Language Switcher

RJ Social Icons

د سولي په اړه د دیني عالمانو د ملي مشورتي غونډي پریکړه لیک

نیټه: ۵ جدی ۱۳۹۶ کابل - افغانستان
بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی أشرف المرسلین سیدنا و مولانا محمد و علی آله و أصحابه أجمعین و بعد، فقد قال الله تعالی في محکمه کتابه:

 ﴿ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ  ﴾ (سورة آل عمران : ۱۵۹)

په دې کي شک نسته چي په هیواد کي روانه جګړه ، پرافغانانو باندي تپل سوې ده او د دې بربادونکې جګړې دوام د هیواد معنوي او مادي بنسټونه له منځه وړي.
د همدې حقیقت په درک سره ، شاوخوا اوو سوو دیني عالمانو ، خطیبانو، مدرسینواو د هیواد بارزو مذهبي شخصیتونو د هیواد له ګوټ- ګوټ څخه د (د سولي په اړه د دیني عالمانو ملي مشورتي غونډه) ترعنوان لاندي غونډه کي ګډون کي چي د سولي عالي شورا له لوري دائره سوې وه ، ګډون وکړ.
دیني علماؤ ټولو په یوه اتفاق سره په هیواد کي د رواني جګړې چي یوازني قربانیان يي زموږ کړیدلي او مسلمان هیواد وال دي او ګټه يي د اسلام او وطن دښمنان وړي، د سولي د اړتیا او د همدې جنګ د پایته رسیدو په اړه ترهراړخیزو بحثونو وروسته لاندي پریکړه لیک صادرکړ:
• موږ؛ دیني عالمان، د افغانستان د جمهور رئیس له هغه دریځ څخه چي د مسلمانانو دلومړنۍ قبلې (بیت المقدس) په تړاو يي ونیو، حمایت کوو او له همدې کبله يي منندوی یو. دا دریځ زموږ پردیني او ملي روحیه باندي ولاړدریځ دی، د اسلامي نړۍ د عمومي داعيې ښکارندوی او د افغان مسلمان ملت څخه یوښه استازیتوب و.

• دا چي سوله یوالهي امر، دینی وجیبه او زموږ ملي او بنسټیزه اړتیا ده ، ځکه نو د افغانستان په کشاله کي له ښکیلو ټولو خواو څخه غوښتنه کوو ترڅو له تحمل ، زغم او بردباري څخه کارواخلي او عادلانه او دوامداره سولي ته د رسیدو لپاره د باور د فضا مهیا کړي.

• جګړه چې دلته یې د بهرنیو استخباراتي لوبو، بهرنیو ټروریستانو او د مخدره موادو مافیا موجودیت ته زمینه برابره کړې ده. یوازي سوله کولی سي همدې ټولو ناخوالو او د بهرنیانو حضور ته د پای ټکی کښیږدي.   
له حکومت څخه غوښتنې:
۱- حکومت بايد د افغانستان د خلګو د استازي په توگه د دیني علماؤ د مشورتي غونډې ټولو وړانديزوته په کتلو ،له طالبانو سره د زغم، تحمل او حوصلې کار واخلي.
۲- حکومت دي د سولې لپاره د باور فضاء رامنځته کړي او د طالبانو په خلاف دې له  داسې لهجې او پاليسۍ څخه کار نه اخلي چې جگړه تشديد او د سولې فرصتونه له منځه یوسي.
۳- د حکومت او سولې عالي شورا څخه مو غوښتنه ده چې د هیواد  له ټولو اقشارو، سياسيونو، قومي مشرانو، ښځواو ځوانانو سره دې د باعزته سولې په تړاو مشورتي ناستو ته دوام ورکړي او د سولې لپاره د ذهنیتونو جوړولواو ملي اجماع رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
۴- حکومت باید ، د اداري او اخلاقي فساد پر ضد جدي مبارزې ته دوام ورکړي او په دې لاره کې يې د افغانستان علماء ملاتړ کوي.
۵- د هېواد امنيتي ځواکونه چې د افغانستان د ارضي تماميت، بشپړې خپلواکۍ، د افغانانو د عقيدوي او ديني ارزښتونو او ملي نواميسو څخه د دفاع په لاره کې قربانۍ ورکوي او د ټول ملت محافظين دي، بايد د يوې بې پلوې، مسلکي او غير سياسي مرجع حيثيت غوره کړي.
موږد د داسې ملي اردو او پوليسو غوښتونکي یو چې له قومي، سمتي، ژبني او گوندي تعصباتو څخه پاک او د خلکو ساتونکي  وي.
۶- د عدلي او قضايي بنسټونو د اصلاح لپاره دي پراخ کارترسره سي او قضائیه قوه باید په بشپړه توګه د اعتباروړ، پاکه او بي پلوي وي، موږ د حکومت له اصلاحاتي پروګرامونو څخه قوي حمایت کوو.
۷- موږ؛ دیني عالمان، د وینا پرازادۍ باور لرو ، مګرجدي غوښتنه مو داده چي د وینا له ازادۍ څخه سوء استفاده کونکي رسنۍ باید کنټرول سي او هیڅ ډول داسي تبلیغاتو او څرګندونو ته اجازه ورنه کړه سي چي زموږله دینی ، ملي او فرهنګی ارزښتونو سره په ټکر کي وي او ملي یووالي ته صدمه رسوي.
۸- حکومت باید، د دینی علماؤ ټولو هغو انديښنو او غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي چي د مساجدو، مدارسو، تکیه خانو او نورو دیني مراجعو په اړه يي لري او د دینی عالمانوله هر راز ازار او اذیت څخه باید مخینوی وسي.
۹- په ځينو سیموکي ، یوشمیرمسئولین او دولتي مقامات د خپلو خپلسره کړنوپه سبب عامو خلګو او په خاصه توګه د دیني علماؤ د آزار او اذیت سبب ګرځي ، حکومت دي ددغسي اعمالو څخه جدي مخینوی وکړي او د باور فضا دی رامنځته کړي.
۱۰-حکومت باید د هغو عناصرو پرضد کوټلي ګامونه واخلي چي د جګړې د تشدید سبب ګرځي، لکه د نشیي توکواو معادنو او شرابو قاچاق.
له  طالبانو څخه غوښتنې:
۱۱- د افغانستان د خلکو د سولې ارمان ته په احترام دې طالبان بين الافغاني مذاکراتو ته لبيک ووايي او هر ډول غوښتنې او تقاضاوې چې لري د خبرو پر مېز دې ملت ته روښانه کړي.
۱۲- طالبان دي په عامه ځايونو کې د جگړې، انتحار او انفجار څخه جدي مخنيوی وکړي، د ملکي خلکو له وژلو دې لاس واخلي او د ټولگټو تاسيساتو له تخريب څخه دې مخنيوی وکړي. له ټولو هغو سترو ملي پروژه څخه دې په کلکه دفاع وکړي چې د افغانستان بقا او د خلکو سوکالي ور پورې تړلې وي.
۱۳- طالبان دې له خپلو ليکو ټول هغه عناصر وباسي چې له نړېوالو ترهه گرو ډلو سره اړيکي لري او هيڅ ډول افغاني او اسلامي ارزښتونه نه پېژني.
۱۴- د علماو ننۍ غونډې ته په احترام، د علماء داسې يوه ډله د خبرو اترو لپاره را وپېژني چې لرليد، تقوا، وطندوستي او سولې ته ژمنتيا ولري.
۱۵- د حزب اسلامي سره د سولې کامياب تړون ته په کتو دې، نور له جگړې لاس واخلي او دلته د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدو او د سيمه ايزو قدرتونو بدرنگې مداخلې ته زمينه نه برابروي.
له سیاسیو، دیني عالمانو، قومی مشرانو، مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو څخه غوښتني:
۱۶- هر افغان باید د افراطیت او تاوتریخوالي پرضد مبارزه او د جګړې د اختتام لپاره هڅي وکړي او باعزته او دوامداره سولي لپاره تلاښ او هڅي وکړي.
۱۷- ټول باید ملي ګټوته پرشخصي ، حزبي ، سمتي ، ژبنیواو قومي ګټو باندي ترجیح ورکړي او د یوموټي افغانستان لپاره هڅي وکړي.
۱۸- د هیواد ټولو قشرونه باید د اخلاقي او اداري فساد سره د مبارزې په لاره کي له حکومت او دیني عالمانو سره یوځای تلاښ وکړي.
له نړیوالي ټولني څخه غوښتني:
۱۹ـ نړیواله ټولنه باید د دوامداره سولي او ثبات لپاره د افغانستان ملي امنیتی او دفاعي ځواکونه تجهیزاو حمایت کړي.
 ۲۰- له ټولو دوستو هیوادونو څخه غوښتنه کوو چي د افغانستان د کشالې د حل لپاره مخلصانه هڅي وکړي.
۲۱-نړیواله ټولنه باید له بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړوکړي او د سولي او ثبات د راوستلو په لاره کي د افغانانو ملي ارادې ته درناوی ولري.
۲۲- افغانان خپل اسلامی او عنعوي اصل ته په پام سره  ښه ګاونډیتوب ته اولویت ورکړي ، همداراز له ګاونډیو هیوادونو څخه هم غواړو چي د افغانانو په کورنیو چارو کي له لاسوهنو لاس واخلي او د بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړوکړي.
۲۳- د ګاونډیو هیوادونو له دیني عالمانو څخه غوښتنه کوو چي د افغانستان د سولي په پروسه کي خپل مثبت رول ادا کړي او له داسي څرګندونو څخه ډډه وکړي چي د جګړې دتشدید او دمسلمانانوترمنځ د بیلوالي سبب ګرځي.
۲۴- د اسلامی هیوادونو کنفرانس له سازمان څخه غواړو چي په افغانستان د سولي دتامین لپاره خپل دیني مسئولیت ادا کړي او په دې لاره کي له افغان مسلمان ملت سره همکاري وکړي.
د سولې له عالي شورا څخه غوښتني:
۲۵- د سولې عالي شورا له دې ابتکار څخه مننه کووچي له دینی علماؤ سره یي د مشورې غونډه دائره کړه او غوښتنه مو دا ده چې دغسې مشورتي غونډو  ته په ټول هېواد کې دوام ورکړي، تر څو افغانان د سولې ملي ارمان ته و رسېږي.  
۲۶- د سولي شورا دي ، د جګړې د پایته رسیدو او سولې د تامین په اړه د عالم اسلام د مشهورو دینی مراکزو په همکارۍ د علماؤ يو ستر نړېوال کنفرانس دائرکړي.
۲۷- د سولې عالي شورا دې د يوه بې پلوه او غيرسياسي نهاد رول ادا کړي، تر څو د سولې لپاره د يوه باوري نهاد په توگه منځگړتوب وکړای سي.

و ما علينا الاالبلاغ

 

د ۱۳۹۶ کلیز