Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې او ملي پخلاینې په اړه د سولې عالي شورا دریځ

د سولې عالي شورا د خپل تأسیس له راهیسې په پرلپسې توګه هلې ځلې کړي دي چې مستقیمو مذاکراتو له لارې سولې او ملي پخلاینې ته لاره هواره شي ترڅو بهرني پوځونه له افغانستان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي او په بشپړه توګه افغانان د خپل هیواد په امن او بیا ودانولو کې پخپله ونډه واخلي.

دا یو حقیقت دی چې سوله پرمختګ او اقتصادي ښیرازۍ ته لاره هواروي او برخلاف جګړه، تاوتریخوالی د پردیو لاسوهنې، د بې ګناه مسلمانانو وژنې، اشتباهاتو او بې عدالتۍ لامل ګرځي او دغه راز د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته خطر پیښوي. افغانان کولای شي یوازې او یوازې د رغنده خبرو اترو له لارې خپل وطن له ډول، ډول ګواښونو څخه چې په دې وروستیو کې یې د راڅرګندیدو ګنګوسې خپرې شوې دي، وژغوري.

د طالبانو لخوا په قطر کې وړاندې شوي نظریات هغه ستونزې دي چې له تیرو څو کلونو څخه را په دیخوا یې د سولې عالي شورا د هوارۍ په موخه اقدامات کړي دي. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې باید یوازې په خبرو او د دریځونو پر بیانولو اکتفا او بسنه ونشي، ځکه د جګړې د پای ته رسولو او تفاهم ته د رسیدلو لپاره د عملي اقداماتو ترسره کول اړین دي. سره له دې چې په دریځونو کې به توپیر شتون ولري، خو دا توپیرونه باید هیڅکله د داسې شرطونو په توګه چې د مستقیمو مذاکراتو مخنیوی وکړي، مطرح نه شي. باید د خبرو اترو په ترڅ کې داسې حل لارې وپلټل شي چې د ټولو افغانانو ګټې او عزت پکې خوند وي او دغو توپیرونو ته د ټولو خواو د قناعت وړ حل لارې وموندل شي.

دا د جنګ د ټولو ښکیلو خواو دیني او شرعي مسؤلیت دی چې د تاوتریخوالي، بمی بریدونو، تروریستي اعمالو او نورو هغو کړنو څخه مخنیوی وکړي چې په ترڅ کې یې بې ګناه افغانان وژل کیږي. څرنګه چې اوس بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، نو له دواړو خواو څخه یوازې او یوازې افغانان وژل کیږي چې هیڅ ډول نه شي توجیه کیدلای. د جګړې تداوم یوازې د دې لامل کیږي چې په دواړو خواوو کې غیرمسؤل وسله وال په یو او بل نامه افغانان و وژني، مالونه یې لوټ کړي، غصب، سړي تښتوونې او قومي شخړو ته لاره هواره کړي. نو له همدې امله باید دغه ډول ناروا کړنو ته د پای ټکی کیښودل شي او پر ځای یې د تدبیر او تعقل څخه په کار اخیستلو مشکل حل شي.

ټول پوهیږي چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د دې مدعا څرګندويي کوي چې داسې پټ او مرموز لاسونه شتون لري چې هیواد د یو بل بحران کندې ته ورټیل وهي. که وسله وال مخالفین واقعاً غواړي چې هیواد د پردیو د دسایسو ښکار نه شي نو غوره به دا وي چې په مستقیمه توګه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په ګډه ستونزې ته د حل لارې د موندلو لپاره خپل چمتو والی څرګند کړي.

د سولې عالي شورا غواړي چې ټول هغه لاملونه په ګوته او د حل لاره ورته ومومي چې د سولې د رغنده مذاکراتو مخه نیسي. د سولې شورا او افغان حکومت لا وار له مخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو له کمیټې سره بحثونه پیل کړي دي، ترڅو هغوی چې د سولې په مذاکراتو کې ګډون کوي بندیزونه ورڅخه ایسته او نومونه یې له دغه نوملړ څخه و ایستل شي، دغه راز له نوموړې کمیټې سره په واضح توګه خبرې شوي دي ترڅو د بین الافغاني توافق په ترڅ کې په څو پړاو پر پړاو د تعزیراتو د لست موضوع هواره کړي.

د سولې عالي شورا همدارنګه غواړي چې ټولې خواوې د افغانستان په سیاسي نظام کې په عادلانه توګه ګډون وکړي، ځکه ټول د دې هیواد د اتباعو په توګه مساوي حقونه لري او د هیواد د سیاسي نظام تر سیوري لاندې ټول د مصؤن او خوندي ژوند کولو حق لري. دغه راز د اساسي قانون موجودیت د افغانستان سیاسي نظام یو مهم عنصر دی او د همدې قانون د لسم فصل د موادو له صراحت سره سم نوموړی قانون د تعدیل وړ دی.

د یادولو وړ ده، چې افغان حکومت د خپلو تعهداتو سره سم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړې ده او تل یې پر دې موضوع ټینګار کړی دی چې د سولې د بهیر له عملي پیلیدا او مهال ویش سره سم به د ټولو خواو په توافق سره پاتې بهرني ځواکونه هم زموږ له هیواد څخه ولاړ شي. خو لازمه ده چې بین الافغاني خبرې اترې ژر ترژره پیل شي ترڅو هیواد ته متوجه تهدیدونه له منځه ولاړ شي.

د سولې عالي شورا عقیده او باور لري چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ داسې موضوع شتون نلري چې د مذاکراتو په ترڅ کې پرې بحث کول ناممکن وي، ټول هغه موضوعات چې د افغان ولس په خیر وي او د افغانانو وینو تویولو ته د پای ټکی کیږدي د مستقیمو مذاکراتو په ترڅ کې ورته د حل لارې موندل امکان لري او د نورو ستونزو مخه ونیول شي.

په پای کې له لوی الله ج څخه غوښتنه کوو چې موږ ټولو ته توفیق راکړي ترڅو خپلې ستونزې او مشکلات د سوله ییزو لارو څخه حل کړو، جنګ او جګړې ته د پای ټکی کیږدو، پرینږدو چې هیواد مو د نړیوال تروریزم په ځاله بدل شي او د نورو د اهدافو لپاره زموږ بیوزله او غریب ولس قرباني شي. دغه راز له ټولو ښکیلو خواوو او په ځانګړې توګه له وسله والو مخالفینو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته کیني او نوره دا ستره غمیزه پای ته ورسوي.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info