Language Switcher

RJ Social Icons

د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د سولې عالي شورا پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تبارک و تعالی: «شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ» (البقرة: ۱۸۵)

ژباړه : (د روژې مياشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت څرګندې نښې او فرقان، نو چې څوك دا مياشت بيامومي هغه دې روژه ونيسي ...)

د روژې مبارکه میاشت، د الهي رحمت د دروازو پرانستلو او د ګناهونو د بښلو میاشت ده او بې شکه د دې میاشتې روژه له الهي نعمتونو څخه یو نعمت دی چې د الله تعالی له خوا د مسلمانانو د جسمي او روحي تزکیې لپاره فرض شویده.

د روژې مبارکې میاشتې ستر فضیلت په دې میاشت کې د قدر شپه ده، چې د قرآن کریم په ګواهۍ په دې شپه کې عبادتونه د زرو شپو له عبادته بهتره دي. نو موږ کولای شو چې له دې بختور او مبارک فرصت څخه د نفسي تزکیې، د روح پیاوړتیا او نفسانې ککړتیاوو د له منځه وړلو لپاره ګټه واخلو.

د سولې عالي شورا د روژې مبارکې میاشتې، چې له الهي برکتونو څخه ډکه، د قرآن عظیم الشأن د نزول، د مغفرت او د جهنم له اور څخه د خلاصون میاشت ده، په رارسیدلو سره ټول اسلامي امت په ځانګړې ډول د افغانستان متدین، ځوریدلي او پر سوله مین ملت ته مبارکې وایي. او د څښتن تعالی له درباره هیله کوي چې ټولو مؤمنانو ته د طاعاتو او عباداتو د ترسره کولو توفیق ورکړي او د دې مبارکې میاشتې په برکت سره ددې خاورې اوسیدونکو ته د دارینو کامیابي او تلپاتې سوله ورپه برخه کړي.

همدارنګه د افغانستان په قضیه د ښکیلو ټولو خواوو څخه د خلکو هیله داده چې د هیواد حساسو شرایطو ته په کتو او د افغانستان او سیمې حالاتو د درک کولو پر بنسټ لدې فرصت څخه ګټه واخلې او د روانو ستونزو د هوارولو په موخه د سوله ییزو لاروچارو لټولو لپاره خپل عملي تعهد څرګنډ کړي او په کلک عزم سره د سولې مذاکرې او خبرواترو ته حاضر شي، ترڅو جګړه او تاوتریخوالې پای ومومي او د وینو تویولو مخنیوې وشي.

د سولې عالي شورا باور لري چې په هیواد کې د سرتاسري او عادلانه سولې راوستلو لپاره د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدنی ټولنې، د ښځو شبکې، سیاسي رهبرانو او وسله والو مخالفینو په ګډون د ټولو افغانانو جدي همکارۍ ته اړتیا شته او له همدې لامله د سولې له بهیر څخه د هیواد د ټولو پرګنو د ملاتړ پر ترلاسه کولو ټینګار کوي.

په پای کې یوځل بیا د هیواد مشرانو او د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت ته د دې مبارکې میاشتې مبارکي وایو او د الله تعالی له درباره هیله لرو چې زموږ سره په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

پای

د ۱۳۹۶ کلیز