Language Switcher

RJ Social Icons

د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستنې شپږنویمې کلیزې په مناسبت د سولې عالي شورا پیغام

د سولې عالي شورا د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د شپږنویمې کلیزې د رارسیدو له امله په دین، هیواد او ولس مینو افغانانو، په ځانګړې توګه د هغو شهیدانو وارثینو ته د زړه له کومې مبارکي وایي چې د خپلواکۍ او له هیواد څخه د ساتنې په لاره کې یې خپل سرونه قرباني کړي دي. او د الله جل جلاله له دربار څخه غوښتنه کوي چې د دې نیکمرغه ورځې په مناسبت په هیواد کې سراسري سوله، امنیت او ثبات تأمین کړي.
نن چې د آزادۍ ورځ لمانځو، باید په یاد ولرو چې دا ستر نعمت د سپیڅلو شهیدانو د سرونو  په بیه او په دین او هیواد د مینو میړنیو غازیانو د بې ساري اتلولیو په پایله کې لاسته راغلی دی، نو دا زمونږ دیني او ملي دنده ده، چې د اتلو غازیانو او شهیدانو دا ویاړلی میراث خوندي وساتو او په بشپړ امانت سره یې راتلونکو نسلونو ته وسپارو.
د الله تعالی د دې ستر نعمت د شکرانې د اداء کولو په خاطر، ټولو افغانانو ته ښايي چې د یو موټي او واحد ملت په توګه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، استقلال او هویت څخه په میړانه دفاع وکړي او اجازه ورنکړي چې نور پردي زموږ له قربانیو او سرښندونو څخه د خپلو شومو اهدافو د تحقق لپاره کار واخلي.

د اسلام مبین دین مسلمانانو ته د سولې، روغې، پخلاینې، محبت، ورورولۍ او همکارۍ درس ورکوي. همدې دیني اصل او د هیواد روانو حالاتو ته په کتو سره  باید یو ځل بیا ټینګار وکړو چې سوله د افغانانو تر ټولو اساسي اړتیا او غوښتنه ده او د ولس هر وګړی باید ددې دیني او ملي امر او غوښتنې د تعمیل او پوره کولو لپاره لاس په کار شي، ځکه دسولې او ټیکاو پرته هیڅوک د استقلال او آزادۍ له نعمتونو څخه ګټه نه شي اخیستلای.
 د سولې عالي شورا یو ځل بیا پر دې حقیقت په ټینګار سره، چې جګړه د حل لاره نه ده، له ټولو افغانانو په کلکه غوښتنه کوي چې د عادلانه سولې د ټینګښت په لار کې خپله وجیبه ادا کړي او دغه راز په جګړه کې پر ښکیلو خواوو غږ کوي چې له جنګ او جګړې څخه لاس واخلي او د مخامخ خبرو له لارې خپلې ستونزې سره حل کړي چې پدې توګه افغانان د آزادۍ تر سیوري لاندې د سوکالۍ ژوند پیل کړي.
 تاریخ په اثبات رسولې چې افغانانو د الهي احکامو او نبوي ارشاداتو او دغه راز د خپلو غوره دودونو په پام کې نیولو سره تل د سرښندونو او قربانیو په ترسره کولو سره له خپلې خپلواکۍ څخه ساتنه کړې ده. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې افغان ځوریدلي او با شهامته  ولس د غم او ویر د ټغر د ټولولو په خاطر د سولې او په هیواد کې د تلپاتې امنیت د تامین په موخه خپل دیني او ملي مسئولیت په پوره ایماندارۍ سره تر سره کړي، ځکه پر تاوتریخوالي او جګړې ټینګار هیڅکله اهدافو ته د رسیدلو وسیله نه شي ګرځیدلای.
په پای کې یوځل بیا د لوی الله تعالی له دربار څخه په هیواد کې د سراسري سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کوو.


د سولې عالي شورا

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info