ته وویل: کله چې داسې ټاټوبي ته ورشۍ چې په کې حکومت نه وي نو هلته مه پاتې کیږئ او ترې لاړ شئ.
دا چې اسلام خپلو پیروانو ته د داسې ټاټوبي نه چې هلته حکومت شتون نه لري د وتلو امر کوي د حکومت او نظام په شتون د اسلام مبارک دین ټینګار ښۍ.
په افغانستان کې اوسنی نظام چې درې ګونې قواوي یې فعاله دي، اسلامي شعایر پرځای کېږي او تر خپله وسه د امنیت په تأمین او دقوانینو په پلي کولو کې هڅه او هاند کوي د افغان مسلمان ملت مسؤلیت او دنده ده چې د نظام د لا ټینګښت او په هغه کې د ځينو نیمګړتیاوو د لري کولو په خاطر له خپل دولت څخه حمایت او ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې یو ځل بیا په هېواد کې ملوک الطوایفي او ګډوډي را منځته شي ځکه چې د اسلام د مقدس دین له نظره د نظام له نشتوالي څخه د ناقص نظام شتون غوره دی چې باید د هغې د اصلاح لپاره هلې ځلې وشي.
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
عن عوف بن مالک رضی الله تعالی عنه، قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول:خيار أئمّتكم الّذين تحبّونهم و يحبّونكم و تصلّون عليهم و يصلّون عليكم و شرار أئمّتكم الّذين تبغضونهم و يبغضونكم و تلعنونهم و يلعنونكم. ، قلنا یا رسول الله صلی الله علیه وسلم افلا ننابذهم قال: لا ما اقاموا فیکم الصلاة. رواه  مسلم .
ژباړه: له عوف بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل: ستاسو تر ټولو ښه اُمراء هغه کسان دي چې پر تاسو ګران دي او تاسو پر هغو ګاران یاست او تاسو ورته دعا کوۍ او هغوی تاسو ته دعا کوي او ستاسو ډېر بد اُمراء هغه کسان دي چې تاسو ترې نه بد وړۍ او دوی له تاسو څخه، تاسو دوی ته لعنت وایاست او دوی تاسو ته، اصحابو پوښتنه وکړه چې آیا د دوی په وړاندې قیام وکړو؟
رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: نه، ترڅو چې دوی ستاسو په منځ کې لمونځ کوي د هغوی په وړاندې قیام مه کوئ.
له ذکر شوې مبارک آیت او مبارکو احادیثو څخه ثابته شوه چې له نظام څخه اطاعت د مسلمانانو دیني وجیبه ده که چیرته نواقص هم موجود وي باید د هغې په لرې کولو کې پوره هلې ځلې وشي خو د نظام په وړاندې پاڅون او یا په خلکو کې بې اتفاقي او ګډوډي جوړول ناروا عمل او له خپل مسلمان ملت، خاورې او هېواد سره ښکاره دښمنې ده.
۲ـ دایو ښکاره حقیقت دی چې په هېواد کې روانه جګړه د پردیو په لمسون او د سېمې د استخباراتو په اشاره پر مخ بیول کېږي او ددې ناروا جګړې د جاري ساتلو په خاطر له مختلفو ډلو ټپلو څخه کار اخیستل کېږي کله طالب، کله القاعده او اوس هم د داعش په نامه د جګړي د اور ګرم ساتلو لپاره هلې ځلې رواني دي دغه ډلې په ډېره بې رحمۍ سره بې ګناه انسانان قتلوي، ملکې خلک په لویو لارو کې تښتوي او کله هم په صحرايي محکمو کې انسانان وژني او هېواد مو ورانوي، دښمن هماغه یو دښمن دی یواځې نوم یې بدلېږي. په دې وروستیو کې د دولت یو شمېر مسؤلین یو بل ددغو ډلو په حمایت او ملاتړ تورنوي چې داسې تورونه زمونږ د مسلمان او ځورېدلي ملت اذهان مغشوشوي او په ټولنه کې د رواني امنیت د له منځه تللو باعث ګرځي او ګټه یې زمونږ د دین او وطن دښمنانو ته رسېږي. دعلماوو شورا د خیر خواهۍ او ديني مسؤلیت پر اساس په دولتي مسؤلینو او عام ولس باندې غږ کوي چې خپل اتحاد او یوالی نور هم مظبوط کړي او د دښمن د ورکولو په لاره کې یو بل ته د ورور ولۍ او دوستۍ لاسونه ورکړي او هیچا ته اجازه ورنکړي چې ددښمنانو په ګټه داسې اعمال تر سره کړي چې زمونږ د هېواد او نظام د کمزرتیا او ناکامي سبب شي.
۳ـ د علماوو شورا دخپل تأسیس له پیل څخه په وار وار دا غږ اوچت کړی چې سوله زمونږ دغمځپلي هېواد د روانو ستونزو یواځينې حل دی، جنګ او وینه تویول د مشکلاتو د حل لار  نه ده که هر څومره جنګ اوږد هم شي بې له خبرو اترو او سولې څخه به کومه پایله ونه لري نو یو ځل بیا د جنګ په ښکېلو اړخونو غږ کوي چې دسولې او روغې جوړې په خاطر هر څه ژر خبرې پیل، جنګ او ورور وژني ته د پای ټکی کېږدي.
دافغانستان د اسلامي دولت له مشر تابه او دسولې له عالي شورا څخه غوښتنه کوي چې د سولې په لاره کې ستړي او مایوسه نه شي او په دې هکله خپلې هڅې تر پخوا زیاتې ګړندۍ کړي د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره ټول موانع لري او هر څومره ژر چې کیدای شي په دې لاره کې مؤثر او اوچت عملي ګامونه واخلي.
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې خاطر چې ټول انسانان د امن، سولې، نیکبختۍ او آرامۍ تر سیورې لاندې ژوند وکړي مدینې منورې ته تر هجرت وروسته له یهودو سره یو تړون لاسلیک کړ چې په هغه کې یهودو ته دا آزادي ورکړل شوه چې په خپل دین به عمل کوي که څوک ددې تړون د کوم طرف په خلاف جګړه اعلان کړي د تړون ټول اطراف دهغې پر خلاف درېږي، که هر څوک په مدینې حمله وکړي نو د معاهدې ټول اطراف به د هغوی پر خلاف یو ځای جګړه کوي او هر څوک به د خپل طرف دفاع او ساتنه کوي .
که په مدینه منوره کې د مسلمانانو او یهودانو تر منځ معاهده کېږي ا ودواړه دهغې په رڼا کې د سولې او خوشحالۍ ژوند کولی شي نو بیا زمونږ په ګران هېواد کې چې د شخړې اطراف یې مسلمانان او افغانان دي ولي نه شي کولای چې په خپل منځ کې د سولې او ورور ولۍ په فضاء او د اسلام د مبارک دین د احکامو او هدایاتو په رڼا کې خوشحاله او هوسا ژوند ولري.
۴ـ اسلام (۱) إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ﴿الحجرات: ١٠﴾       په اساس ټول مسلمانان سره وروڼه معرفی کوي د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان مسلمان ملت چې کله هم خطرناکو پېښو سره مخامخ شویدي دغه ورور ولي یې په ډېرو سختو ورځو کې هم په عمل کې ثابته کړیده په خواشنیۍ سره نن د دغې یوالي د له منځه وړلو لپاره نا پاکه لاسونه را اوږده شویدي، یرغمل نیول، وژنې، د یو ځانګري قوم د سرونو غوڅول او د افغانستان د ورونو قومونو په زړونو کې د نفاق او ځان ځانۍ تخم کرل د اسلامي اخلاقو او د ملي مصالحو په خلاف کار دی.
د علماوو سرتاسري شورا د ټولو مسلمانانو هېوادونو نه غواړي چې د اسلام د ژوند بښونکي دین د احکامو په نظر کې نیولو سره د اسلام د دښمنانو دغو دسیسو باندې ونه غولیږي او د دغه فتنو د له منځه وړلو کې سره یو موټی اووسي.
۵ ـ دا چې د ژمي موسم په را رسېدو سره هوا ورځ تر بلې سړيږي خو د سون او خوراکي توکو  بیې ډېرې لوړي شوي او زمونږ بې وسه وطنوال یې د اخیستلو توان نلري له بلې خوا د بېکاري او اقتصادي مشکلاتو شتون د خلکو کړاوونه لا زیات کړي او یو زیات شمېر ځوانان د هېواد څخه وزي او نورو ملکونو ته د تللو په هڅه کې دي شورا د هېواد له مسؤلو مقاماتو څخه غوښتنه کوي ترڅو د ضروري توکو د نرخونو په کنترول او بېکاره ځوانانو ته د کار په پیدا کولو کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

د ۱۳۹۵ کلیز