Language Switcher

RJ Social Icons

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا اعلامیه

الحمد لله والصلوة والسلام علی رسول الله و علی آله و صحبه و من اهتدی بهدیه.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې د ۱۳۹۴ هجری لمریز کال د غبرګولي میاشتې له )۱۹ تر ۲۳( مې نېټې پورې غونډې دایرې او په ګڼو موضوعاتو یې هر اړخیزې خبرې اترې او بحثونه وکړل او لاندې اعلامیه يې صادره کړه:

۱- اسلامي نړۍ او د افغانستان متدین ملت د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په استقبال کې ده، د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه په روایت جناب نبي کریم صلی الله علیه و سلم د شعبان د میاشتې په دېرشمه نېټه د یوې عظیم الشأنې خطبې په ترڅ کې فرمایلي دي:

ای خلکو! په تحقیق سره تاسې ته نږدې شوه د روژې میاشت، روژه هغه میاشت ده، چې په هغې کې یوه شپه ده چې تر زرو میاشتو بهتره ده، الله جل جلاله د دې میاشتې روژه فرض کړې ده او د شپې لمونځ )تراویح( یې سنت ګرځولي دي، څوک چې په دې میاشت کې یو نېک عمل تر سره کړي؛ لکه چې په غیر رمضان کې یې فرض عمل ادا کړی وي او څوک چې یو فرض عمل سر ته ورسوي، داسې ده لکه چې اویا فرضونه یې په غیر رمضان کې ادا کړي وي.

د روژې مبارکه میاشت د صبر او تحمل میاشت ده او د صبر او تحمل ثواب جنت دی او د قربانۍ او ایثار میاشت ده او داسې میاشت ده چې د مؤمن روزي په هغې کې زیاتیږي، که څوک په دې میاشت کې یوه صائم ته روژماتی ورکړي؛ دا روژه ماتی د هغه لپاره د ګناهونو د مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون سبب ګرځي او افطار ورکوونکي ته د روژه نیوونکي په اندازه اجر او ثواب ورکول کیږي، بې له دې چې د روژه نیوونکي له ثواب څخه څه کم شي.

حضرت سلمان فارسی رضی الله عنه فرمایلي، چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه مو پوښتنه وکړه چې مونږ ټول د روژه ماتي ورکولو وس او توان نلرو، رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې الله جل جلاله دغه ثواب هغه چا ته هم ورکوي چې یو روژه لرونکي ته یو غړپ شیدې، اوبه او یا یوه دانه خُرما ورکړي او که څوک روژه لرونکی موړ کړي؛ الله تعالی هغه د حوض کوثر له اوبو څخه سیرابوي، چې بیا جنت ته تر ننوتلو هیڅکله نه تږی کیږي.

روژه داسې میاشت ده چې اول یې رحمت، وسط یې مغفرت او آخر یې د دوزخ له اور څخه د خلاصون ذریعه ده او څوک چې پر خپلو لاس لاندې خلکو باندې په دې میاشت کې تخفیف او سهولت راولي، الله جل جلاله هغه ته بښنه کوي او د دوزخ له اور څخه یې خلاصوي.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری ددې بختورې میاشتې د رارسیدو په مناسبت خپل مسلمان ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي او د افغانستان له جلالتمآب جمهور رئیس څخه غوښتنه کوي، تر څو ددې مبارکې میاشتې د ښه درناوي او حرمت په خاطر ټولو اړوندو دولتي ارګانونو ته هدایت وکړي چې د ټولو منکراتو د مخنیوي، د ضروري توکو د نرخونو د کنټرول او روژه دارانو ته د ټولو اسانتیاوو په برابرولو کې جدي اجراآت وکړي.

شوری له ټولو چاپي، صوتي او تصویري رسنیو څخه غوښتنه کوي، ترڅو د دې مبارکې میاشتې د فضائلو او احکامو د خپرولو په خدمت کې واوسي او له هر ډول مبتذلو خپروونو څخه ډډه وکړي.

همدا رنګه له ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو څخه غواړي، ترڅو په دې مبارکه میاشت کې د خپلو بېوزلو او غریبو خلکو لاس نیوی وکړي، ترڅو د هغوی په دسترخوان هم د روژه ماتي لپاره یو څه پیدا شي.

۲- سوله د لوی خدای جل جلاله امر، د نبي کریم صلی الله علیه و سلم ارشاد او د افغانستان د مسلمان ملت حیاتي اړتیا او ضرورت دی، لکه چې تل مو پرې تاکید کړی، یو وار بیا غږ کوو چې د سولې او امنیت ټینګښت د هېواد د ټولو چارو د سمون لپاره یوازینۍ لاره ده، ځکه بې له سولې او ټیکاو څخه په هیڅ برخه کې کوم مثبت کار نشي تر سره کېدای؛ نو د افغانستان له علمای کرامو، قومي مشرانو، مجاهدینو او مدني ټولنو څخه غواړو چې هر څوک په خپل وار او تر خپلې وسې پورې د روغې جوړې د راوستلو لپاره هلې ځلې وکړي.

شوری په مختلفو هېوادونو کې د سولې لپاره د وروستیو ناستو او خبرو اترو هر کلی کوي، هغو ته په نېک نظر ګوري او هیله کوي چې دا د اساسي او رسمي خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

۳- د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې ددې ملت بچیان دي، د پرمختللو او موډرنو تجهیزاتو او وسلو له نه شتون سره، سره په ښه توګه د خپل هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په مېړانه او د خپلو سرونو په بیه دفاع کوي او په دې لاره کې هره ورځ په شهادت رسیږي، لکه چې په یو مبارک حدیث کې راغلي دي: {عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ} )رواه الترمذي، النسائي وأبو داود(

ژباړه: هر هغه څوک چې د خپل مال، ناموس، دین او نفس د دفاع په خاطر ووژل شي؛ هغه شهید دی.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شوری په خپل مسلمان او مېړني ولس غږ کوي، تر څو له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه په هېواد کې د امنیت د ټینګولو په لاره کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

۴- په هېواد کې د ناامنیو د ډېریدو له وجې سرمایې او شتمنۍ د فرار په حالت کې دي، د کار بازار په ټپه ولاړ دی او د افغانستان مسلمان ملت له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، شوری د افغانستان له جلالمتآب جمهور رئیس څخه غواړي، ترڅو د هېوادوالو د اقتصادي مشکلاتو د حل په هکله جدي توجه وکړي او د اداري فساد مخنیوی او دکار د بازار تقویه د خپلو کاري پروګرامونو په سر کې ونیسي، ترڅو دې مظلوم ملت ته د یو عزتمن ژوند زمینه برابره شي.

د ۱۳۹۵ کلیز

1